تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په شعر کي د انځور جوړوني ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2019
  0

لیکنه: بشیر احمد بشارت 


که څه هم په کلاسیکه شاعري کي انځور جوړونه د پام وړ وه؛ خو په اوسنۍ شاعرۍ کي ډېره توجه ورته سوې ده او تر ډېره ئې دا تجربې بریالۍ هم دي.


په ادب کي انځوریزه ژبه خپل ځای د بیاني ژبي څخه جلا کوي، بیاني ژبه یوه کیسه راته کوي، مګر انځوریزه ژبه يې راباندي ګوري او لمس کوي يې. انځوریزه ژبه تر بیاني ژبي دقیقه وي او هره پېښه روښانه انځوروي. هغه څه چي موږ يې د یوې ذهني پروسې په لړ کي د دغه انځوریز کلام له برکته ګورو همدا ژبنی انځور دی؛ ځکه د کېمرې، فلم یا رنګ په وسیله نه دي ترسیم سوي، بلکي د کلیماتو او مفاهیمو په مرسته ترسيمیږي.

 

انځوریز کلام نثر او نظم دواړه په بر کي نیسي. دا چي زموږ  بحث د شعر د انځور څخه دی، نو وایو، چي شعر د ژبنیو انځورونو مجموعه ده، هغه شعري لوازم، چي د هغو په مرسته انځور جوړيږي پوهانو تشبیه، استعاره، مجاز او ځیني ښکلاوي بللي دي. 


راسئ، چي یو څو بیلګوته سر ورښکاره کړو: 


د خپل کور تیاره يې هېره وي په کور کي -  بُوره مور په هدیره کي څراغ بل کړي


دا بېلګه د خپل جوړښت له مخي دوه انځورونه لري، چي یو د کور تیاره ده او بل په هدیره کي څراغ بلول دي، چي یو مکمل انځور ځني تشکیل سوی دی،  د انځور توکي يې: د کور تیاره او په هدیره کي څراغ بلول عیني انځورونه دي، چي سترګو ته مخاطب دي.

 

انځوریز بیت یا ټوله شعر ځکه لوستونکي یا اورېدونکي ته خوند ورکوي، چي په انځور کي ټوله شیان خپله ویني او حسولای يې سي. 


زما د کور په سوځېدو دا خلک نه دي خبر
چي سره وايي دا لوګي له کومه ځایه راځي


د لته یو بل عیني انځور وینو، چي د ظلمت نخښي پکښي له ورایه ښکاري، چي د کور سوځېدل او د هغه څخه د لوګیو پورته کېدل دي، چي ضمناً مایوسي هم پکښي نغښتې ده او ددې ځانګړنو تر څنګ یو متحرک انځور ځني رغېدلی دی.


زما د لاس د تقدیر کرښي مزدورۍ وراني کړې

ته په نکریزو د لاسونو پټوې زخمونه


ددې بیت تر لوستلو وروسته به مو حتماً په ذهن کي د بېوسۍ یو انځور، چي د دوو لاسونو پرتله پکښي سوې ده جوړ سوی وي او سمدلاسه به مو د متکلم د لاسونو کرښي، چي تڼاکو پټي کړي دي په سترګو وینی او د مخاطب د لاسونو زخمونه، چي په نکریزو پټ سوي دي یو روڼ انځور ځني ترسیم سوی دی.

 

د لاسونو کرښي، د نکریزو  رنګ، د زخمونو جوړښت هغه کلیمې دي، چي زموږ ذهن ته ژر لار کوي، چي د رنګونو او شکلونو سره اړیکه لري. د سترګو هینداري دغسي انځورونه ډېر ژر تشخیصوي. 


چي مي یار رقیب ته وخندل په مینه -  په لاسونو یو دم ما کړې سترګي پټي
دا وګړي په تیارو کي دي لوی سوي-  په لیدو يې د رڼا کړې سترګي پټي


د هنر لوی صفت دا دی، چي په هغه کي منعکس او انځور سوی ژوند په ډېر قوت د انسان پر تفکر او احساس اغېزه وکړي. هغه ادبي اثر، چي زموږ احساس متاثره نکړي زموږ د تفکر دنیا ته ژر لاره نلري. ددې ځانګړنو په پام کي نیولو سره نوموړې بېلګه هم څو متحرک عیني انځورونه لري:

 

اول انځور: شاعر د خپل محبوب کیسه راته کوي او هغه څوک، چي دده رقیب دی دده محبوب يې پرضد په مینه ور سره خاندي.

 

دوهم انځور: تر پورته عمل وروسته شاعر د ډېري حيرانتيا په سبب، چي د خپل محبوب دوه مخیتوب ویني، نور ژر پر سترګو لاسونه نیسي. دلته د دواړو پيښو په نتیجه کي یو بشپړ انځور ترسیم سوی دی.

 

درېیم انځور: په تیارو کي د وګړو لويېدل د یوه قوم او یوه ملت، چي د ناخوالو او دربدریو په تورتم کي پټ دی یو مجموعي انځور وړاندي کړی دی.


څلورم انځور: کوم وګړي، چي په تیارو کي لوی سوي دي هغه طبیعي حالت راښيي، چي یو څوک له تیارې څخه رڼا ته را ووځي په لیدو يې سترګي بریښي، نو ددې عمل په نتیجه کي عکس العمل ښيي او پر سترګو  لاسونه نیسي.  دلته  رڼا یو انځور او د سترګو پټول بل انځور دی ددې دوو مسرو د یو ځای کېدو څخه هم یو بشپړ شاعرانه انځور رامنځ ته سوی دی. 

 

ما چیغي کړې چي یار مي قدم کښېښود پر زړګي
دوی وايي دا يې خوی دی، دا به تل ورباندي ږدي


د انځور حرکت د شعر پیښي پر مخ بیايي او انځور ژوندی کوي، دا نمونه هم یو ژوندی، خو ږغیز انځور په شعري چوکاټ کي په لاس راکوي؛ ځکه چي د یار د بېوفايي له اسیته پر زړه قدم ایښودل حسي انځور دی او د هغه له درد څخه چیغي وهل یو ږغیز انځور دی. او مخاطبین همدا د ظلم خصلت دده خوی او عادت بولي.

 

د چا ګیلې دي، چي پر لاره قدم ږدمه ځنګېږم؟
کوم غزلبول د روح رباب دی شرنګولی زما؟


د ناڅرګند کس د ګیلو له اسیته پر لاره ځنګېدل شاعرانه انځور دی. دلته ګیلې ږغیز انځور دی، چي د یو چا ږغونه په موږ اوري. دا انځور هم د لمس قابل دی او پرلاره قدم ایښودل یو متحرک او عیني انځور دی. او همدا رنګه په دوهم نیم بیتي کي د روح د رباب شرنګولو انځور د تخیلي ځواک په مرسته رغېدلی دی.

 

شاعر موږ ته ددې ارتباطاتو څخه د تخيل په زور د شیانو ترمنځ  اړیکي راښيي. په دې نیم بیتي کي رباب عیني انځور دی، چي د هغه وجود ليدلای سو، مګر د روح رباب مادي وجود نه لري د خیال په قوت په ذهن کي ترسیم سوی دی، چي دا بيا ذهني انځور دی. 


که شاعر او لیکوال په خپل کلام کي دغسي انځوریزي پیښي ترسیم کړي، نو اثر به يې د خاص زمان او مکان تابع نه، بلکي د بشري موجودیت سره موازې موجود وي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه

سرته