تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرسل، معضل او منقطع روایت پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2020
  0


لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مُرْسَل:
مرسل هغه خبر ته وايي چي د اسناد د پای څخه ئې راوي حذف سوى وي يعني د تابعي وروسته شخص چي صحابي دی هغه نه وي ذکر سوی. مثلا:  تابعي و وايي : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم کذا يا فعل رسول الله صلی الله علیه وسلم کذا يا فُعِلَ بحضرته کذا.


صحابه رضی الله عنهم ټول عادلان دي او د هر صحابي روايت منل کيږي خو مرسل ځکه د مردود په جمع کي شمېرل کيږي چي حذف سوی راوي نامعلوم دى، کېدلای سي چي هغه دي تابعي وي ځکه د تابعي ټول روایات د صحابي څخه نه دي بلکي ډير ځله تابعي د بل تابعي څخه روايت کوي حتی تر شپږو او وو تنو پوري ثابته سوې ده چي تابعين ځيني د ځينو څخه روايت کوي .


څرنګه چي په مرسل حديث کي دا احتمال سته چي حذف سوى راوي دي تابعي وي نو بيا په تابعي کي دا احتمال سته چي هغه دي ثقه يا ضعيف وي د هم دغو احتمالاتو له کبله مرسل د مردود په جمع کي شمېرل کيږي. که د تابعي عادت دا وو چي بېله ثقه راوي څخه د بل چا روايت ئې مرسل نه بيان کاوه  نو احناف او مالکيه دا ډول مرسل مطلقاً قبلوي .


د امام احمد رحمة الله علیه يو قول هم همدا ډول دى خو بل قول ئې د محدثينو د اکثريت په شان دی، چي په دغه ډول مرسل کي هم توقف کوي .


امام شافعی رحمه الله تعالی پورتنی مرسل حديث هغه وخت قبلوي چي د يوې بلي لاري څخه هم مسند يا مرسل رانقل سوی وي څو د دې  دوهمي لاري  په رانقل کېدلو د محذوف راوي د ثقه توب احتمال ترجيح پيدا کړي .


د احنافو څخه ابوبکر رازي او د ماليکيه څخه ابو وليد باجي وايي که يوه راوي هم د ثقه او د غير ثقه څخه ارسال کاوه نو د هغه مرسل بالاتفاق نه قبلېږي.


معضل :
معضل هغه خبر ته وايي چي د اسناد څخه ئې دوه يا د دوو څخه زيات راويان يو په بل پسي حذف سوي وي .


دا که د سند د سر څخه په متوالي يعني پرله پسې ډول حذف سوي وي هغه ته معلق هم وايي او که د سند د اخير څخه حذف سوي وي هغه ته مرسل هم وايي او که د سند د منځ  څخه حذف سوي وي هغه ته بيا  يوازي معضل ويل کيږي.


منقطع :
منقطع هغه خبر ته وايي چي د اسناد څخه ئې دوه يا د دوو څخه زيات راويان حذف سوي وي خو يو په بل پسي نه وي بلکي د يو سند د يوه ځای څخه او بل د سند د بل ځای څخه حذف سوي وي يعني د اسناد څخه ئې په غير متوالي ډول متعدد راويان ساقط سوي وي .


منقطع هغه خبر ته وايي چي د سند د منځ څخه ئې فقط يو راوي حذف سوى وي، ځيني منقطع هر هغه خبر ته وايي چي سند ئې متصل نه وي.


د وروستۍ اصطلاح له مخی معلق، معضل او مرسل ته هم منقطع ويل کيږي . البته د انقطاع وصف ډير ځله په استعمال کي د هغه خبر له پاره راځي   چي د تابعي کښته شخص ئې د صحابي څخه روايت کوي.

 

نور ان شاءالله بیا...


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته