تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د مشهورو صحابه ؤ اسلام او سري دعوت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 3, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۵ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مشهورو صحابه کرامو ایمان قبلول او سري دعوت او عبادت

او د هغو کسانو څخه چي په اول او شروع کي په اسلام مشرفه سوي دي د ځينو نومونه په داسي ډول سره دي: بلال بن رباح الحبشي، د دې امت امين ابو عبيده عامر بن الجراح، ابو سلمه بن عبدالاسد، أرقم بن ابى الأرقم، عثمان بن مظعون او د ده دوه وروڼه (قدامه) او (عبدالله) عبيده بن الحارث بن المطلب، سعيد بن زيد او د ده ښځه فاطمه بنت الخطاب، چي د  عمر بن الخطاب رضی الله عنه  خور ده، خَباب بن الارت، عبدالله بن مسعود او ځيني نور رضی الله عنهم اجمعين، چي و دغو نفرو ته سابقون الاولون ويل کيږي، دغه ذکر سوي خلك په پټه مسلمانان سوي وه او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به د تعلیم او ښووني د پاره په پټه سره يو ځاى کول او دين به يې ور ښاوه، ځکه تر اوسه پوري دعوت سِرِي او فردي ؤ، کوم وخت چي به د دغو مسلمانانو څخه يوه نفر د عبادت کولو إراده وکړه، نو به يې د مکې مکرمې په شېلو کي د  قريشو د سترګو او ليدلو څخه ځان پټ او غائب کړى، هلته به يې په پټه سره د خپل رب عبادت کاوه.

 

او بيا چي د دغو مسلمانانو شمېر و ديرشو نفرو ته ورسېدى چي په دې عدد کي نارينه او ښځي دواړه داخل وه، بيا نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د دوى د اجتماع او تعليم د پاره د دوى څخه د يوه نفر کور اختيار کړی چي دغه کور د أرقم بن ابى الأرقم رضی الله عنه  كور  ؤ، ويل: دلته به د تعليم او دیني لار ښوونو دپاره سره يو ځاى کيږو. 

 

د سورة المدثر تر نزول وروسته پرله پسې وحيِ نازلېدلې چي د دغه وخت نازل سوي آياتونه د نفس پر پاکي او د ګنهو پر پرېښوولو مشتمل وه، د اور او جنت بيان به پکښي موجود ؤ، مومنان يې په داسي فضاء کي تربيه کول چي د دغه موجوده ټولني سره يې ډير فرق درلودى.


 د دغي مرحلې دعوت که څه هم سِرّي او فردي ؤ خو بيا هم و قريشو ته ځيني اخبار رسيدل، خو د قريشو کومه خاصه پروا نه په کېدل، امام غزالي رحمه الله وايي: 

 

د اسلام او اسلامي دعوت ځيني معلومات و قريشو ته و رسېدل خو سر يې نه په ګرځاوه، ښايي دوى دا  فکر کاوه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  به هم يو د هغو کسانو څخه وي چي د مخه پيدا سوي وه، چي په الوهيت او د الله جل جلاله  په حقوقو کي يې خبري کولې، لکه قَس بن ساعده او زيد بن عمرو بن نُفيل او داسي نور، خو بيا هم د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د اخبار د نشريدلو څخه او د هغه د تاثيره څخه د قريشو په زړو کي بېره پيدا سوه او د  ده صلی الله علیه وسلم  د دعوت مراقبت يې شروع کړى، پر دغه حال درې کاله تير سوه، بيا هم دعوت سِرّي او فردي دى، په دغه موده کي د مسلمانانو يوه کوچنۍ ډله جوړه سوه چي د دوى په منځ کي مطلق د  ورور ګلوى او تعاون ژوند ؤ او بيا داسي وحيِ نازلي سوې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې په دې سره مکلف کړی چي و خپل قوم ته د اسلام اعلان وکړه او د دوى د باطل دين په مقابل کي و درېږه او د دوى د بتانو ماهيت او اهميت بيان کړه.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته