تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشومانو د جنسي ځوروني مخنیوی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2019
  0

ژباړه: اصیل زارع –  د زیاتونو سره


که چيري کوچنيان لری او که یې نلری، د دې لپاره چي د جنسي ځوروني څخه وژغورل سي لاندي ټکي یاد ولرئ، عملي يې کړئ او نورو ته هم وواياست:

۱: په حدیث شریف کي راځي چي کله مو اولادونه د لسو کلونو سي نو بسترې یې ور جلا کړئ. (ابوداود) یعني په یوه ځای کي باید بیده نسي. حتی په یوه روایت کي راځي چي د اوو کلونو په عمر یې بسترې ور جلا کوئ (فرقوا بين مضاجع الغلمان...لسبع سنين). همدارنګه پر همدغه اووه کلنۍ په لمانځه امر کیږي.

 

۲: و خپلو ماشومو انجونو او هلکانو ته په ټينګار ووایاست چي د هيڅ کس پر زنګانه کښېنني، او نه یې مخ ته پر دوو ګوتو کښېني، که څه هم ماما، اکا او نور نژدې دوستان یې هم وي!


۳:  هیڅکله هم د دوو کلنو څخه د لوړ عمر لرونکو ماشومانو و مخ ته کالي يا جامه مه  بدلوئ. يوې بلي خوني ته ولاړ سئ يا هغوی بلي خوني ته واستوئ تر څو خپل کالي يا جامه بدله کړی.


۴: هيچا ته اجازه مه ورکوئ چي په مسخرو کي ستاسو کوچنيانو ته د ماينې يا ميړه يا هم د ادب څخه وتلی خطاب وکړي.


۵: کله چي کوچنيان د نورو کوچنيانو سره بازۍ کولو ته ځي یا په لوبو مصروفه وي نو هغوی د ليري څخه وڅارئ تر څو تاسو پوه سی چي هغوی په کومه لوبه اخته دي؟ ځکه د اوس کوچنيان امکان لري يو بل ته جنسي ازار هم ورسوي.


۶: که چيري ستاسو کوچنیان د کوم خاص شخص د ليدلو ميل نه درلود نو هيڅکله پر خپلو کوچنيانو فشار مه راوړئ، چي د هغه کس سره وویني، او که چيري ستاسو کشران د کوم خاص شخص سره علاقمندي پيدا کړي نو  دوی وڅارئ.


۷: کله چي ستاسو ماشومان منزوي او ګوښه کیږي نو په تکراري ډول، ښه په صبر او حوصله سره یې پوښتنه او تلاښ کوئ او ددې ګوښه والي علت پیدا کړئ.


۸: خپل کوچنيانو ته د مخصوصو اعضاوو اړوند په خاصو محتاطانه الفاظو سره سالم وضاحت ورکړئ او د اسلامي ارزښتونو څخه یې خبر کړئ، ماشومان دې ته مه پرېږدئ چي ټولنه د جنسي مواردو اړوند غلطه تربیه ورکړي. 


۹_یقین ولرئ چي فلم، ډرامه، اکثره کارتونونه، د فاسدو رسنیو خپروني، ناولونه او ځیني مجلې ستاسو د تنکي ماشومانو اخلاق فاسدوي، حتی د ناروا اړیکو تعلیم ورکول کیږي ځکه ددې منابعو مواد اکثره بې دینه خلګ برابروي. نو پدې اړه دېر محتاط اوسئ او ماشوم ته رسېدونکي هر څه باید وڅارئ.


۱۰: خپلو هغه کوچنيانو چي عمرونه يې تر درو کلنو لوړ وي،  دا فهم او فکر ورکړئ چي هيڅ  کس حق نه لري چي خاص ادامونو ته يې لاس وروړي.


۱۱: تاسو خپله هم دداسي شیانو څخه په کلکه ډډه وکړئ خصوصاً د ماشومانو په مخ کي.


۱۲: خپلو اولادونو ته د خطر ځایونه وښایاست. او ورته ووایاست چي دغو (خاصو د خطر ځایونو) ته بېله خپلي مور څخه که هر چا لاس ور وړی، نو دا د خطر زنګ دی باید دستي د هغه کس څخه وځغلئ او ترڅنګ لویه چغه هم وکړئ. او سمدستي خپل مور او پلار خبر کړئ.


۱۳: يو تور ليست جوړکړئ،‌ هغه شيان او اشخاص چي ستاسو کوچنيانو ته ضرر رسوي پکښې وليکئ. پدې کي کیدایسي فلم، مجلې، خاص ځایونه او ځیني نژدې کسان هم شامل سي.


۱۴: خپل کوچنيان د کوڅه ډبو هلکانو څخه وساتئ، هيڅکله اجازه مه ورکوئ چي بې ضرورته تر کور ووځي، او هيڅکله اجازه مه ورکوئ چي د کوڅه ډبو ډلو سره وګرځي. او پدې اړه یې جدي پوه کړئ چي د خپل همزولي سره به لوبي کوي نه تر ده لوړ عمره هلکان.


۱۵: که چيري مو کوچنيان د يو شخص څخه شکايت وکړي نو فورًا قضيه تعقیب کړئ او حال ځانته معلوم کړئ، په دې سره به ستاسو کوچنيان مطئمن سي چي زما پلار هر وخت زما دفاع کوي او ماته اهمیت راکوي.


یاد ولرئ، دا چي نن ته د کوچنيانو خاوند نه يې، خو دا په دې معنا نه ده چي ته به همېشه همداسي يې بلکې په راتلونکي کښي ته د کوچنيانو خاوند ګرځې. د فساد په دې دور کي د ماشومانو د عفت ساتني لپاره باید دا نقاط په نظر کي ونیسو او وخت په وخت دغه لارښووني ماشومانو ته وکړو.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته