تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د مکي دورې دوهمه مرحله ښکاره دعوت
  تعلیم الاسلام
  November 25, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۶ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مکي دورې دوهمه مرحله يا په ښکاره سره دعوت

 

کوم وخت چي د الله جل جلاله  دا قول نازل سو چي فرمايي: 
(
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ) [الحجر:۹۴]
يعني: اې محمّده! صلی الله علیه وسلم  جَهر او ښکاره کړه هغه شئ چي ته په امر سوى يې او مخ واړوه د مشرکانو څخه يعني: د دوى د خبرو او ويناوو هيڅ پروا مه کوه، په ښکاره ډول سره خپل تبليغ کوه، دوى په تا هيڅ نه سي کولاى. 

 

د دغه آيات په نزول سره  رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړل سو چي و اسلام ته دعوت عام کړه، يواځي دا نه چي خپل اقارب، دوستان او هغه څوک چي ستا پر شا وخوا دي هغه و اسلام ته دعوت کړې، يا! بلکه عام او ټولو خلكو ته د توحید او اسلام  دعوت شروع کړه، نو د دغې ورځي په سهار  رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اَبِى قُبَيس و غره ته وختى. 

 

د ابى قبيس غر هغه وکعبې شريفي ته تر ټولو نژدې غر دى کوم چي اوس پر هغه غره قصر جوړ سوى دى او د صفا د غونډۍ سره مښتى غر دى، دغه غر وکعبې شريفي او د قريشو د ناستي و ځايو ته ډېر نژدې ؤ او هر څوک چي د کعبې شريفي و طرف ته وي د غره شا، يعني: د غره هغه بل طرف نه ويني، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د ابي قُبَيس و غره ته وختى او په لوړ آواز يې ناري کړه: (وَاصَبَاحَا، وَاصَبَاحَا)  


دغه ناره د قريشو د خطر ناره وه، کوم وخت چي به د دښمن لښکر پر راغلى، يا به بل عمومي شر او خطر پيښ سو دغه ناره به يې کول، قريش د دغي نارې په اورېدلو سره پوه سوه چي خطر دى، پوښتنه يې وکړه چي ناره کونکى څوک دى؟ ويل صادق الامين، خلكو په خپل منځ کي سره نارې کړې: هلى ژر سى صادق الامين درواغ نه وايي خامخا يو خطر سته، نو ټول قريش د ابي قُبيس د غره سره و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را ټول سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: که زه درته و وايم چي د دغه غره تر شا يو مسلح لښکر ولاړ دى او غواړي چي پر تاسي حمله وکړي تاسي يې منى؟ قريشو ويل: هـو! موږ هيڅکله ستا څخه خلاف او درواغ نه دي اورېدلي. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمایل: زه تاسي د الله جل جلاله د هغه سخت عذابه څخه بېروم او زه و تاسي ته د الله جل جلاله  د طرفه رسول يم، دلته نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا چي نوم يې عبد العزْى او لقب يې ابولهب دى و ويل:(تبّاً لَکَ) تا لره دي هلاکت وي د دغه د پاره دي موږ راوغوښتلو، خپل ټول کارونه مو پرېښوول چي ستا دغه خبري واورو او ابولهب نورو خلكو ته و ويل: ځى ځى خپلو کارو ته مو ولاړ سى او خلك بيرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رهي سوه او ولاړل، خلك چا په بيرته تلو سره امر کړه؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ابولهب، نو ځکه د ده په باره کي دغه آياتونه نازل سوي دي:


تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ (۱) مَا أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ (۲) سَيَصْلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ (۳) وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ (۴) فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ (۵)

 

دا خو ابولهب ؤ چي د اولي ورځي څخه يې خپل ټول عمر د اسلام په دښمني کي تير کړى دى چي قصې به يې په وروسته کي درته راسي، همدارنګه د ده ښځه چي ام جميل ورته ويل کېده او د ابوسفيان بن حرب خور وه د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سر سخته دښمنه وه، دې به هميشه زوزان لرونکي لرګي يا ښاخلې را وړلې او د هغو زوزان به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لار کي ايښوول، کتل به يې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرکومه لار تيريږي په هغه لار کي به يې دغه زوزان کښېښوول، چي دغه زوزان د رسول الله  صلی الله علیه وسلم په مبارکو پښو ننوزي او آزار ورکړي، نو ځکه الله جل جلاله  و فرمايل:

 

وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ  يعني: د ده ښځه به د دوږخ د اور و لمبو ته په داسي حال کي ورننوزي چي  دوږخ ته به د لرګو د بار ور وړونکې وي. 


فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ  او د دې په غاړه کي به د اور رسۍ وي. 

 

د دغه آيات شريف په ترجمه کي ډير مفسرين وايي: چي په دوږخ کي به د دې په غاړه کي د اور اميل يا غاړګۍ وي ځکه دې يوه ډيره قيمت بها غاړګۍ يا امېل درلودى او دې به په لات او عزْى سره قسم ياداوه چي زه به دغه خپل امېل د محمّد صلی الله علیه وسلم  په دښمني کي مصرفوم، نو الله جل جلاله  به د دغه عمل په عوض په دوږخ کي د اور اميل يا غاړګۍ ور په غاړه کړي او د دې بد بختي مرګ په ډير عجب شکل سره پېښ سو، هغه دا چي دې يو وخت د بوټو يا لرګيو بار را اخستى ؤ، پرلاري ستړې سوه نو يې دغه بار پر يوه لويه ډبره کښېښاوه چي ځان هوسا کړي، د الله جل جلاله  په امر سره د بار رسۍ د دې په غاړه کي غوټه سوه او بار د ډبري شا ته و لوېدى، نو څه پيښه سوه؟ د ډبري يوه طرف ته بار ځړيږي او بل طرف ته د ابولهب ښځه ځړيږي، دواړه په يوه رسۍ تړلي دي او رسۍ د دې په غاړه کي غوټه ده ترڅو چي هغه خبيث روح او نَفَس يې وخوت.

 

دا د ابولهب د ښځي مرګ  ؤ او د ابولهب د مرګ  قصه به په وروسته کي واورى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته