تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت: رسول الله ﷺته لومړني احکام او اوامر (۶۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 23, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۱ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت او په دعوت سره مکلف کېدل

 

د الله جل جلاله  د طرفه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د سورة المدثر د اولو آياتو په نزول سره يو شمېر الْهي امرونه صادر سوه چي دغه امرونه په ښکاره او ظاهره سره ډير بسيط او آسانه اوامر دي خو په حقيقت کي يې مقصد ډير لوړ او اثر يې ډير قوي دى، په دغه نازل سوي آياتو کي رب عزوجل  و خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم  ته فرمايي:

اول: (يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ. قُمْ فَأَنذِرْ)
اې هغه څوکه چي د وحیو د هیبته څخه دي ځان په کالو کي پېچلی دی! د خوب د بستره څخه ولاړ سه او خلک د الله جل جلاله  د عذابه څخه وبېروه.  

 

دلته د هر هغه چا انذار او بيرول مقصد دي چي د الله عزوجل  د رضاء او اوامرو څخه مخالفت کوي، هر هغه څوک چي په عالَم کي موجود وي هغه بايد د خپلو مخالفو اعمالو په بده نتيجه او جزاء داسي وبيرول سي چي په زړه کي يې ريږد او وارخطايي پيدا سي.

 

دوهم: (وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ)
او خپل رب په لويي سره یادوه. 

 

د دې مقصد دا دى: چي په مځکه کي بايد د هيچا د پاره کبرياء او لويي نه سي پاته، د هر متکبر او مغرور شان او شوکت مات سي، لويي يواځي او يواځي يوه الله جل جلاله  لره ده، بېله الله جل جلاله  بل لوى او قوي، عظيم او متکبر نسته. 

 

درېیم: (وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ. وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ.)
او خپل کالي یا لباس پاک وساته، بد کارونه، ګناه او بتان پرېږده. 

 

مقصد دا چي هر څوک بايد په خپله ظاهري او باطني پاکي کي ډير کوښښ وکړي، خپل نفس بايد د ګناهو د نجاسته څخه تر داسي اندازې پاک کړي چي د ده نفس د الْهي رحمت، هدايت او نور قابل وګرځي او په بشري ټولنه کي يو مثال او نمونه سي، سالم زړونه و ده  ته ميلان پيدا کړي او ور جذب سي او هغه مشکوک زړونه د ده په هيبت او فخامت ثابت او سالم وګرځي.

 

څلورم: (وَلا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ)
او داسي لږ احسان مه کوه چي بدل یې ډېر غواړې.  

 

د دې آيات څخه مقصد او هدف دا دى: چي يو څوک خپل کوښښ او فعاليت ډير عظيم و نه بولي، بلکه نور هم همېشه په جِد او جُهد کي وي، د يوه کار تر خلاصولو  وروسته د بل کار پر شروع کولو اقدام کوي، د حق د ثابتولو د پاره ډير جُهد، ډيره تضحيه او قرباني ښندي او بيا هم دغه خپل کوښښونه تر داسي اندازې هيروي لکه هيڅ چي يې نه وي کړي.

 

او په آخرني آيات کي فرمايي: (وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ)

او خپل رب لره دي صبر کوه. 

 

دلته و دې ته اشاره ده چي د معاندينو د طرفه څخه به مخالفتونه، آزارونه، پسخندونه او سپکوالى وينې، تر داسي اندازې چي ستا او ستا د اصحابو د وژلو کوښښونه به کيږي او غواړي به چي ټول هغه کسان چي پر تا را ګرځېدلي دي نيست او نا بود کړي، خو الله جل جلاله  ورته فرمايي: چي پر دې ټولو به په پوره قوت او اطمينان، په ډاډ او ثُبات صبر کوې، د خپل نفس د نفساني خوندو او لَذّاتو څخه به د يوه لِذت په طمعه نه يې، بلکه د خپل رب د رضاء په حاصلولو کي به کوښښ کوې. 

 

الله اكبر! دغه امرونه په ظاهره څومره آسانه او بسيط دي، مګر په عمل کي څومره عظيم او فخيم دي، په خپله په دغو آياتو کي دعوت او تبليغ سته، 

 

اول دا چه: د اِنذار خپله معنْی او مفهوم دا دى: چي په دنيا کي داسي اعمال سته چي نتيجه يې بده او وکونکي ته يې جزاء ورکول کيږي، حال دا چي هر څوک په دې پوهيږي چي په دې دنيا کي د انسان د اعمالو جزاء نسته، نو د اِنذار څخه مقصد دا سو چي بيله دې دنيا د ورځو څخه يوه بله داسي ورځ هم سته چي په هغه کي د اعمالو جزاء ورکول کيږي، چي هغه د قيامت ورځ ده او د دې څخه دا معلومه سوه چي بيله دغه دنيوي ژونده څخه يو بل ژوند هم سته، چي هغه د آخرت ژوند دی. 

 

دغه ټول تلاوت سوي آياتونه د بندګانو څخه خالص او صريح توحيد غواړي، د خپل ځان او خپل نفس رضائيت، د نورو بندګانو رضائيت به ټول د الله عزوجل  تر رضائيت پوري پريږدې، چي د دغو تلاوت سوو آياتو نتيجه داسي ويلاى سو:

 

اول: توحيد.
دوهم: د قيامت پر ورځ ايمان.
درېيم: د نفس پاکوالى، چي د دغه پاکۍ د پاره دوه شيه پـه کار دي، يو د ګناهو او فواحشو  پريښوول او بل د خير او فضائلو د اعمالو  ډيرول.
څلورم: ټول کارونه به د الله عزوجل د رضاء د پاره وي.
پنځم: دغه ذکر سوي شيان به ټول پسله هغه څخه وي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  پر رسالت ايمان و لري، د هغه صلی الله علیه وسلم  تر قيادت او لار ښوونو به لاندي وي.

 

او بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو اوامرو د پوره کولو دپاره تر شل کاله زيات جِد او جُهد وکړى، نه يې بيا استراحت کړى دى نه آرام، نه يې بيا د خپل ځان د پاره ژوند کړى دى نه د خپلي کورنۍ د پاره، پاته ټول عمر يې په دعوت الْى الله او جهاد في سبيل الله کي تير کړى. 

 

د رسالت دروند بار يې پر اوږو اخستى ؤ د ټولي مځکي لوى امانت يې په غاړه کي ؤ د ټولي عقيدې اصلاح يې وظيفه وه او د دغه کار دپاره يې څو قسمه جهاد کړى دى، د رسالت په درویشت کلنۍ موده کي هميشه په معرکه کي ولاړ ؤ، د کومه وخته څخه چي يې دغه الْهي امر واوريدى د دغي وظيفې څخه هيڅ شي مشغوله نه کړى، الله دي زموږ او د ټول بشريت د طرفه د خير بدله او عوض ورکړي او زموږ را تلونکى بحث ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوږده او د مشکلاتو څخه ډک جهاد  نمونه ده چي په دغه ټوله موده کي بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه آرام کړى دى نه استراحت او خديجه رضی الله عنها ته به يې ويل: يا خديجه! د خوب او آرام، راحت او استراحت وخت تېر سو، د دعوت او  جهاد وخت شروع سو.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته