تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت عیسی علیه السلام آخري نبي نه دی!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 29, 2019
  0

(د اوسني انجیل په ژبه)
ځواب: عبدالغفار جُبیر


د نوي عهدنامې په اخري کتاب (مکاشفه) کي راځي:


I am the Alpha and Omega
ژباړه: زه لومړی او اخری یم. (مکاشفه- ۱۷، ۸)


یوه ډله عیسایان وايي چي ددغه فقرې څخه نعوذبالله د عیسی علیه السلام خدايي معلومیږي! حال دا چي عیسی علیه السلام چي کله پیدا سو دده ترمخه څومره نبیان دنیا ته راغلي وه؟! خپل دده مور مریم علیها السلام دده تر مخه وه، نو ځکه پدې سره هغه لومړی نه سو، او په اوسنۍ بایبل کي عیسی علیه السلام د راتلونکي نبي اخرمان په اړه ښکاره وړاندوني کړي دي، تر ده وروسته محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دنیا ته راغلی نو ځکه اخر هم نه سو.


عیسايي نړۍ له دغې فقرې څخه دا اخلي چي حضرت عیسی علیه السلام وايي چي زه لومړی او اخرنی یم، یعني زما وروسته بل څوک نه راځي ؛ ددې تفصیلي ځواب:


۱:  په اوسني انجیلو(Red Letter Bible)  کي هغه خبرې چي سیدنا حضرت عیسی علیه السلام ته منسوبي دي هغه په سره خط سره لیکلي دي او هغه خبري چي و حضرت عیسی علیه السلا ته منسوبي نه دي هغه په تور خط باندي لیکلي دي، دغه د سره خط اندازه د ټوله بایبل ٪۱۰ سلنه نه کیږي، او دغه فقره په هغو کي نه ده راغلې، نو ځکه دغه د یوحنا خبري دي (کوم چي د اوسني انجیل لیکوال دی) او د حضرت عیسی علیه السلام وینا نه ده.


۲: یوحنا کوم چي ددې کتاب مؤلف بلل کیږي د عیسايي راهبانو ترمنځ معلوم نه دی مجهول دی، چي کوم یوحنا دی؟ یعني ددې کتاب په مؤلف کي اختلاف دی.


۳: بل دا چي کتاب د عیسی علیه السلام د ولادت څخه تقریباً ۹۵ کاله وروسته رامنځ ته سوی یعني اسمان ته تر پورته کېدو تقریباً ۶۵ کاله وروسته لیکل سوی دی. نو چي لیکوال یې مجهول دی د محتوا به يې څه حال وي؟


۴: ددې کتاب دا جمله د عیسوي مذهب په هغه څلورو مشهورو کتابونو کي شتون نلري او دا کتاب د مشهورو عیسايي ډلو ترمنځ هم هغه اعتبار نلري.


۵: دا مکاشفه کتاب د نوي عهدنامې اخري کتاب بلل کیږي چي اصلاً د خوبونو کتاب دی، او ښکاري چي په داسي حالت کي لیکلی سوی دی لکه یو څوک چي ډېر خوراک وکړي او بیا اپلتي وايي او یوه خبره یې حقیقت نه وي، صرف تخیل دی، زه یې یو څو بېلګي راوړم، تاسي قضاوت وکړئ:


او د تخت نه چاپېره څلور حیوانان وه چي وړاندي وروستو یې سترګي درلودې اول حیوان د زمري په شان، دوهم د غوايي په شان، دریم د بني آدم په شان، څلورم د الوتونکی عقاب په شان دی. حیوانانو هر یوه شپږ وزره درلودل او هر طرفته یې سترګي درلودې (شا، مخ، کښته، پورته.) (مکاشفه۴ باب: ۷- ۹)


یو پسه مي ولیدئ چي اووه (۷) یې ښکرونه او  اووه (۷) یې سترګي وې. (مکاشفه:۵ باب: ۷)


کله چي اولنۍ فرشتې سُرنا و غږوله نو اور او ژلۍ د وینې سره په مځکه راوورېدلې او د مځکي دریمه حصه یې و سوځوله او ټول واښه و سوځېدل. او چي دویمې فرشتې بله سُرنا و غږوله  پر لوی غر اور بل سو او هغه یې و سمندر ته و غورځاوه او د سمندر دریمه حصه وینه سوه .. کله چي څلورمه سُرنا وغږول سوه د لمر، ستورو او سپوږمۍ دریمه حصه یې وواهل او د دوی (لمر، سپوږمۍ او ستورو) دریمه حصه تیاره سوه .


ملخان د اسونو په شان وو مخونه یې د انسان په شان وه وېښته یې د ښځو په شان وه، غاښونه یې د زمري په شان وه، د اوسپني په شان یې زغري اغوستي وې، د هغوی لکۍ د لړمانو په شان  نېښ درلودل. د آسونو سرونه د زمرو په شان وه، د خولې څخه یې اور راوتئ او لکۍ یې د مار په شان سر درلودۍ چي خلک یې وهل. (مکاشفه ۹ باب)


یو اژدها (غټ مار) اووه (۷) سرونه او لس (۱۰) ښکرونه درلودل، او په سرونو یې اووه (۷) تاجونه وه. .... مار د خپلي خولې نه سیلاب و بهیوئ چي ښځه یو سي .(مکاشفه ۱۲ باب)


د سمندر یو حیوان لس (۱۰) ښکرونه او اووه (۷) سرونه درلودل او د هغه په تاجو کي لس (۱۰) تاجونه وه،  او په هر تاج کي یې د (کُفر) یو نوم لیکلی وو،.... دغه حیوان د پړانګ په شان وو، خو پښې یې د یږ وې، او خوله یې د زمري وه. (مکاشفه: ۱۳ باب)


۳:  د کاتولیکانو په ټوله بایبل کي چي (۷۳) کتابه دي او په ټول بایبل کي د پروتستانو چي (۶۳) کتابه دي دا نسته چي حضرت عیسی علیه السلام دي ویلي وي چي زه خدای یم او زما عبادت وکړئ، بلکې هغه ویلي دي چي زما رب زما څخه لوی دی، زه زما رب را استولی یم. حضرت عیسی علیه السلام د راتلونکي اخز زمان نبي وړاندویني کړي دي چي هغه ټولي وړاندویني (د الفاظو د تحریف کولو سربیره) د خاتم النبیین محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتګ باندي صدق کوي.


یادونه: اوس عیسايي نړۍ د بایبل د نوي عهدنامي په مکاشفې سره دلیل وايي چي په مکاشفه کي راغلي دي چي حضرت عیسی علیه السلام وايي چي ((زه اول او اخر یم)) حال دا چي ټوله مکاشفه تخیل دی، مولف خپل خوب بیان کړی دی او عموماً چي څوک ډیر خوراک وکړي دا ډول ګډوډ خوبونه ویني، تصور کوي او اپلتي وايي.

دغه ټول تخیل صرف د فلم په ډرامو کي جوړېدای سي او امکان لري او بس.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته