تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
يولس ګناه کاري ډلي-لومړۍ ډله
 
  December 24, 2011
  0

دا داسي ډله ده چي دقبرونو څخه به په داسي شکل راپورته سي چي لاسونه او پښې به يې نه وي يعني په داسي شکل به دقبرونو څخه راپورته سي چي لاسونه او پښي به يې پرې سوي وي.
معاذرضي الله عنه  پوښتنه وکړه چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم  ! ددې خلګو ګناه به څه وي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وفرمايل : دا هغه کسان دي چي خپل همسايګان به ځني ازار وه او خپلو همسايګانو ته به يې ضرر ور رساوه.

موږ ټوله پوهيږو چي هيڅ مخلوق ته ضرر ور رسول جايز نه دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
6003 - عَنْ عَامِرٍ قَالَ سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَمْرٍو يَقُولُ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ ( )

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : کامل مسلمان هغه څوک دئ چي نور مسلمانان يې دژبي او لاس دتاوانونو څخه خلاص وي او غوره مهاجر هغه څوک دئ چي دالله جل جلاله  دمنعه سوو شيانو څخه هجرت وکړي يعني ځان ليري ځني وساتي. په هر صورت دهمسايه ځورول او تاوان ور رسول لويه ګناه او لوى جرم دئ په دې اړه درسول الله صلی الله علیه وسلم  خورا زيات حديثونه سته چي څو حديثونه دلته بيانوم او په هغه بآندي بسنه کوم:

لومړى حديث:
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دقيامت په ورځ اوه کسان دي چي الله جل جلاله  درحمت په نظر هيڅ نه ورته ګوري ددغه اوو کسانو څخه يو کس هغه څوک دئ چي هماسه ځوروي او ازار ور رسوي.

دوهم حديث:
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هيڅ کس تر هغه وخته مسلمان نه دئ تر څو چي خلګ دده دژبي او لاس دضرر څخه په امن نه وي او همسايه دده دازار څخه په امن نه وي.

دريم حديث:
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دهمسايه احترام خپل همسايه ته داسي اهميت لري لکه دزوى احترام خپلي مورته.

څلورم حديث:
عبدالله بن عمررضي الله عنه  فرمايي: کله چي غوښي پخوئ نو اوبه ډيري ورواچوئ ددې لپاره چي ښوروا يې ډېره سي او وتوانيږئ چي څو همسايګانو ته ښوروا ورواستوئ .که څه هم ستاسو همسايه يهودي وي.

پنځم حديث:
څوک چي پر الله جل جلاله  اودقيامت پر ورځ باندي ايمان لري نو دهمسايه اکرام او درنښت دي کوي.

شپږم حديث:
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دقيامت په ورځ به مسکين همسايه خپل شتمن او مالدار همسايه دالله جل جلاله  حضورته راوړاندي کړي او عرض به وکړي چي اې الله! دغه کس زما همسايه وو په ماړه نس بيدېدئ او زه مسکين وم په وږي نس بيدېدم.

اووم حديث:
يوه ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم  حضورته يو سړى راغلئ او عرض يې وکړ، چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم  زه څنګه او په کومه وسيله جنت ته تللاى سم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وويل: ښه انسان جوړ سه! هغه سړي پوښتنه وکړه چي يارسول الله صلی الله علیه وسلم ! زه څنګه معلومه کړم چي زه ښه سړى يم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وفرمايل: که ستا همسايګانو ستا ستاينه په ښه سړيتوب وکړه نو ته ښه سړى يې او که يې ته بد معرفي کړې نو ته بد سړى يې.

اتم حديث :
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : ماته جبرائيل علیه السلام دهمسايه حقوق دومره راوړل چي اخر ما فکر وکړئ چي همسايه به دهمسايه څخه ميراث يوسي (لکه يوقريب چي دقريب څخه ميراث وړي)
نهم حديث :
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هرڅوک چي همسايه ازاروي لکه ماچي ازاروي  اوڅوک چي ما ازاروي لکه الله جل جلاله  چي ازاروي.

دهمسايتوب حق

حضرت حسن بصري رحمة الله علیه  فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  دهمسايه دحقوقو په اړه فرمايلي دي:
که همسايه ستاسي څخه دقرض غوښتنه وکړه تاسي به يې غوښتنه نه ردوئ.
که ستاسي همسايه تاسي ته ديوه کار لپاره ناره وکړه تاسي به حتما جواب ورکوئ.
که ستاسي همسايه ناروغه سو نو حتما به پوښتني ته ورځئ.
که يې مرسته درڅخه وغوښته مرسته به ورسره کوئ.
که کوم تکليف او غم ورته ورسېدئ حتما به تسلي ورکوئ.
که کومه خوشالي ورته پېښه سوه مبارکي به ورکوئ.
که وفات سو په جنازه کي به يې ګډون کوئ.
که کومي خواته مسافر سو نو دده دکورنۍ مال او اولاد ساتنه به کوئ.
دسراى دېوال به دومره لوړوئ چي ازاده هوا ستاسو دهمسايه څخه منعه نه سي مګر که يې اجازه وکړه.

د مغفرت لامل

فقيه ابولليث سمرقندي رحمة الله علیه  فرمايي: څوک چي په داسي حال کي مړسي چي ددرو طرفونو همسايګان ځني راضي وي الله جل جلاله  به مغفرت ورته وکړي.


ښه سلوک

حضرت حسن بصري رحمة الله علیه  فرمايي: ښه برخورد يا ښه سلوک دې ته وايي چي يو سړى همسايه ته ضرر نه ور رسوي او دهمسايه سره ښه والى دادئ چي هغه څه ضرر درورسوي او ته  صبر پر وکړي.

د ښو اخلاقو له امله ديوه مجوسي اسلام راوړل

امام ذهبي رحمة الله علیه  په خپل الکبائر نومي کتاب کي دشيخ تستري رحمة الله علیه  يوه واقعه رانقل کړې ده چي ده مبارک يو مجوسي کافر همسايه درلودئ چي دخپل کور فضله او مرداري اوبه يې دتستري رحمة الله علیه  کورته را تويولې همداډول دمجوسي دکور کثافات دشيخ رحمة الله علیه  کورته راوړل کېده ، شيخ تستري رحمة الله علیه  به هره ورځ دغه کثافات سره جمعه کول بيا به يې ليري ځاى ته وړل په داسي ډول به يې غورځول چي هيڅوک به په دې نه پوهېدئ چي شيخ رحمة الله علیه  دلته چشي کوي، کله چي دشيخ تستري رحمة الله علیه  دمرګ وخت رانژدي سو نو هغه کافر همسايه يې راوغوښتئ او ورته وې ويل چي ته زما کورته راننوزه او زما په کور کي وګوره ، مجوسي چي دشيخ رحمة الله علیه  په کور کي وکتل دده دکور ټولي مرداري اوبه  دشيخ په کور کي راتوييږي او دکور کثافات يې دده په کور کي پراته دي، مجوسي پوښتنه وکړه چي دا حالت دڅه وخته راپيل دئ؟

تستري رحمة الله علیه  وفرمايل: دډېره وخته زما داحالت دئ زه دغه کثافات جمعه کوم بيا يې غورځوم ډيره زمانه کيږي چي زه په دا حالت کي ژوند کوم اوس زما دمرګ وخت رانژدي سو زه پر دې بېرېدم چي صبا به زه نه يم بل همسايه به تاته راغلى وي او تاته به ددغه کار له امله ازار درکړي نو ځکه مي ته راوغوښتي او داحالت مي درته بيان کړئ که نه نو بيخي مي ته نه په خبرولي. مجوسي چي داحال وليدئ شيخ رحمة الله علیه  ته يې وويل : تا دا دومره وخت دا تکليف پرځان باندي وړئ او زه تر اوسه پوري لا کافر يم؟ اې شيخه! ما ته خپل لاس راکړه! شيخ رحمة الله علیه  لاس ور اوږد کړئ مجوسي دشيخ رحمة الله علیه  لاس په لاس کي ونيوئ  دشيخ رحمة الله علیه  دغوره سلوک او اخلاقو په وجهه يې  ايمان  راوړئ. تردې وروسته شيخ رحمة الله علیه  وفات سو.

ديوې ښې لمونځ کونکي ښځي عجيبه واقعه

ابوهريرةرضي الله عنه  فرمايي: يوسړي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وويل : فلانکۍ ښځه ټوله شپه  لمونځ کوي او دورځي روژه نيسي مګر همسايه ددې دژبي دازار څخه په امن نه دئ ددې ښځي څه حکم دئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په جواب کي ورته وويل: داښځه دوزخي ده.

لس ډلي ظالماني دي

حضرت سفيان ثوري رحمة الله علیه  فرمايي: لس ډلي دظالمانو دلويو خلګو له جملې څخه دي:
هغه څوک چي ځان ته دعا کوي مګر مور او پلار ته دعا نه کوي.
هغه کس چي قاري وي مګر دورځي سل اياتونه هم پوره نه وايي.
هغه کس چي مسجد ته ورسي مګر بېله دي چي تحية المسجد دوه رکعته نفل وکړي بېرته ووزي.(البته چي وخت تنګ نه وي)
هغه کس چي دهديري وڅنګ ته تير سي مګر سلام او دعا ددغه هديرې مړو ته نه ووايي.
څوک چي دجمعې په ورځ ښار ته ورسي مګر پرته لدې چي دجمعې لمونځ ادا کړي بېرته دښار څخه ووزي.
هغه څوک چي ښار ته ولاړ سي په هغه ښار کي عالم موجود وي مګر بې له دې چي يو څه علم زده کړي بېرته دښار څخه ولاړسي.
هغه څوک چي ديوې ډلي سره په سفر روان وي مګر يو دبله يې نومونه نه وي سره پوښتلي.
هغه څوک چي ځوان وي دعلم  حاصلولو وخت لري مګر ديني علم  زده نه کړي.
هغه څوک چي دميلمستيا لپاره دعوت  کړل سي مګر دى ورنسي دغه دعوت نه ومني.
هغه څوک چي په ماړه نس بيده سي مګر همسايه يې په لوږه خوب وکړي.

اللهم احفظنا منهم بفضلک ومنک

ماخذ: يولس ګناه کاري ډلي

-------- 

۱ : بخاري ج : ٢٠ ص : ١٢٨ ط : المکتبة الشاملة


تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته