تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څو ودونو اړوند د نوي مسلمان څخه پوښتنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2020
  0
ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
مشهور برتانوی (کېټ سټیوینس) چي څو کاله وړاندي په اسلام مشرفه سوی دی او وروسته تر اسلام قبلولو یې نوم (یوسف اسلام ) غوره کړی هغه وخت د رسنیو د پام وړ وګرځيد چي کله په یو سفر باندي ترکیې هیواد ته تللی وو.
 
د ترکیې د خبري رسنۍ یو خبریال دده څخه پوښتنه کوي چي:
 
تاسو د هغه دین په اړه څه وایاست چي تاسو قبول کړ چي هغه دین یوه نارینه ته د څلورور ښځو په نکاح کولو اجازه ورکوي؟
 
دا کار له منطقي پلوه څنګه عادلانه ښوولای سی؟
 
 تاسي څنګه د غرب د یو اوسېدونکي او مشهوره سندرغاړي په توګه داسي دين قبلولای سی؟
 
یوسف اسلام په ځواب کي ورته وویل: تاسي زما په تېر حالت باندي پوهیږی. زما د اسلام قبلولو تر مخه زه د ډیرو ښځو سره اوسېدلم حتی شمېر یې هم رامعلوم نه وو او په دې هم نه پوهېدلم چي ما به له دغو ښځو څخه اولادونه لرل که نه.
 
ما چي څومره ناکاره ژوند مخته وړی، تاسي به ورته حیران سی.
 
اوس چي  زه مسلمان سوم نو صرف د یوې ښځي سره مي واده کړی دی او د دوهمي ښځي سره د واده کولو اراده نه لرم.
 
لکه څنګه چي اسلام و نارینه ته د څلورو ودونو اجازه ورکوي ددې ترڅنګ پر دغه نارینه باندي د ښځو او اولادونو اړوند یو لړ اصول او مسؤلیتونه ور د غاړي کوي.
 
خو دلته په غرب کي پر نارینه باندي داسي هیڅ مسؤلیتونه نسته، تر دې اندازې چي یو ماشوم خپل پلار نه پېژني او بېله دې چي خپل اولادونه حتی یو ځلي هم وویني دا کس دنیا پرېږدي او مري .
 
ـــــــــــــــــ
د نوي مسلمانانو قصې
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته