تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زړه د حملې د خطراتو عوامل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2022
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کله چي خدای مکړه تاسو د زړه د حملې د خطر سره مخامخ کیږی نو مخکي له دې چي د زړه حمله راسي د خطراتو پېژندنه مرسته کوي چي مخه یې ونیسو.


د زړه ناروغي د اسټرالیا د خلکو تر ټولو لوی وژونکی سبب دی، خو تر ډېره یې مخه نیول کیدلای سي.


د زړه د ناروغۍ یو عامل نه دی، بلکي څو خطري عوامل لري چي د زړه د حملي اسباب ډيروي. څومره چي په یو کس کي دغه عوامل ډيریږي هغومره یې ورسره د زړه د حملې امکانات ډیریږي. 


تاسو ښايي خبر نه یاست چي ستاسو په وجود کي نوموړي عوامل شتون لري. غوره لار چي تاسو باید وار د مخه د دغه ډول خطرناکو عواملو څخه خبر اوسی دا ده چي تاسو باید د زړه متخصص ته د معاینې د پاره یو ځل هرو مرو ولاړ سئ. 
 که تاسو یو ځل د زړه د حملې سره مخامخ سوي یاست نو پر ځان مو تل پام کوی چي د بلي حملې سره مخامخ نه سی.

 

(په کندهار کي د زړه او لوړ فشار ناروغۍ زیاتي سوي دي، چي په نتیجه کي یې ۵۶ کسه مړه سوي دي.) (د عامي روغتیا ریاست)


هغه خطرات چي تاسو بدلون نسی ورکولای 


یو شمېر خطرات شتون لري چي تاسو یې په اړه ډېر څه نسی کولای لکه:


عمر: څومره چي ستاسو عمر ډېریږي په هغه اندازه د زړه د حملې امکانات ورسره ډېریږي.  


جنسیت: نارینه د ښځو په پرتله د زړه د حملې سره ډېر مخامخ کیږي. کله چي د ښځو عمر ډېريږي نو د دوی د زړه د حملې خطرات هم د نارینه وو په ډول ډیریږي. 


میراثي پس منظر: د زړه د حملې خطرات په سیمو پوري هم اړه لري، د مثال په توګه د هند د نیمي لویې وچي خلک د نورو خلکو په پرتله ډېر د زړه د حملې سره مخامخ کیږي.  


کورنۍ تاریخچه: که ستاسو په کورنۍ کي پر یو چا باندي د زړه حمله راغلې وي، نو تاسو د ډاکټر سره خبري وکړئ چي خدای مکړه تاسو خو به د ورته ستونزي سره لاس او ګریوان کیږی نه.


هغه خطرات چي تاسو یې بدلولای سی

 

د زړه د ناروغۍ اړوند ډیر خطرات او عوامل ښايي بدل سي او تاسو یې د بدلولو په اړه ډېر څه کولای سی: 


 سګرېټ څکول:
د سګریټو او نورو اړوند توکو د څکولو څخه ډډه کول تاسو د زړه د حملې څخه ژغوري. که تاسو څکوونکي یاست نو هڅه وکړئ چي دا عادت مو د تل د پاره خوشي کړئ.  


لوړ کولیسټرول:
ستاسو په وینه کي نامتوازن کولیسټرول (د ویني چربي) ښايي د زړه د حملې امکان ډېر کړي.


د ویني لوړ فشار:
د ویني فشار داسي شی نه دی چي تاسو یې هر وخت محسوسولای سی، خو که هغه ډېر لوړ وي باید علاج یې وسي. 


د شکري ناروغي: 
ډېره اړینه ده چي خپله شکره مو مهار کړی تر څو د زړه د حملې او سکتې مخه مو نیولې وي. 


غیر فعال اوسېدل:
جسماني کارونه نه کول او ډېره ناسته کول ستاسو د زړه د روغتیا لپاره ښه نه دي.


ډېر چاغښت:
ډېر چاغوالی او د بدن دروند وزن هم د زړه د حملې امکانات ډېروي او هم د نورو ناروغیو سبب ګرځي، نو هڅه وکړئ چي خپل وزن مو مهار کړی.


نامتوازن خوراک:
د بېلابیلو روغتیا راوستونکو خوراکونو کول ستاسو د وزن، ویني فشار او د کولیسټرولو په توازن کي مرسته کوي.


خفګان، د ټولني څخه لیریوالی او د ملاتړ نه لرل: 
موږ پوهیږو چي هغه خلک ډېر د زړه د حملې سره لاس او ګریوان کیږي چي خفګان، د ټولني څخه لیریوالی او یا اړین ټولینز ملاتړ ونه لري یا بې کسه وي. د کورنۍ او دوستانو سره ښه ټولنیز ژوند د زړه د حملې په مخنیوي کي ډېره مرسته کوي. که تاسو تر دوو اونیو ډېر خفګان احساس کړی نو د ډاکټر، د کورنۍ د یو غړي یا هم بل څوک چي تاسو یې ښه پېژنی خبري وکړئ. 


د زړه د حملې څخه وروسته:
د زړه د حملې څخه د ژغورېدني وروسته ټول معلومات په لاس راوړی چي ستاسو زړه ته څه پېښ سوه، څنګه مو دارو درمل وکړه او څنګه بیرته روغ سواست.

 

-----------------

روغتیايي مقالې

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته