تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غیر مسلمانان و اسلام ته څنګه داخل کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 22, 2019
  0

لیکنه: علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله 
ژباړه: عبدالغفار جُبیر


(يَسِّرُوا ، وَلاَ تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا ، وَلاَ تُنَفِّرُوا)
یو عیسايي ماته راغلی او راته وې ویل چي ما ته په دارالعلوم کي داخله راکړئ، چي عربي او اسلامي علوم زده کړم، او معلوم کړم چي کوم دین صحیح او کوم دین غلط دی. له دې وروسته به پرېکړه کوم چي ایا زه اسلام قبلوم که یا؟


ما ورته وویل: چي دا یو ستر او غټ کار دی ځکه دا ډېر وخت نیسي چي دا علوم زده کوې، ده راته وویل چي هیڅ خبره نه ده تر څو چي ماته حق نه وي واضح سوی زه یې څنګه قبول کړم؟ ما ورته وویل چي تاسي څه فکر وکړئ ددې د ویلو ضرورت نسته زه به یې در وښیم او تاسي عمل پر وکړئ، راته وې ویل چي هغه څه شی دی؟ ما ورته وویل چي د توحید عقیده ( چي خدای یو دی)، دا (توحید) نه درس ته اړتیا لري نه عربي ته. ده راته وویل چي صحیح ده زه اوس څه زده کړم؟


ما ورته وویل چي که چیري تاسي توحید  او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت منی بسم الله که همدا اوس مسلمان یې، هغه پاتي عبادات به بیا سره ګورو.  ده بیا راته وویل چي زه څنګه لمونځ وکړم، شیعه راته وايي چي داسي لمونځ وکړه، فلانی راته وايي داسي لمونځ وکړه اوس کوم طریقه لمونځ صحیح دی؟


ما ورته وویل چي تاسي اسلام هم پر عیسائیت باندي قیاسوی، د عیسایانو خو په بنسټیزو عقائدو کي فرق سته خو داسي په مسلمانانو کي نسته ، زموږ ټول مسلمانان چي هرڅوک دي په توحید او رسالت کي هیڅ توپیر او اختلاف نلرو، ټول سره برابر یو، په کومه طریقه چي لمونځ درته وښودل سي د الله جل جلاله څخه د هغه د کولو توفیق و غواړئ، د یوه ساعت خبرو وروسته یې راته وویل چي صحیح ده.


ما د شهادت کلمه ورته وویل او مسلمان سو،  بیا مي ورته وویل چي زما په شان لمونځ شروع کړئ، په کومه طریقه چي یې زه کوم، نور تاسي خپله څېړنه وکړئ، خو اوس په هغه ډول سره لمونځ کوه چي زه یې درښیم، بالآخره و دې ته اماده سو او لمونځ یې شروع کړ.


یوه شپه یې ژړل اوماته راغئ چي زه یو ځای ناست وم، چي ځینو خلکو راته وویل چي ورېښتان دي ډېر غټ دي او د سنت خلاف دي باید لنډ کړل سي، او پوښتنه یې وکړه چي ایا په دین کي تر ټولو لومړی کار دا دئ چي زه باید ورېښتان لنډ کړم؟ یا دا وکړم؟ یا دا...


ما ورته وویل چي هیڅ خبره نه ده هغه څه چي ما درته ویلي وه هغه عملي کوه.
(انعام الباری شرح صحیح البخاری ټوک: ۱، پاڼه: ۲۶۷/ شیخ الاسلام محمد تقي عثماني)


یادونه: موږ چي کله غیر مسلمانان  د اسلام د مبارک دین و دائرې ته داخلوو موږ تر ټولو لومړی پر توحید او رسالت باندي خبره ورسره کوو، له ایمان راوړولو څخه وروسته د فرضو د عملي کولو کوښښ کوو، بیا د واجبو، بیا د سنت مؤکدو او همداسي نور...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته