تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لیلة القدر په شپه اعمال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2019
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پدې شپه عبادت کول د څه بالا ۸۳ کالو د عبادات ثواب لیکل کیږي. ددې پر ځای چي دا قیمتي شپې په لهو ولعب، بې ځایه مجالسو او د موبایل په استعمال تیره سي، باید عبادت وکړو. اینده کال مرګ او ژوند نامعلوم دی. بله مهمه خبره دا ده چي د روژې په اخره لسیزه کي باید صالح اعمال څو چنده زیات سي، نه دا چي تر مخکنیو ورځو لا کم سي.

 

 

علماء کرام لیکي چي ښه دا دی چي پدې شپه مختلف عبادات ترسره سي ترڅو هر عبادت ۸۳ کاله وشمېرل سي. نو لاندي عبادات باید وسي:


- د روژه مات پر وخت یو چا ته روژه مات ورکول که څه هم په خرما وي


- په دغه شپه صدقه کول


- د ماخستن لمانځه ته وختي تلل، نفل کول، جماعت او تراویح کول


- تلاوت ډیر زیات کول


- د مور او پلار زړه خوشحاله ساتل


- مختلف اذکار ویل


- استغفار ویل 
اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي.


- توبه کول


- د خوب مسنون اذکار ویل


- نوافل لمونځونه کول


- د حاجت لمونځ کول


- مسلسلي دعاګاني کول (لوی عبادت دی او د مؤمن سلاح ده)


- د الله عزوجل څخه بیره ښکاره کول


- خپل حاجات الله تعالی ته وړاندي کول


- خپلي کورنۍ، قریبانو او عامه مسلمانانو خصوصاً مظلومانو ته خاص دعاګاني کول 


- د حلال کاروبار او نفقې دعاء کول


- جامع مسنوني دعاګاني کول، ددې ښه طریقه د مولانا اشرف علي تهانوي صاحب کتاب (مناجات مقبول) دی.
-عمره او طواف کول


ـ اسماء الحسنی ویل


- حصن المسلم کتاب ویل (د اذکارو بهترین کتاب دی)

 

یادونه: باید غرمه مهال مناسب خوب وسي ترڅو د شپې عبادت په نشاط او پوره اطمنان سره وکړل سي. اکثره وخت چي غرمه خوب ونه سي د شپې عبادت ورته تکلیف وي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته