تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شریعت په رڼا کي د صلحي ۱۲ مسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 29, 2019
  0
 
لیکنه: عبدالله فایق
 
الحمد لله رب العالمين حمداً يوافي نعمه ويكافئ مزيده، والصلاة والسلام على رسول الرحمة ومعلم الأمة محمد بن عبد الله، وعلى آله وصحبه والتابعين لهم بإحسان إلى يوم الدين، وبعد:
 
نن سبا د صلحي خبري ډيري تودې رواني دي او صلحه یا سوله د مسلمانانو یو ډير اشد ضرورت دی. دا چي په هر بانډار او مجلس کي عوام او خواص ورباندي بحث کوي نو لازمه دا ده چي د اسلام له نظره د صلحي یو څو مشهور مسائل د عامو مسلمانانو سره شریک کړل سي ترڅو پدې اړه د خپله ځانه د فتوا ورکولو یا په ناخبري کي د شرعي مسائلو د غندلو او انکار څخه ځان وساتي. صلحه اصلاً د اسلام پر شرایطو جایز ده.
 
لاندي مسائل چي د قرانکریم او نبوي احادیثو څخه اخذ سوي دي، د اسلامي فقهي مشهورو کتابونو رانقل کړي دي لکه "موسوعة الفقهیة" کوم چي د نړۍ د مشهورو او معتبرو علماوو لخوا (۴۵ کاله پخوا) په ګډه لیکل سوې ده، د څلورو مذاهبو تحقیقات یې راجمع کړي دي او ۴۵ ټوکه ده. همدارنګه د "فقه الاسلامي وادلته" کتاب څخه هم اخذ سوی دی کوم چي د څلورو مذاهبو مسائل یې بیان کړي دي. ترڅنګ يې د فقهي اصلي مراجعو ته هم حوالې ورکول سوي دي:
 
۱ مسئله: په اسلامي فقه کي د صلحي نومونه دا دي (صلحه، هدنه، موادعه، مصالحه، مسالمه، معاهده).
لغوي معنی: هدنه په لغت کي سکون، ارامۍ او صلحي ته وايي.
 
اصطلاحي معنی: د حنفي فقهي علماء وايي: هي الصلح على ترك القتال مدة بمال أو بغير مال إذا رأى الإمام مصلحة في ذلك (الاختیار، فتاوی هندیه) یعني صلحه د یو مودې لپاره د جګړې درولو ته وايي، که دا صلحه په مال اخیستلو سره کوي او که یې بېله مال اخیستلو کوي چي کله د وخت امیر پدې کي مصلحت وویني.
 
یادونه: په شریعت کي امان او عقد الذمة دوه نور معاهدات دي چي په دغو کي هم کافر لره پخپلو شرایطو سره پوره امان ورکول کیږي. 
 
ضمني معلومات:
د صلحي ګټي او ثمرات: نن ورځ اسلامي امت صلحي ته ډير زیات ضرورت لري ځکه د نیکمرغه ژوند مدار پر صلحه ولاړ دی. یو څو فردي او ټولیزي ګټي يې په لاندي ډول دي:
 
  •  صلحه کېدلای سي فتحه وي: جهاد پر مومنانو ددې لپاره فرض کړل سوی دی څو د اسلام حاکمیت تامین سي، مسلمانان په ارامه فضاء کي د اسلام احکام عملي کړي او عبادت په ښه شان سره ترسره کړي او د ظلم، فتنو او فسادو مخه ونیول سي نو دا اهداف لکه څنګه چي په جهاد حاصلیږي په صلحه هم حاصلېدلای سي (صلحه معنوي جهاد دی) ځکه نو د حدیبیې صلحه الله تعالی فتحه بللې ده: ( إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا) الایة. علماء لیکي چي په دغه صلحه سره ډير ستره فتحه ترلاسه سوه او امام شعبي رحمه الله فرمایلي دي چي په دغه صلحه سره نبي کریم ﷺ هغه څه ترلاسه کړل چي په غزا سره نه وه ترلاسه سوي.
  •  په صلحه سره د دین او ایمان ساتنه کیږي.
  •  صلحه اسلامي امت د اختلاف، افتراق او ډل بازۍ څخه ساتي. د اختلاف په وخت کي هر دښمن خوشحاله کیږي، مداخله کوي او ملت ضعیفه کیږي.
  •  په صلحه سره د مسلمانانو وینه، مال ، ناموس او عزت ساتل کیږي.
  •  صلحه پر فرد، ټولني او کورنۍ ډير مثبت تاثیر لري، د مسلمان په کور، کلي او ښار کي خپل منځي جوړ او محبت راځي.
  •  په صلحه کولو کي الله عزوجل ډير ستر اجرونه او ثوابونه ایښي دي.

 

 ۲ مسئله: د صلحي مشروعیت او جواز: د اسلام د فقهاوو پر دې اتفاق دی چي صلحه جایز ده او جواز یې په قران، حدیثو او اجماع باندي ثابت دی.

- د قران څخه جواز: وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (سورة الانفال:۶۱) همدارنګه (سورة التوبة: ۱-۷)
- د سنتو څخه جواز: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د قریشو سره تر لس کالو پوري د صلحي تړون وکړی.
 
- د امت اجماع: د ټول امت پردې اجماع ده چي د کفارو سره په مجموع کي صلحه جایز ده، خو واجب نه ده مګر په هغه صورت کي د ضرورت لکبله صلحه واجب ګرځي کله چي په صلحه نه کولو سره مسلمانانو ته داسي ضرر پیښيږي چي د هغه تدارک نه کیږي. (البحر الرائق، البدائع/موسوعة الفقهیة، المادة: الهدنة)
 
۳ مسئله: د صلحي د صحت شرایط: څلور دي:
اول شرط: د جمهورو فقهاوو (مالکیه، شوافع او حنابله وو) په آند د صلحه معاهده او تړون یوازي د مسلمانانو امیر کولای سي او یا د هغه نائب یې کولای سي، بیله دوی دوو څخه د بل چا لخوا تړون نه صحیح کیږي. او د حنفي فقهي فقهاء وايي چي د صلحي معاهده د مسلمانانو امام (امیر) او یا د هغه نائب هم کولایسي، همدارنګه د امام اجازه شرط نه ده نو که د مسلمانانو یوه ډله دغه د صلحي معاهده وکړي هم جواز لري. خو بیا هم مسئله د مسلمانانو د امیر فیصلې ته راجع کیږي هغه پدې ډول که چیري امام د صلحي د تعین سوي مودې تر مخه پدې تړون خبر سو نو بیا امام د صلحي د همدې تړون مصلحت ته ګوري، د مصلحت او نه مصلحت پر بناء د قبول یا تردید فیصله کوي. که یې دغه صلحه د مصلحت لکبله رد کړل نو بیا به د کفارو سره قتال شروع کیږي. (بدائع الصنائع والبحر) 
 
دوهم شرط: پدې صلحه کي به د مسلمانانو مصلحت وي. مصلحت دا دی چي پدې کي به د مسلمانانو لپاره شرعي مقاصد پوره کیږي. پدې ډول چي یا مسلمانان کمزوري وي او دښمن قوي وي او یا مسلمانان قوي وي خو د نورو وجوهاتو له مخي په صلحه کي مصلحت وي لکه د کفارو اسلام ته جلبېدل، یا د جزیې حاصلولو امید ، یا دوی د یو بل کفري طاقت په ماتولو کي مرسته کوي. (بدائع، فتح القدیر، بحر الرائق، المغني...)
 
دریم شرط: د صلحي د مودې تعین: پدې کي د فقهاوو اختلاف دی، شوافع او حنابله وايي چي د صلحي لپاره به موده تعین کوي. احناف او مالکي مذهب وايي چي که موده ټاکي هم صحیح دی او د مودې لپاره د خاص وخت تعین هم شرط نه دی (مالکیه وايي چي واجب حد نلري)، د وخت امام چي د خپل اجتهاد له مخي د مسلمانانو د مصلحت لپاره څومره وخت مناسب او ګټمن بولي جواز لري. (تبیین الحقائق، بحر، فتح القدیر/موسوعة الفقهیة) یعني د وخت د امام واجتهاد ته خبره راجع ده چي د اړتیا له مخي څومره موده مناسبه بولي، لکه څنګه چي نبي علیه الصلاة والسلام د مشرکانو سره (۱۰کاله) د صلحي تړون کړی وو، د مسلمانانو مصلحت ته کتل کیږي، نو تر دې زیات یا کم وخت هم کېدلای سي. (موسوعة الفقهیة /فقه الاسلامي وادلته)
 
څلرم شرط: په صلحه کي به فاسد شرط نه وي: امام یا امیر لره دا جایز نه ده چي په صلحه کي هغه شرط وتړي چي شریعت فاسد بللی وي. مثلاً: اسلامي هیوادونه به دوی ته خراج ورکوي، یا به مال ورکوي، حرم ته به داخلیږي، یا به په حجاز کي هستوګن کیږي، یا به خپل بندیان د دوی څخه نه اخلو، یا مسلمان یا مسلمانه ښځه کفارو ته سپارل، او داسي نور... که امام دا فاسد شرایط وټاکل، دا شرایط باطل کیږي او امیر به یې نقض کوي. دلیل: (سورة محمد: ایت ۳۵، سورة الممتحنة: ۱۰-۱۱) خو صلحه نه فاسیدیږي. (الفتاوى الهندية/موسوعة الفقهیة)
 
یادونه: ځیني خاص منع سوي شروط خاص موارد هم لري چي فقهي کتابونو راخیستي دي.
 
۴ مسئله: د صلحي صفت: جمهور فقهاء دا تړون (لازم عقد) بولي، کله چي د شریعت د اصولو مطابق صلحه وسي نو بیا به مسلمانان پدې تړون وفاء کوي، (سورة المائده:۱) (سورة التوبة: ۴) ترڅو چي د کفارو لخوا غدر نه وي سوی. کله چي صلحه کوونکی امیر وفات یا معزول سي، وروستنی حاکم دغه صلحه نه سي ماتولای. (فقه الاسلامي وادلته)
 
۵ مسئله: پر صلحه باندي پیسې او مال اخیستل:
مسلمانان په اضطراري حالت کي کولای سي صلحه د مالي عوض په بدل کي وکړي یعني کفارو ته پیسې ورکړي. همدارنګه لکه څنګه چي د صلحي په تعریف کي ذکر سوه مسلمانان کولای سي پر صلحه باندي د کفارو څخه مال یا پیسې هم واخلي ځکه صلحه په ایت شریف کي مطلق جایز سوې ده {وإن جنحوا للسلم فاجنح لها} پدې چي د صلحي څخه مقصد د شر دفع ده او دا مقصد (د شر دفع) چي په هره وسیله حاصلیږي جایز دی، پردې د فقهاوو اتفاق دی. (الدرمختار، فقه الاسلامي وادلته) 
 
۶ مسئله: د صلحي تړون د چا سره کیږي؟ 
صلحه د اهل کتابو (یهود او نصاری) او غیر اهل کتابو سره کیږي لکه څنګه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د بني قریظه د یهودو سره او د مکې د مشرکینو او نورو عربي قبایلو سره صلحه کړې وه. همدارنګه صلحه په ځینو خاصو صورتونو کي د مرتدانو سره او دا ډول د باغیانو سره کیږي خو د دوی (مرتدانو او باغیانو) څخه به مال نه اخلي. (مغنی المحتاج، فتاوی هندیه/موسوعة الفقهیة) او دا ډول د مسلمانانو سره صلحه کیږي.(فقه الاسلامي) ددې ترڅنګ د خاوند او مېرمني ترمنځ او د دوو دعوه کوونکو ترمنځ هم صلحه کیږي.
 
۷ مسئله: د صلحي حکم یا آثار: کله چي صلحه وسوه د دواړو جنګي طرفینو ترمنځ به جنګ ختمیږي، د دښمن ځان، مال، ښځي او اولادونه به په امن کیږي لکه د امان په عقد کي چي همداسي کیږي. او د دوی له طرفه به هم مسلمانانو ته امان وي، او د دوی باطل شرایط نه منل کیږي لکه مثلاً مسلماناني ښځي دوی ته سپارل. (فقه الاسلامي وادلته، جزء۸، کتاب الجهاد وتوابعه) د وخت پر حاکم او د هغه پر وروسته حاکمانو باندي دا واجب ده چي مقابل طرف کفار به د مسلمانانو د اذیت څخه ساتي ترڅو په کړي تړون باندي وفاء وسي، (سورة المائده: ایت۱).
 
۸ مسئله: که چیري یوه مسلمان ددغه مقابل طرف (کفارو) یو شی تلف کړی نو پر دغه مسلمان باندي تاوان ورکول لازم دی. که چیري دغه صلحه کوونکي (کفار) یو داسي هیواد ته ولاړ سي چي د هغه هیواد او مسلمانانو ترمنځ معاهده نه وي او مسلمانان په همدغه هیواد کي غزا کوي نو دغه صلحي کوونکي (کفار) به په آمن وي یعني هیڅوک دغه صلحه کوونکي کفار نسي زیانمن کولای ځکه د دوی سره د صلحي تړون سوی دی او صلحه د ځای په بدلېدو نه ماتیږي. (موسوعة الفقهیة)
 
۹ مسئله: صلحه څه وخت ماتیږي؟
که چیري صلحه د خاص مودې لپاره وي نو د مودې په ختمېدو صلحه هم ختمیږي او که د صلحي تړون مطلق ترسره سوی وي (عند الحنفیة) نو بیا د دښمن په مجموعي خیانت سره صلحه نقض کیږي. (فقه الاسلامي وادلته/موسوعة الفقهیة)
 
۱۰ مسئله: که صلحه د ټولو کفارو لخوا ماته سوه نو دا تړون نقض دی, نور دوی امان نلري او که ځينو کفارو نقض کړه او ځینو کفارو ددې نقض غندنه وکړه نو صلحه یوازي د نقض کوونکو په حق کي ماته ده. (بدائع الصنائع، البحر، المغني/موسوعة الفقهیة)
 
۱۱ مسئله: کله چي صلحه په اجماعي شکل د کفارو لخوا ماته سوه نو هغه کفار چي په اسلامي هیواد یا دارالاسلام کي پاته وي، پر مسلمانانو واجب ده چي هغوی به تر خپل هیواده سالم رسوي. (وعند نبذ العهد يجب إبلاغ من بدار الإسلام من أهل الهدنة إلى مأمنه) (موسوعة الفقهیة)
 
۱۲ مسئله: د یو کافر پر خلاف د بل کافر څخه کومک اخیستل: 
فقهاء کرام لیکي چي عموماً مسلمانانو لره نه ښايي چي د یو کافر څخه د بل کافر پر قتال مرسته واخلي مګر په اضطراري حالت کي پروا نکوي (إلا عند الاضطرار(بدائع). قد أجاز الأكثرون من أتباع المذاهب الأربعة الاستعانة بالكافر على الكفار، إذا كان الكافر حسن الرأي بالمسلمين، أي وكانت القيادة للمسلمين) یعني د څلورو مذاهبو اکثرو علماوو دا جواز ورکړی دی چي د یوه کافر څخه د بل کافر پر خلاف مرسته واخیستل سي که چیري دغه کافر د مسلمانانو په اړه ښه رایه ولري یعني دا چي قیادت د مسلمانانو په لاس کي وي. دلیل دا دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حنین په غزا کي د صفوان بن امیه څخه کومک اخیستی وو او د خزاعه قبیلې د مکې د فتحي په ورځ د نبي علیه السلام سره کومک کړی وو او د احد په غزا کي قزمان الظفري منافق چي یو مشرک وو د صحابه کرامو سره جنګ ته وتلی وو (چي اصلاً د قومیت په اساس جنګیدی). (البدائع، الکتاب مع اللباب، نيل الأوطار، القسطلاني شرح البخاري/فقه الاسلامي وادلته وایضا في الردالمحتار، کتاب الجهاد، فصل في كيفية القسمة) والله اعلم بالصواب
 
دا د صلحي په اړه د اسلام یو څو قوانین او بې شمیره ګټي دي، الله تعالی دي زموږ په هیواد او ټولي اسلامي نړۍ کي د خیر صلحه او ارامي راولي. د رسنیو پر تحلیلونو او د مختلفو خلګو پر مایوسه کوونکو خبرو، پیشګویي او اعتراضاتو باندي د اعتماد پر ځای باید مسلمانان د یوې مسئلې شرعي اړخ ځان ته معلوم کړي ترڅو د شریعت د اصولو څخه انکار ته ونه دریږي.
 
 
وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم.
 
 

سرته