تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت: د بعثت څخه مخکي موحدین او د حق دین پلټنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 2, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۰ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


وروڼو! په جزيرة العرب کي تر رسول الله ﷺ  د مخه نور خلك هم موجود وه چي د اللهﷻ پر وحدانيت او يو والي يې عقيده درلودل، مګر د دغو خلكو عدد ډير لږ ؤ چي اللهﷻ هدايت ور ته کړى ؤ، د دغو لږو خلكو څخه يو زيد بن عمرو بن نُفَيل ؤ، بل عثمان بن حارث او بل ورقه بن نوفل ؤ، دغه درې نفره د بتانو د عبادت څخه بېزاره او بد يې ځني راتله، د مشرکانو د کارو څخه په تنګ وه، چي دغه خلك هم تر بعثت د مخه وه، نو دغه درې نفره سره کښينستل او مشوره يې سره وکړه. ويل: دغه د بتانو عبادت خو عبث او بيهوده، غلط او باطل کار دى، موږ بايد د صحي او حق دين پوښتنه او پلټنه وکړو، نو په اتفاق سره دې خوا او ها خوا ته ګرځي، د لوى عالم پوښتنه کوي چي هغه و دوى ته حق دين او سمه لار ور وښيي، د دغه حق په تلاښ کي عثمان او ورقه بن نوفل نصارا سوه، مګر زيد بن عمرو بيا هم ګرځي غواړي چي پوره اطمينان حاصل کړي، خلكو يو نفر ور وښاوه چي دغه سړئ لوى عالم دى او هغه عالم يهودي ؤ.


یهودیت ته پناه
زيد بن عمرو و هغه ته ورغلى او ويل: ستا د دين بيان را ته وکړه چي څنګه دين دي دى؟ هغه هم د خپل دين يهوديت په باره کي معلومات ورکړه د يهوديت عقائد او احکام يې ورته بيان کړه، زيد ورته و ويل: دغه دين حق او الْهي دين دى؟ هغه ويل: هو دا هغه حق دين دى، نو زيد بن عمرو ورته و ويل: زه څنګه يهودي کېدلاى سم؟


 عالم ويل: تر څو چه د الله عزوجل  يو څه غضب درباندي و نه سي ته نه سې يهودي کېدلاى ځکه الله عزوجل  پر يهودو په غضب سوى دى، که ته غواړې چي يهودي سې د اللهﷻ غضب به قبلوې بيانو يهودي کېدلاى سې، زيد و ويل: زما تيښته د اللهﷻ د قهر او غضب څخه ده زه د هغه رضا غواړم او ته مي د اللهﷻ په غضب اخته کوې، يا! زه تر دې دين تير يم مګر بل څوک يا بله لار را وښيه، عالم و ويل: بل شئ نه دى را معلوم مګر دا چي حنيف سې، زيد ويل: حنيف څه شي دى؟ عالم و ويل: هغه دا چي مُوَحِّد اوسې، زيد ويل: مُوَحِّد څه شي دى؟ عالم ويل: د ابراهيم علیه السلام  دين حنيف او د توحيد دين دى، زيد ويل: د ابراهيم علیه السلام  دين څنګه دين دى؟ يهودي و ويل: هغه دين نه دى را معلوم خو يو پخوانئ آسماني دين دى چي اوس بالکل د بينه تللى دى، عالمان يې ټول مړه سوي دي اوس د هغه دين احکام چا ته نه دي ور معلوم فقط دومره خبر يم چي الْهي او د توحيد دين دى، خو احکام او تفصيل يې نه دي را معلوم، زيد ويل: چي دا هم نه دى در معلوم نو يو بل دين را وښيه، عالم و ويل: زه تر دغه زيات نه پوهېږم، ته و فلاني نفر ته ورسه هغه لوى عالم دى.


عیسایت ته پناه
زيد رهي سو و هغه نفر ته ورغلى او ويل: ما ته حق دين را وښيه، څرنګه چي هغه عالم نصراني ؤ نو هغه و ويل: دغه د مسيح علیه السلام  دين حق دين دى، د دين عقائد او احکام يې ورته بيان کړه، دغه عالم چي نصراني ؤ د نصرانيت دين يې په تفصيل سره ور وښووى، زيد ويل: زه څنګه نصراني کېدلاى سم؟ عالم ورته و ويل: ته بېله ضلالته نه سې نصراني کېدلاى ځکه نصارا ګمراه سوي دي، که ته غواړې چي نصراني سې يو څه ضلالت به قبلوې او بيا حساب پر الله دى، زيد ويل: زه د ګمراهۍ او ضلالته څخه تښتم او ته مي ګمراهۍ ته کشوې، زه مستقيمه او ثابته لار غواړم، عالم ويل: زموږ دين دغه دى نور نو ته اختيار لرې.


 وروڼـو! اللهﷻ په سورة الفاتحه کي  فرمايي: 
(غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ)
يعني: الْهي ما ته د هغو کسانو لار مه راښيې چي پر دوى غضب سوى دى چي يهود دي او د ګمراهانو لار مه راښيې، چي نصارا دي.  


حنیف دین ته پناه
نو زيد و هغه نصراني عالم ته و ويل: ښه يوه بله صحي لار او حق دين را وښيه، راهب ويل: بله لار او حق دين نه دي را معلوم، مګر حنيف سې، زيد ويل: حنيف څه شي دى؟ راهب ويل: هغه د ابراهيم علیه السلام  دين دى آسماني او د توحيد دين دى، مګر څرنګه چي د هغه دين عالمان مړه سوي دي چا ته يې د احکامو صحي معلومات نسته، زيد ويل: بيله دغه څخه بل دين را وښيه، عالم و ويل: نور نو د صحي دين معلومات را ته نسته، نور ټول اديان منحرف او خطا دي زيد بن عمرو په حيرت کي پاته سو چي څه وکړي؟ بيرته مکې مکرمې ته رهي سو او پرلاري د ځان سره وايي: الْهي! ته شاهد يې چي زه د ابراهيم علیه السلام پر دين يم، زه حنيف يم، ټول را ته وايي: چي دغه دين حق دى، څرنګه چي زه يې په نور تفصِيل او احکامو نه يم خبر نو دومره وايم چي زه موحِّد او د ابراهيم علیه السلام  پر دين يم، بيله يوه الله بل د هيڅ شي عبادت نه کوم، مګر په دې هم نه پوهېږم چي څنګه لمونځ او عبادت وکړم خو د ابراهيم علیه السلام پر دين يم.


کوم وخت چي به زيد بن عمرو غوښتل چي لمونځ او عبادت وکړي نو به يې بيله حسابه رکوع او سجدې کولې، ځکه د عبادت هيڅ طريقه نه وه ور معلومه، د خپله ځانه څخه يې اجتهاد او عبادت کاوه، کوم وخت چي مکې مکرمې ته راغلى نور مشرکان هم و توحيد ته را بولي او د بتانو د عبادت څخه يې منعه کوي، او وايي: يواځي د اللهﷻ عبادت کوى، د مکې مکرمې نورو خلكو پرده بد ويل، ناپوه او بيعقل يې بلى خو دئ پر دغه خپل توحيد ټينګ ؤ، رسول الله ﷺ  فرمايي: زيد بن عمرو بن نُفيل مي وليدى چي وکعبې شريفي ته يې تکيه کړې وه خلكو چي به طواف کاوه د شرک تلبيه به يې ويل، هغو به ويل:


﴿لَبّيک اللّهمَ لَبيک، لبيک لا شريکَ لَکَ لبيک، اِنَ الحمدَ والنِعمةَ لَکَ والملک، لا شريکَ لک﴾ پر دغه ځاى به زيد پرناري کړه بس بس نور مه وايه، مګر هغو به دا الفاظ پر زياتول (اِلا شريکاً هوَ لک، تَملِکُهُ و ما ملک) چي دغه الفاظ يې د شرک دي، مګر زيد دوى د شرک د تلبيي د ويلو څخه منعه کول. 


بل دا چي زيد نور مشرکان د مړه سوي حيوان د غوښو د خوړلو څخه منعه کول، ويل هغه حيوان چي په خپله مړ سوى وي غوښي يې مه خورى او مشرکان يې د بتانو د تَقَرُب يا نژدې والي د پاره د حيواناتو د حلالولو څخه منعه کول، يعني: کفارو چي به کوم حيوانات د بتانو پر نامه حلالول او دا يې عقيده وه چي دغه قرباني موږ و دغه بتانو ته ور نژدې کوي، زيد بن عمرو د دغه کاره څخه منعه کول او ويل به يې: حيوانات د بتانو پر نامه مه حلالوى، خلكو چي به پوښتنه ځني وکړه چي د تقرب دپاره د حيواناتو حلالول ولي منعه کوې؟ ده به ويل: حيوانات اللهﷻ پيدا کړي دي او تاسي يې بل چا ته يا د بل چا پر نامه حلالوى عقل دا نه قبلوي. 


وروڼو! د دغسي کارو غلطيا په عقل سره هم ثابتيږي، حيوانات اللهﷻ پیدا کړي دي، خالق او رازق يې الله دى او مشرکانو به د بت پر نامه يا و هغو ته د نژدې والي د پاره حلالول، مقصد دا چي زيد بن عمرو مشرکان د شرک د بدو او ناوړو کارو څخه منعه کول او دغه زيد بن عمرو تر بعثت پنځه کاله د مخه وفات سو رحمة الله علیه ، د رسول الله ﷺ  سره يې ليدلي دي صحبت يې ور سره کړى دى، مګر د رسول الله ﷺ د بعثت او رسالت وخت يې نه دى نيولى، رسول الله ﷺ د دغه زيد بن عمرو په باره کي فرمايي: » يُبعَثُ يَومَ القِيَامَةِ اُمةً وَحدَهُ« يعني: دغه زيد به د قيامت په ورځ يواځي دئ يو امت را پاڅول کيږي، نور خلك به په مجموعي شکل سره امتونه وي.  


دا د ابراهيم علیه السلام  امت دى، دا د موسْى علیه السلام  امت دى، دا د عيسْى علیه السلام  امت دى، دغه رنګه ټول خلك امت امت دي، مګر زيد بن عمرو به يواځي د خپل ځان د پاره امت وي او رسول الله ﷺ  فرمايي:» رَاَيتُهُ يَجُرُ اَثوَابَهُ فِي الجَنَةِ« يعني: زيد مي وليدى چي په جنت کي خپل کالي کشوي، يعني: په جنت کي اوسيږي، دغه زيد بېله نبي بېله رسوله په خپل عقل او خپل کوښښ و هدايت او سمي لاري ته ورسېدى. دا د ورقه بن نوفل د نصرانيت او د زيد بن عمرو د توحيد قصه وه.


قَس بن ساعده او د توحید عقیده
په جزيرة العرب کي د موحدينو څخه يو بل نفر هم ؤ چي قَس بن ساعده نومېدى، دغه قس د ډير عمر سړئ ؤ ځيني مؤرخين د ده په عمر کي مبالغه کوي او وايي: عمر يې شپږ سوه کلو ته ورسېدى، خو زموږ مقصد يې عمر نه دى بلکه دا مو مقصد دى چي قَس د هغو خلكو څخه ؤ چي دئ په خپله پر توحيد ؤ او هم يې نور خلك و توحيد ته ور بلل او پسله مرګه يې پر را ژوندي کېدلو ايمان درلودى، پر بتانو يې بد ويل او خلك يې دغه خپلي د توحيد عقيدې ته ور بلل، څرنګه چي قريشو د ده دغه د توحيد عقيده نه زغملای او نه قبلولاى سواى، نو قَس يې د مکې مکرمې څخه وايستى، فِراره يې کړی، ده په دښت او صحرا کي ژوند کاوه، څرنګه چي دئ پوه، هوښيار او حکيم سړئ ؤ، خلك به هلته د ده د ملاقات او مشورو د پاره ورتله، حتّْی دئ په وعظو او نصيحتو کي يو نثر هم لري او د ده په حکمتو به عربو مثالونه تېرول، د قَس د حِکمتو څخه يو څه داسي دي: دئ وايي: 


(مَن عَاشَ مَات، وَمَن مَاتَ فَات، وَکُلُ مَاهُوَ آتٍ آت). 
او بيا وايي: « اَيُهَا النَاس اِستَمِعُوا وَعُوا، اِنَ فِى السَمَاءِ لَخَبَراً، وَاِنَ فِى الاَرضِ لَعِبَراً، بَحرٌ يَفُورُ، وَنُجُومٌ تَغُورُ، وَسَقفٌ مَرفُوع، وَمِهَادٌ مَوضُوع». 
او داسي نور حکمتونه هم لري، څرنګه چي قَس هلته په غرو او دښتو کي يواځي اوسېدى نو وحشي او څيرونکو حيواناتو الفت ور سره نيولى ؤ، ده ته به راتله او ژوند يې ور سره کاوه. حتّْی يو نفر وايي: زه يو وخت و قَس بن ساعده ته د مشورې د پاره ورغلم، دئ د اوبو د حوض پر غاړه ناست ؤ او دغه حوض ته د اوبو د څښلو د پاره زمريان هم راتله، خو يوه به د اوبو په څښلو کي تر هغه بل ځان د مخه کاوه، قَس به هغه په لکړه و واهه او ورته ويل به يې: صبر وکه چي ملګرى دي اوبه وچښي او دغه قس هم تر بعثت د مخه وفات سو. 


مقصد دا چي په جزيرة العرب کي تر بعثت د مخه هم لږ نفر موحِّدين موجود وه او خلك به يې توحيد ته را بلل، مګر ويښ زړونه او اورېدونکي غوږونه نه وه چي د دوى آواز واوري، تر څو چي د اللهﷻ د طرفه محمّد ﷺ  په رسالت سره اختيار کړل سو او خلكو ته يې آخري رسالت را وړى او د اللهﷻ د طرفه وحيِ ورته نازلي سوې، د مخه هغه نور موحِّدين موجود وه مګر اثر او نتيجه يې يا هيڅ نه وه، يا خو لږ او کمه وه، خو د رسول الله ﷺ  د رسالت اثر لوى او ابدي اثر ؤ، چي ټوله جزيرة العرب يې د شِرک څخه خلاصه کړه او جهان يې د توحيد او وحدانيت په نور ډک کړى.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته