تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي د سودا کولو لارښووني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2019
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الله شکر دی، موږ هم د یوولسو میاشتو سردارې میاشت ته ور ورسېدلو او دا هم ددې میاشتي په رارسېدو سره ټول خلک د بازارونو پر لور منډه وهي؛ سوپر مارکیټونو، مغازو او خوراکه پلورنځیو ته ځي، ترڅو د روژه ماتونو او ماښامونو لپاره خواږه، خوندور او رنګا رنګ خواړه او څېښاک واخلي. په دي که هیڅ ستونزه نسته، مګر اصل خبره د زیات مصرف او وږو سترګو ده. په عربي هیوادونه کي یوه سروې ښیې، چي خلکو په یوولسو میاشتو کي دومره زیات خواړه نه وه اخېستي لکه یوازې د روژي په میاشت کي. دوکتور علي شریعتي وایي: د لوږي په حالت کي غذایي توکي مه رانېسئ کېدای سي خراب یا زیات رانېسی. 


د زیاتو خوراکي توکو د رانیولو یو سبب هم د پلورونکو جالب او زړه وړونکي وړاندیزونه دي، پر لویو لوحو ئې لیکلي وي: 


”د روژې په مناسبت په لږو پېسو ډېره توکي!“
” څېښاک واخلئ او روژه ماتي مو ښایسته کړی!“
”د مېوې جوس و څیښئ او ټول ورځ هوسا و اوسئ!“


یا د مارکیټونو په هندارو کي د خوراکي توکو ښایسته اوډنه مو پام ځانته واړوي. پدې سره خراب، زیات او نه خوړونکي خوراکي توکي رانیسو. 


و دغه پورته خبرو ته په کتلو مو دا اړینه وګڼل، چي د روژې په میاشت کي د سودا کولو لارښووني ستاسو په وړاندې کښېږدو.  


اول،کله چي و بازار ته داخل کېږی، نو دغه دعاګاني او اداب مراعت کړئ:


۱. و بازار ته د دخلېدلو دعا:
لا إله إلا الله وحده لا شريك له له الملك وله الحمد يحيي ويميت وهو حي لا يموت بيده الخير وهو على كل شيء قدير (رواه الترمذي)


۲. د خبرو، جنګ او جګړو پر وخت اواز مه لوړوه، په نرمۍ سره موضوع حل کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم به په بازار کي په لوړ اواز خبري نه کولې او نه یې بد په بد دفع کول بلکي معافي یې کول: 
سَأَلْتُ عَائِشَةَ عَنْ خُلُقِ، رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَتْ لَمْ يَكُنْ فَاحِشًا وَلاَ مُتَفَحِّشًا وَلاَ صَخَّابًا فِي الأَسْوَاقِ وَلاَ يَجْزِي بِالسَّيِّئَةِ السَّيِّئَةَ وَلَكِنْ يَعْفُو وَيَصْفَحُ ‏.‏(رواه الترمذي)
یوه عاقل او سنجده انسان ته نه ښایي، چي په بازار کي پر عادي خبرو او لږو پېسو له خلکو سره جنجال وکړي.


۳. د منع سوو شیانو لور ته نه کتل: الله جل شانه په خپل محکم کلام کي د سترګو د ټیټ ساتلو حکم کړی دی: (قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ ...) (سورة النور، ۳۰ ایت)


په بازارونو کي د الله رب العزت لخوا د منع سوو شیانو څخه خپل سترګي ساتل په کار دي. په ځانګړي ډول، پدې نننیو وختونو کي چي د ښځو ګرځېدل په بازارونو کي ډېر سوي دي. 


۴. د بازار د پاکۍ او نظافت خیال ساتل: و موږ ټولو ته خپل دین دا ښوونه کړې ده، چي نظافت مراعت کړو، له چټلیو ځان وساتو تر څو مو بدن او روغتیا سالمه وي.


۵. سلام او روغبړ کول: اسلام و موږ ته د سلام او روغبړ کولو لارښوونه کوي. سلام او روغبړ د خلکو تر منځ مینه او ورور ولي زیاتوي.


۶. د حجاب پاملرنه کول: ښځه دي کوښښ کوي چي سودا په نارینه وکړي، خصوصاً په روژه کي باید نارینه لا بې ځایه بازارو ته ونه وځي، خو که چیري چاره نه وه نو که ښځه د ضرورت په وخت کي و بازار ته ځي د خپل محرم سره دي ځي او له ټولو هغه څه څخه دي ځان وژغوري، چي ددې د بي عزتۍ او کم را وستلو او د نورو د فتنې سبب او لامل ګرځي. د خراب لباس، خوشبویي لګولو او له داسي څه څخه دي ځان وژغوري، چي د خلکو پام و دي ته ور اړوي. 


دوهم، د دیني تندي او روحي ارام لپاره شیان رانیسئ:
بشر د روح او بدن څخه جوړ سوی دی. بدن له خاورو څخه جوړ سوی دی او روح الله جل شانه جوړه کړېده. موږ فطرتاً داسي یو، چي د بدن خیال ساتو، خو د روح په کېسه کي نه یو. کله چي په روژه کي د خوراک او څیښاک د شیانو سودا کوی، نو روح هم په نظر کي درسره ونیسئ. 


د ځان او د کورنۍ د هر غړي لپاره یو قرآن کریم واخلئ. 


د علماؤ د بیانونو سي ډیاني او کتابونه واخلئ. 


د خولې د پاکوالي او د الله رب العزت د خوښۍ لپاره مسواک رانیسئ. 


د دغو شیان په رانیولو سره به تاسو د الله سبحانه وتعالی رضا، د روح ارام، د زړه ډاډ او سکون ترلاسه کړی وي. 
یوازي په رانیولو څه نه کېږي؛ قرآن کریم تلاوت کړئ، اسلامي او اصلاحي کتابونه و لولئ او له مسواکه استفاده وکړئ. کوښښ وکړئ، چي دا عادت مو همېشه درسره مل پاته سي او د کال په پاته میاشتو کي ئې هم عملي کړئ. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته