تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیکولرزم اسباب او عوامل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 30, 2019
  0

ليكنه: اسد الله انعام 

 

۲-۲-۲: نشرات او مطبوعات
 كوم كسان چى د سيكولريزم په خپرولو كى خپل توان او قوت مصرفوي، هغوی د نشرولو او خپرولو وسائل لكه ورځپاڼې، مجلې، راديوګاني، تلويزنونه او داسي نور یې په خپل كنترول كي راوستل ځكه دوى پر دى باوري او پوه سول چي دغه وسائل د يو عقيدې له منځه وړلو لپاره او د بلي عقيدې د پلي كولو لپاره، د يوې عقيدې پر ضد باندي نظر وركولو لپاره او د بلي عقيدې د ملاتړ كولو لپاره څومره اثر لري.
 
 
نو د سيكولريزيم د تبليغاتو لپاره او د اسلام د كمزوري كولو لپاره ددغه وسائلو څخه كار اخلي. په اوسني وخت كي ټولي رسنۍ لكه تلويزون، راديو، انټرنيټ او داسي نور د دښمن په لاس كي دي څه چي يې زړه غواړي هغسي كوي، هيڅوك یې مخه نه نيسي. (۲۶: ص:۷۰)
 
 
۲-۳: فکري جګړه
هغه جګړه چي د مسلمانانو د تسخيرولو او د هغوی د شريعت، عقيدې، فکر، کلتور، سلوک، اخلاقو او د ژوند د اسلامي بڼي د له منځه وړلو لپاره د ناپوځي وسائلو له لاري ددې لپاره پر مخ بيول کېږي ترڅو مسلمانان له خپل تشخص او پېژند ګلوۍ څخه محروم او په هر څه کي يې د غرب په تقليد اخته کړي فکري جګړه بلل کېږي.
 
د همدې جګړې يوه مهمه برخه داده، چي مسلمان امت په هر څه کي له اسلامه پردی کړل سي او د غرب پر لاره ئې روان کړي، په اسلامي نړۍ کي د علمانيت یا سیکولرزم د خپراوي يو مهم عامل همدا فکري جګړه ده، چي اسلامي امت ته ئې دا ناوړه پديده را انتقال کړل.
 
 
۲-۴: مستشرقين
دوی مختلفي لاري د خپلو اغراضو ته د رسېدلو لپاره په کار واچولې:
 
• پوهنتوني درسونه
• عربي لاسي نسخې راټولول او هغوی ته فهرست ورکول.
• تحقيق او نشر
• له عربي ژبي څخه اروپايي ژبو ته ژباړي.
• په مختلفو عربي او اسلامي څېړنيزو ډګرونو کي بېلابېل تاليفات کول او په اسلامي او علمي ټولنو کي ونډه اخيستل.
 
 
د مستشرقينو په لاس کي تر ټولو خطرناکه وسله، همدا تاليف دی، دوی پر اسلام باندي د طعن لګولو په اړخ کي په اسلامي جامه کي زيات کتابونه تاليف کړي دي، چي ځيني ئې په دې ډول دي:
 
د ويلين مور کتاب، (الاسلام) د الفردجيوم کتاب، (الاسلام) د هنری لامنس کتاب، (دعوة المآذنة) د کينيت کراج او (ترجمة القرآن) د آربري، (الاسلام) د زويمر او (مصادر الاسلام) د تسدل کتابونه دي. د مستشرقينو تر ټولو خطرناکه کتابونه د (دائرة المعارف، قاموس المنجد او الموسوعة الغربية الميسرة) په نومونو ليکل سوي دي.
 
 
کوم کتابونه چي په دې اړخ کي ليکل سوي دي د لاندي دښمنيو هڅه سوې ده:
 
• پر اسلام، قرآن او نبوت باندي طعن لګول.
• دا فکر خپرول، چی اسلامي فقه له رومي قوانينو څخه اخيستل سوېده.
• دا فکر خپرول، چي اسلام يوازي د روحي شعائرو څخه عبارت دی.
• يا دا چي اسلام د پرمختګ سره اړخ نه لګوي او شاتګ ته خلګ هڅوي.
• پر غربي اسلوب د ښځي د آزادی دعوت.
• د اسلامي تمدن او تاريخ داغداره کول.
• په اسلامي تاريخ کي د اسلام په وړاندي تخريبي حرکاتو ته د اصلاحي حرکات نوم ورکول.
• د مخکنيو تمدنونو احياء
• د غرب څخه د نظم او لادينيت اقتباس او د هغوی پر پله تلل.
• د نوي نسل تربيه په سيکولر بڼه
 
 
په پورته ډګرونو کي د مستشرقينو هڅي او کوښښونو په اسلامي نړۍ تر زياته حده پلي کړل سوي دي. (۲۳: ج :۲ ص:۶۹۰-۶۹۳)
 
 
۲-۵: منصرين (د نصرانيت خپروونکي)
دوی تر ډېره حده کوښښ کوي، چي په ټولنيزو ا و تربيتي ساحو کي خپلي هڅي سره متمرکزي کړي. تنصريانو علمانيت د خپلو نشراتو، کتابونو، تمثيلاتو، فلمونو او غربي ډوله زده کړو له لاري اسلامي ټولني ته را انتقال کړی دي، په دې ډګر کي د منصرينو وسائيل ډېر زيات دي، ځيني مهم به ئې ځني ذکر کړو:
 
 
• طب د تنصير د خپرولو په توګه استخدامول.
• اجتماعي او خدماتي خيريه چاري تر سره کول، لکه: دارالايتامونه، د فقراوو، محتاجينو او مساکينو لپاره خيريه مراکز پرانيستل.
• عام خلک او زده کړيان د تنصيري فعاليتونو لپاره استخدامول.
• رشوت عامول.
• مکتبې او صحافتي چاري په کار اچول.
• ټولني او ګوندونه جوړول.
• مسلماني ښځي بې لاري کول او پر غربي طرز او طريقه له خپلي عقيدې او کلتور څخه پردې کول.
• مشترک او مخلوط کانفرانسونه دائرول.
• خارجي بورسونه ته زمينه مساعدول.
• کله کله له قوت څخه کار اخيستل.
 
 
په همدې ډول نور ډېر زيات اسلوبونه او طريقې سته چي منصرينو د خپل هدف د رسېدو له پاره تر سره کړي دي، لکه د کليساګانو جوړول، د انجيلونو وېشل، تنصيري غونډي دائرول، اسلامي ټولنه د فساد لور ته ورټېل وهل، پر اعلام او تربيوي وسائلو ولکه راوستل، د اسلامي عقائدو او شعائرو توهين او سپکاوی کول، کوچنيانو ته د تصاويرو او.. وېشل او نور. (۷:  ج:۱، ص:۴۷)
 
 
ــــــــــــــــ
۲۶: يحيی، محمد الياس،  فکري جګړه
۲۳: موسوعة الميسرة في الأديان والمذاهب المعاصرة ، الندوة العالمية للشباب الإسلامي، دار الندوة العالمية، الطبعة الرابعة
۷: رحيلي، دکتور.حمود بن أحمد، العلمانية وموقف الاسلام منها، المکتبة الشامله، درېيم اصدار

سرته