تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په تاریخي روایاتو نقلولو کي احتیاط او صداقت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 23, 2019
  0

رالېږونکی: انور شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د معارف القران تفسیر څخه

 

د تاریخي روایتونو په نقل کولو کي احتیاط او ریښتینوالی واجب دی


وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ. (المائده: ۲۷)
یعنی دې خلکو ته د ادم علیه السلام د دوو زامنو قصه د صحیح واقعې مطابق واوروئ.


په دې کی یې د بِالْحَقِّ په لفظ سره  د تاریخي روایتونو په نقل کولو کي یو مهم اصل وښووی چي د تاریخي روایتونو په نقل کولو کي ډیر احتیاط لازم دئ، چي نه پکښي درواغ وي نه څه ګډوډي او دوکه وي،  نه په اصلي واقعه کي کوم قسم تبدیلي او یا کمی او زیاتی وي. (ابن کثیر)


 قرانکریم یوازي پدې ځای کي نه بلکي پر نورو موقعو باندي هم پر دې اُصولو د قائم پاته کیدو هدایات کړی دئ.


 یو ځای ارشاد دئ:
إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ. 


بل ځای ارشاد دئ:
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ.


دریم ځای ارشاد دئ: 
ذَٰلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ ۚ قَوْلَ الْحَقِّ...


پر دې ټولو موقعو باندي په تاريخي واقعاتو سره یې په لفظ حق راوړلو یې ددې خبر اهمیت په ډاګه کړی دئ، چي د واقعاتو په نقل کولو کی د حق او رښتینولۍ رعایت لازمي دئ، د روایتونو او قصو پر بناء چي څومره فسادونه په دنیا کي کیږي، عموماً ددې ټولو سبب د واقعو په نقل کولو کي بې احتیاطي وي.


په لږ غوندي لفظ او عنوان بدلولو سره د واقعې حقیقت خراب سي. د تیرو قومونو مذهبونه او شریعتونه ددې بې احتیاطۍ په وجه سره ضایع سوي دي او د دوی مذهبي کتابونه د یو څو بې سنده او بې تحقیقه قصو ټولګي جوړي سوي دي. دلته یې د یوه لفظ : بِالْحَقِّ اضافه وکړه او ددې مهم مقصد و طرفته یې اشاره وفرمایل.


پردې سربیره په دې لفظ کي د قرانکریم مخاطبینو ته دا خبره هم ښیي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم کوم چي محضي اُمّي دی او د زرګونو کلونو مخکي واقعې بالکل ریښتیني او صحیح بیانوي نو ددې سبب بغیر د الله جل جلاله له لوري د وحي او نبوت څخه بل څه کیدی سی!

ـــــــــــــــــــــــــ

ماخذ: معارف القران، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله: ج۲، ص۱۳۰، پښتو ژباړه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته