تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رنګونو ارواپوهنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2022
  0

ژباړه: احسان الله سارواني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د کور لپاره کوم رنګ ښه دئ تر څو د انسان په احساس او حس کي مثبت بدلون راولي؟


د کور د ښایست لپاره موږ هغه رنګونه کاروو چي یوازې جلبونکي وي. حال دا چي داسې نه ده، د رنګونو ارواپوهان په دې باور دي، هغه رنګونه چي تاسې د کور په ښایست کي کاروی ستاسې او ستاسې د کورنۍ د رویې، هیجاني او احساساتي قوې په لا سمېدو کي عظیم بدلون راوستلای سي. 


د زوړ ګرینویچ د رنګونو یو مشاور، لیسلای هېرینګټن وايي: رنګونه نړیواله غیر لفظي ژبه ده او موږ ټول په دې پوهوي چي په غیرشعوري توګه څنګه خبري وکړو.  د کور او صنعت ځایونو د رنګونو یو نوموتی ماهر وايي: هر رنګ چي تاسې خپل دېوالونو ته ورکوی، دا یوازې د ښکلا خبره نه ده بلکې هر رنګ یې ستاسو په رویې او هیجاني حالت باندي اغیز کوي. 
که دي دا نظر خوښ سوی او غواړې له احساساتو او مینې له مخې روغ اطاق ولرې، نو د ټولو نه مخکې د هر اطاق هغه بنسټېز جوړښت ته وګوره، چي د څه شي لپاره ئې جوړوې، د ماشومانو لپاره، ډوډۍ خوړولو، خوب، ورزش او که  کوم بل څه لپاره. په هر صورت، لاندي ټول اطاقونه نښاني سوي او هر رنګ جلا – جلا د رنګونو اروپوهانو له نظره ورته ټاکل سوي:


۱. د اوسېدو اطاق او دهلېز رنګ: 

نرم او نازک رنګونه لکه: سور، ژړ او نارنجي. او مځکني رنګونه لکه: نصواري او ژړ بخن، دواړه رنګونه د اوسېدو د اطاقونو او دهلېزونو لپاره ډېر ښه کار کوي. علت یې دا دی، چي بانډار او خبري لا الهام بخښونکي کوي. کیټ سمیت د رنګونو مشوره ورکوونکی وايي: دا هغه رنګونه دي چي خلک تشویقوي چي کښېني تر څو بانډار سره وکړي. او ستاسې او د نورو سره د خواخوږۍ احساس لوړوي. 


۲. د پخلنځی یا اشپزخانې رنګ:
د رنګونو تبصیره کوونکي وايي، کله چي تاسې کوچنیان واست، او هغه مهال د پخلنځی څخه د یو عالم خوښیو - خوشحالیو یاداښتونه مو په ذهن کي پاته دي، هم هغه رنګ یو ځل بیا وکاروئ تر څو د تېر وخت په لومه کي بیا راګیر سئ او هغه خوشحالیو ته بیرته ستون سئ.


که مو بیا هم هغه رنګونه ذهن ته نه راګرځي، بیا نو د پخلنځی، د اوسېدو اطاق او دهلیز لپاره تر ټولو ښه او مناسب رنګ سور او ژړ وکاروئ. مګر بیا هم سترګي ښه وغړوئ، که چاغېدو او ډېرو خبرو ته دي اشتها کیږي نو سور رنګ وکاروئ. سور رنګ په ډېره ډوډۍ خوړلو او خبرو کي مهم رول لري. مګر پام! که پر پرهېز یاست نور د سور رنګ سره بایکاټ وکړئ او مه یې کاروئ. 


۳. د ډوډۍ خوړلو اطاق: 
د هرینګټن په حواله: د ډوډۍ خوړلو رسمي اطاق ته باید سور رنګ ورکول سي، ځکه الهام بخښوونکی دی او بانډار کولو ته لا هم څوک تشویقوي. دا رنګ مو د مېلمه اشتها هم ور خلاصوي (که مو خوا نه بدیږي!). که مو د ډوډۍ خوړلو اطاق رنګ سور وي، نو بیا مېلمه داسې فکر کوي چي ښه آشپز هم یاست.


۴. د خوب کولو اطاق:
د خوب کولو اطاق د آرام کولو او د خپلي مېرمني سره د بیا یو ځای کېدو ځای دئ. په دې اطاق کي جالب رنګونه لکه: آسماني، زرغون او بنفشيي رنګ. دې رنګونونو ته په  کتلو سره پر انسان آرام لوریږي او د ستړیا د حالت څخه راوځي. ګوره د سور او آسماني ترمنځ فرق سته. سور د ویني فشار، د زړه د ضربان او فعالیتونو په ډېرولو کي ونډه لري. د دې برعکس، آسماني رنګ دئ نو ځکه بیا آرامي او خاموشي اختیاروو. 


که مو د کوچنیانو اطاق رنګ کوی، کوښښ وکړئ اخیتار د دوی په لاس کي ورکړئ. 


۵. د تشناب لپاره رنګ:
سپین او خام رنګونه له پخوا څخه د تشناب لپاره مشهور رنګونه انتخاب سوي دي، ځکه دا رنګونه د پاکوالي او نظافت ښکارندويي کوي. مګر نن – سبا تشنابونه یوازې د پریوللو او ضرورت رفعه کولو ځایونه نه، بلکې ځیني خلګ یې د ارام کولو او ځان تازه کولو لپاره هم کاروي. د هیرینګټن په حواله: ډېری خلک په شنه، زرغون او پیروژيي رنګ کي ډېر د ارامۍ احساس کوي ځکه، دغه رنګونه د تازه ګۍ او پاکۍ احساس په بدن کي در پېچکاري کوي. 


۶. د درس ویلو اطاق:
 هیرینګټن: سور او نارنجي رنګه مو خوځوي او په حرکت مو راولي. مګر دا رنګ زړه ته ګرمي هم بخښي. نو ځکه، شنه او زرغونه رنګونه د دې ځای لپاره کیدایسي ښه انتخاب وي. تر دې لا ښه، ژړ- زرغون او آسماني- زرغون ښه رنګونه دي، ځکه د ارواپوهني د رنګونو په لیست کي دې رنګونو ته د خوشالي راوړونکو رنګونو لقب ورکړل سوی دی.


۷. د کور د دفتر اطاق:
د کور د دفترونو لپاره زرغون تر ټولو نامي رنګ دئ ځکه، دا رنګ د ذهن تمرکز په ډېرولو کي مرسته کوي. ددې رنګ بله ښه ځانګړنه دا ده، چي په هغه ځای کي چي کار کوې، نه درباندي غمیږي. 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته