تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عرفات د ورځي دعاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2021
  0

امام الاوزاعي رحمه اللّٰه به ويل: 

ډېر خلک مې وليدل چې خپل حاجتونه به يې د عرفې ورځې ته پرېښودل، تر څو د اللّٰه تعاليٰ څخه پدې ورځ کي د پوره کېدلو سوال وکړي.

 

يو تابعي وايي: کله مې هم د عرفې په ورځ دعاء نه ده کړې، مګر د سپين سهار په شان قبوله شوې ده.

 

حديث کې راځي: غوره دعاء، د عرفې د ورځې دعاء ده. (ترمذي/سيد اكرم سعيدي)

 

امام ابن عيينة رحمه الله اویا ځله حج کړی و، ده به هر ځل په عرفات کې دا دعا کوله: یا الله! دا مې دلته وروستی ځل راتګ مه ګرځوه. دی وایي: په اویایم ځل حج کې له الله نه وشرمېدم او دا دعا مې ونه کړه. کله چې کور ته ولاړ په هغه کال وفات شو! (تاريخ الإسلام١٣/ ١١٩ / حامد افغان)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته