تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د کعبې شریفي څلرم ځل بناء (۵۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 6, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۳ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د کعبې شريفي څلورم وار بناء يا جوړول هغه دي چي د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  تر شهادت وروسته وسوه، چي واقعه يې امام مسلم رحمة الله علیه  د عطاء رضی الله عنه  څخه روايتوي او وايي:


کوم وخت چي عبدالله بن زبير رضی الله عنه  د حجاج بن يوسف الثقفي د طرفه شهيد کړل سو او په دغه جنګ کي د حجاج د طرفه کعبه شريفه په منجنيق ونړول سوه، نو حجاج بن يوسف و عبد الملک بن مروان ته چي د وخت خليفه ؤ د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  د وژلو څخه خبر او دا ورته و ليکل: چي ابن زبير کعبه شريفه د اهلِ مکې د نظر څخه مخالفه جوړه کړې ده، عبدالملک بن مروان ورته وليکل: موږ د ابن زُبير د کارونو د مخالفت إراده نه لرو، کوم چي په لوړ واله کي يې زياتوب کړى دى پرهغه اندازه يې جوړه کړه، مګر دا چي حِجَر يې د کعبې شريفي په بناء کي داخل کړى دى بيرته يې ځني وباسه پر پخواني شکل يې کړه او دغه دوهمه دروازه چي يې ورکړې ده هغه هم بنده کړه، نو بيا کعبه شريفه ونړول سوه او بيرته د قريشو پر هغه پخواني شکل جوړه سوه. 


د تاريخ په کتابونو کي ذکر سوي دي: کوم وخت چي رشيد هغه چي د عباسي خُلفاوو څخه دى خليفه سو نو يې دا إراده وکړه چي کعبه شريفه ونړوي او بيرته يې د عبدالله بن زبير رضی الله عنه  د بناء پر قسم جوړه کړي، مګر امام مالک بن انس رحمة الله علیه  ورته و ويل: يا اميرَالمؤمنين! د الله روى ته وګوره کعبه شريفه د وروستنيو پاچهانو د لاس لوبه مه ګرځوه (يعني: د هر چا چي إراده سوه چي تغير پکښي را ولي، را ولي به يې) او په دې ډول د کعبې شريفي هيبت د خلكو د زړو څخه پورته کيږي، نو رشيد هم د خپلي رأيي څخه واوښت او د کعبې شريفي نړول او جوړول يې پرېښوول.


دا هغه څلور واره وه چي په يقيني ډول سره کعبه شريفه جوړه سوې ده. 


مګر پنځم وار جوړېدل يې هغه دي چي په هغه کي شک او اختلاف سته او دا هغه جوړول دي چي د ابراهيم علیه السلام  تر جوړولو د مخه دي چي آيا د ابراهيم علیه السلام تر جوړولو د مخه هم کعبه شريفه جوړه سوې ده که يا؟ په ځينو آثارو او رواياتو کي راغلي دي چي اول هغه څوک چي کعبه شريفه يې جوړه کړې ده هغه آدم علیه السلام  ؤ او د دغه جوړيدلو د پاره دليل هغه حديث شريف دى چي امام بيهقي يې د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه  څخه روايتوي، عبدالله بن عمرو رضی الله عنه وايي چي رسول الله ﷺ  و فرمايل: الله عزوجل  و آدم او حواء علیهما السلام ته و فرمايل: زما د پاره کور جوړ کړی او جبريل علیه السلام  د کعبې شريفي خط او نقشه ور واچول، نو آدم علیه السلام  مځکه کِندل او حواءعلیها السلام يې خاوري او ډبري نقلولې، ترڅو چي و اوبو ته و رسېدل، د کښته څخه ږغ پر وسو: يا آدم! بسته او بيا چي يې کعبه شريفه جوړه کړه د الله عزوجل له طرفه وحي ورته وسوې چي طواف پر وکړى او ورته و ويل سوه: ته اول انسان يې او دا اول بيت دى، بيا نو وختونه تېرېدل ترڅو چي نوح علیه السلام د کعبې شريفي حج وکړی، بيا وختونه او قرنونه تېر سوه څو چي ابراهيم علیه السلام يې دوهم وار دېوالونه پورته کړل. 

 


 

خو امام بيهقي د حديث شريف په آخرکي وايي: د دغه حديث په اِسناد کي يواځي ابن لُهَيعه سته او ابن لهيعه ضعيف دى په ده سره حجت او دليل نه سي ويل کېدلاى.


 او هلته نور روايات هم سته چي په معنْی کي دغه د بيهقي و روايت ته نژدې دي خو هغه ټول روايتونه د ضعف څخه خالي نه دي. 


داسي يو روايت هم سته چي وايي: اول هغه څوک چي کعبه شريفه يې جوړه کړې ده شيث بن آدم علیه السلام  ؤ، اوس نو که دغه ضعيفو روايتونو ته اعتبار ورکړل سي نو کعبه شريفه په ټول تاريخ او زمانه کي پنځه واره جوړه سوې ده، خو ښه او بهتره خبره دا ده: چي پر هغه اعتماد وکړو چي په يقين سره ثابت دي، هغه دا چي کعبه شريفه څلور واره جوړه سوې ده لکه د مخه چي په وضاحت سره بيان سوه او بيله دغه څلور واره جوړېدلو څخه به يې علم و الله عزوجل  ته پريږدو. هو په وروستنيو مختلفو وختونو کي څو ځلي د کعبې شریفي د تعمیر قِسم قِسم ترميمات او اصلاحات سوي دي.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته