تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مولانا محمد قاسم نانوتوي صاحب تقوا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 30, 2019
  0

  ژباړه: سیدعبدالرحیم "حسیني"

 

مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله د دارالعلوم دیوبند مؤسس او د خپلي زمانې د لویو ولیانو څخه وو. د زياتي تقوا څښتن وو. دده په اړه راځي، چي د مدرسې لپاره، چي به کوم مال راتلی د هر مال مُد به يې بېل بېل اېښووی او په ډېره ښه توګه به يې هر مال په خپل مصرف رساوه. یو وخت، چي به يې د همدې پیسو څخه د خپل شخصي کار لپاره مصرف وکړی نو سمدستي به يې یوه يوه انه ( د هغه وخت د پیسو نوم وو) په مدرسه کښي جمع او یو ځای کوله ، او دا به يې ویله: دا بیت المال دی ، موږ څوک یو،  چي په خپل ځاني مصرف يې خرڅوو؟! 

 

 حضرت مولانا ګیلاني رحمه الله لیکي:
د حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په مزاج کښي ګرمي ډېره وه، نو په دوبي کښي به یې يخ ځای ډېر خوښاوه. د دې مدرسې مهتمم حضرت مولانا رفیع الدین رحمه الله یوه یخه کوټه جوړه کړه ، مولانا رحمه الله ته يې وویل چي دغه سړه کوټه ستاسي په خدمت کښي ده، غرمه ارام هم په دغه کوټه کښي کوئ، مولانا صاحب ورته وويل: موږ څوک یو؟ دا حق یواځي د طالبانو دی. هيڅ وخت يې په هغه کوټه کې ارام نه کاوه، او هغه سخته ګرمي به یې ګالل.

 

مولانا صاحب رحمه الله د خپلي زمانې لوی محدث او محقق، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم رښتينی محبت کوونکی، د تواضع او خاکسارۍ مجسّم صورت وو، خلګو به چي په مولوي صاحب ورته اواز کاوه ، ده به ځواب نه ورکاوه او چاچي به په اصلي نامه اواز ور وکړ ، په ډېر خوشحالي او خندا به یې ځواب ورکاوه.

 

د ادب او احترام يې دا حال وو، چي کله به حج ته  ولاړی،  د مکې معظمې او مدینې منورې په کوڅو کښي به لوڅي پښې ګرځېدی خپل بوټونه یا چپلکي به يې په لاس کي نېولي وې او دا به يې ویل چي  په کومو کوڅو او مځکه کي نبي کریم صلی الله علیه وسلم پښې مبارکي ایښي وي، پر هغه مځکه زه څنګه  د بوټونو سره وګرځم؟!

 

الله جل جلاله دي موږته د دغو سلفو صالحینو پر نقش قدم باندي د تګ کولو توفیق راکړي. آمین یا رب العالمین ! 

 والسلام

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۴ ګڼه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته