تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان جوړښت: سترګې او غوږونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 20, 2019
  0

دوهمه برخه

ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن


د انسان جوړښت د کایناتو تر ټولو خورا پېچلی جوړښت دئ. 


په ژوندیو موجوداتو کي انسان یوازینی مخلوق دئ، چي له سترګو ئې احساساتي اوښکي تویېږي.


د انسان سترګي په تمرکز کولو کي دومره تېزي دي، چي ان په دوو ملي ثانیو کي پر یو شي تمرکز کوي.


د انسان د سترګي اوږدوالی ۲۴،۵ ملي متره دئ.


ښځې، تر نارینه وو دوه برابره سترګي رپوي.

 

د انسان په وجود کي، سترګې تر نورو ټولو اندامونو تېز حرکت کوي.


د انسان په سترګو کي ۱۲۰۰۰۰۰ د لیدلو فایبرونه سته.

 

د انسان سترګي د ورځي تر ۱۰۰۰۰۰ ځله ډېر حرکت کوي. 


د انسان د یوې سترګې وزن ۲۸ ګرامه دئ.


انسان د خپل شاوخوا ۹۰ سلنه معلومات د سترګو په واسطه تر لاسه کوي، پاته معلومات د غوږ، لمس او خوند په مرسته ترلاسه کوي.


که د انسان سترګه ډیجیټل کامره وای، نو ۵۷۶ میګاپیکسله به وای.


د یوې سترګي په یو وار رپولو سره ۲۰۰ عضلات حرکت کوي.


د ورځي په منځ کي د سترګو لید، نسبت نورو وختونو ته تیز وي.


په اوسط ډول انسان په یوه دقیقه کي ۲۵ ځله سترګې رپوي.


د سترګو په رپولو کي موږ یوازي ۰،۳ ثانيې سترګې پټوو.


ړانده تر لیدونکو انسانانو په خبرو ډېر پوهیږي.


نارینه تر ښځو په سترګو کي تیز دي، خو د ښځو غوږونه تر نارینه وو تیز دي.

 

غوږونه

زموږ سترګې هیڅکله تردې نه غټیږي، خو غوږونه او پزه د عمر تر پایه غټیږي.
د غوږ داخلي برخه د غوږ اصلي او اهمه برخه ده.
د انسان غوږونه د خوب په حالت کي هم اوریدل کولای سي، خو دماغ و ځان ته هغه ږغونه نه پریږدي.
د انسان په غوږ کي ۲۴۰۰۰ فایبره شتون لري.
د انسان غوږ د سلګونو زرو اوازونو تر منځ توپیر کولای سي.
د ماشومانو غوږونه، د ځوانانو تر هغې ډېر حساس وي.
تر ډېر خورک وروسته ستاسو د غوږ د اورېدلو بارکي کمزوري کېږي.
د انسان غوږونه د ټول عمر په جریان کي غټېږي.
د انسان د بدن تر ټولو کوچني هډوکي په غوږ کي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته