تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې برکتونه
  مولوي نور الحق مظهري
  May 3, 2020
  0

د رسول  د امت سره دا د الله پاک لوی احسان دی، چي دوی ته يې د روژې مبارکه مياشت ورکړېده او دا مبارکه مياشت لکه الله پاک چي په قرآن کي او رسول الله 2 په خپلو احاديثو کي مبارکه بللې ده همداسي د برکتونو او ثوابونو څخه ډکه ده راځو ددې مبارکي مياشتي ځيني برکتونه بيانوو:

لومړی بركت: الله * دا مياشت د روژې لپاره ځانګړې کړې او تر نورو مياشتو يې ددې رتبه لوړه کړې، فرمايي:فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْه) ژباړ: څوک چي ستاسو څخه مياشت وويني نو حتما دي روژه ونيسي.

دوهم برکت: الله پاک په دې مياشت کي قرآن عظيم الشان نازل کړی دی هغه قرآن چي د انسان د دنيوي او اخروي سعادت لپاره اساسي قانون دی، لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ. ژباړه: د روژې مياشت هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوی دی، هغه قرآن چي د خلګو لپاره هدايت دی او د لارښووني او د حق او باطل تر مينځ د توپير کولو لپاره نښي دي.

درېیم برکت: په دې مياشت کي د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوږخو هغې تړل کيږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چي د رسول 2څخه روايت کوي: کله چي د روژې مياشت راسي نو د جنت دروازې خلاصي سي او د دوږخ دروازې بندي سي.

څلورم برکت: په دې مياشت کي شيطانان تړل کيږي تر څو د الله پاک مخلص بندګان د هغوی د وسوسو او فتنو څخه نجات پيدا کړي، حديث کي راځي: وصُفّدت الشياطين.[صحيح مسلم] يعني د روژې د راتللو سره شيطانان تړل کيږي.

پنځم برکت: دا مياشت د سخاوت او پېرزويني مياشت ده له همدې کبله په دې مياشت کي رسول M سخاوت ډېر کوی لکه په حديث کي چي راځي: رسول 2 تر ټولو خلکو سخي وو خو د روژې په مياشت کي  بيا تر اندازې زیات سخي وو.

شپږم برکت: څوک چي روژاتي ته روژه مات ورکول، په حدیث کي راځي: څوک چي روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کيږي، بېله دې چي د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل سي.

اووم برکت: په دې مياشت کي د پېشلمي په کولو کي الله پاک ډير فضيلت ايښی دی.

اتم برکت: عبادت کي د ثواب زیاتوب، حدیث کي راځي: مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنَ الْخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيهِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ. [شعب الايمان 224]

ژباړه: څوک چي په دې مياشت کي په يوه خصلت د خير ځان نژدې کړي،  نو داسي دی لکه هغه څوک چي په نورو مياشتو کي يې فرض اداء کړي وي او چي څوک په دې مياشت کي فرض ادا کړي نو داسي دی لکه په نورو مياشتو کي چي یې اويا 70 فرضونه ادا کړي وي.

نهم برکت: دې مياشت کي د يوې روژې په نيولو سره انسان د اويا کالو د سفر مسافت په اندازه د دوږخ څخه ليري کيږي: مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحيح البخاري 2840]

ژباړه: څوک چي يوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونيسي نو الله پاک به يې مخ د اويا 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه ليري کړي.

لسم برکت: توبه قبلیږي، په حديث کي چي راځي: وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ.[سنن ترمذي 3890]

ژباړه: د هغه انسان پزه دي په خاورو سي، چي مياشت د روژې ورباندي راسي او روژه بیرته ولاړه سي، خو ده ته بخښه و نه سي.

یوولسم برکت: د روژې په نيولو باندي د انسان لپاره ددې مياشتي مخکي د ټول عمر ګناهونه بخښل کيږي، په حديث کي راځي: څوک چي د روژې مياشتي روژه په ايماندارۍ او طلب د ثواب ونيسي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل سي چي ده مخکي کړي دي. [متفق عليه]

دوولسم برکت: په دې مياشت کي د روژې نيولو په سبب چي د بنده په خوله کي کوم بوی پيدا کيږي هغه بوی الله پاک ته د مشکو تر بوی هم ښه خوند ورکوي، په حديث کي راځي: وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ.[متفق عليه]

ژباړه: زما دي قسم وي په هغه ذات چي نفس د محمد دده په لاس کي دی، چي د روژاتي د خولې بوي الله پاک ته د مشکو تر بوی خوښ دی.

 دیارلسم برکت: ددې مياشتي پخاطر الله پاک مسلمان ته دوې خوشالۍ ورکړي دي. لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ.[متفق عليه]

ژباړه: د روژاتي لپاره دوې خوشحالی دي: کله چي روژه ماته کړي خوشاله سي او کله چي د الله پاک سره ملاقات وکړي په خپلي روژې به خوشحاله سي.

څوارلسم برکت: ددې مياشتي روژه نيول الله پاک خاص د ځان لپاره يو عمل بللی او په خپله يې پر هغه عمل باندي د ثواب ورکولو وعده کړېده. كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ.[متفق عليه]

ژباړه: د بني آدم هر کار دده لپاره دی بېله روژې ځکه روژه زما لپاره ده او زه يې ثواب ورکوم.

پنځلسم برکت: دا مياشت د مسلمان لپاره د شهواتو او عذابونو په مقابل کي ډال او سپر دی، په حديث کي راځي: وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ.[متفق عليه] يعني روژه د مسلمان لپاره سپر او ډال دی.

شپاړلسم برکت: په دې مياشت کي الله پاک داسي شپه ايښې ده چي د هغې  يوې شپې عبادت الله پاک ته تر زرو مياشتو چي تقريبا تر 83 کالو ډيريږي غوره دی. لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ. يعني د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده.
الله پاک دي مو ددې مبارکي میاشتي د یادو برکتونو څخه برخمن کړي. آمین

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته