تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه پوهېدای سو چي الله پاک راضي دی؟
 
  September 27, 2015
  0

رالېږونکی: فريد احمد پوپل

که له انسان څخه الله جل جلاله راضي سي، دا د ده لپاره  لويه نيکمرغي او ستر برياليتوب دئ، که ورڅخه ناراض سي، دا يي لويه تباهي، حقيقي بدمرغي، تلپاتي شرمندگي او د سختو عذابونو لامل او سبب دئ مطلب دادی چي زموږ لپاره په ژوند کي لومړنی مهم کار دا دئ چي الله جل جلاله له ځانونو څخه راضي کړو، نو څنګه به پوه سو چي الله جل جلاله زموږ څخه راضي دئ، اوکه ناراضه، د دي لپاره څونښي اواسباب سته، علماء کرامو هغه جمع کړي دي په دغو نخښو کي ځيني ټولنيزي دي، چي د ټولني سره تعلق لري او ځيني يې شخصي دي، چي د يوه شخص سره تعلق لري، دا بايد هر مسلمان په غور سره  ولولي او بيا دي د ځان او ټولني په هکله فکر وکړي چي څومره دا نخښي په موږ کي سته، که وي،نو د الله  جل جلاله  شکر دي ا دا کړي او پر هغو دي ثابت و اوسيږي، او که نه وي نو په ځان کي دې د راوستو کوښښ  وکړي.

هغه نښي دادی:

اول: په بعضو آثارو کي نقل سوي دي چي بني اسرائيلو له موسی علیه السلام څخه غوښتنه وکړه چي له خپل رب څخه دي پوښتنه وکړه چي کله له موږ راضي اوکله ناراضه وي؟ الله جل جلاله موسی ته وحي وکړه چي زه کله باران په خپل موسم کي واوروم، ستاسو د چارو واک نېکانو ته وسپارم او مالونه سخيانو ته ورکړم، نوپه دې وخت کي زه له تاسو راضي يم. او کله چي باران بې موسمه و اوروم، بد خلک مو مشران کړم او مالونه مو بخيلانو ته ورکړم، په دي وخت کي زه ناراض يم (قوت القلوب) دا نخښه د ټولني سره تعلق لري، يعني په عمومي توګه چي الله پاک جل جلاله راضي يا ناراض وي، نو دا نخښه تر سترګو کيږي.

دوهم: کله چي الله جل جلاله يو انسان د خير په کارونو ( په خپل طاعت او عبادت  کي) يي استعمالوي، دا د الله پاک جل جلاله د رضا علامه ده، چي الله پاک جل جلاله له دې انسان څخه راضي دئ نو کله چي يو څوک د ګناه په کارونو کي استعمالوي، د الله په نافرمانى کي يې لګيا کړي، دا له هغه انسان څخه د الله جل جلاله د ناراضتيا علامه ده. دي خبري ته الله پاک په خپل کتاب د حج په سورت کي اشاره کړي ده او داسي فرمايي چي ژباړه يي دا ده:

ته نه گورې يقيناً الله جل جلاله ته سجده کوي هغه څوک چي په اسمانو کي دي او هغه څوک چي په زمکه کي دي، او لمر، سپوږمۍ ستوري، غرونه، وني، زنده سر (څاروي او نور...) او ډېری له خلکو څخه او پر ډېرو باندي د عذاب فيصله ثابته سوې ده، څوک چي الله تعالی سپک کړي، هغه ته هيڅوک عزت ورکوونکی نسته، يقيناً الله تعالی هغه څه کوي  چي وې غواړي.

 په دي آيت کي اشاره ده چي څوک  الله پاک ته سجدې  کوي هغه مُکرَم او عزتمن بنده دئ، ځکه يې ځان ته په سجده کړی دی. په يوه اثر کي راغلي دي، چي د عطاء ابن ابي رباح رحمة الله علیه يوه مينځه وه، د شپي د لمانځه تر ادا کولو وروسته يې داسي دُعا وکړه: اى ربه! ستا د محبت له لامله چي له ماسره يې لري دا حاجت مي پوره کړه؟ عطاء ابن ابي رباح رحمة الله علیه ورته وفرمايل داسي مه وايه بلکي داسي ووايه چي اى ربه! زما د محبت له لامله چي  ستا سره يي لرم دا حاجت مي ترسره کړه؟ مينځي ورته وويل: که الله پاک راسره محبت نه درلودای، ځان ته به يې په عبادت باندي نه درولم، کله چي يې په عبادت درولي يم، له دې څخه معلومېږي چي د الله پاک را سره مينه سته عطاء بن ابي رباح رحمة الله علیه د دې ځواب په اورېدوسره د مينځي  فهم او پوهي ته حيران سو.

په حديث شريف کي هم دا خبره راغلې ده چي ان الله اذا احب عبدًا استَعمَله قيل و کيف يستعمله؟ قال يوفقه لعمل صالح قبل الموت (رواه الترمذي) کله چي د الله پاک يو بنده خوښ سي، نو هغه استعمال  کړي چا و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل : څنګه يي استعمالوي؟ وي فرمايل: تر مرگ مخکي د نيک عمل توفيق ورکوي.

دريم: کله چي د انسان زړه د الله جل جلاله له محبته ډک سي دا هم د الله پاک د رضا نخښه ده الله پاک فرمايي: يُحبُهُم وَيُحبُونَهُ. مينه به لري الله پاک د دوئ سره او دوی به د الله جل جلاله سره مينه لري. په دي مبارک آيت کي الله پاک خپل محبت د دوی د محبت سبب ښودلى دئ، يعني د دوی  سره د الله پاک د ميني او محبت لامل دا دئ چي دوئ د الله جل جلاله سره مينه لري.

 څلورم: د الله پاک د کتاب قران سره تعلق ساتل.

دا هم د الله جل جلاله د رضا يوه لويه علامه ده لکه څنګه چي  له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: قرآن لولئ ځکه قرآن د قيامت په ورځ ډېر ښه سفارش کوونکئ دئ، قرآن به وايي: اې ربه! دا د قرآن لوستونکي، ته د عزت ګېڼه ورواغونده، نو د عزت ګېڼه به ورواغوستل سي بيا به ووايي اې ربه! ده ته د عزت جامي ورواغونده، نو هغه به هم ورواغوستل سي بيابه ووايي اې ربه! د عزت تاج ورپر سرکړ،اې ربه ورڅخه راضي سه، ستا تر رضا وروسته بل څه نسته! (رواه الدارمي واسناده صحيح)
 


پنځم: اخلاص، لمونځ او زکات: له انس ابن مالک رضی الله عنه روايت دئ چي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: څوک چي له دنيا څخه په داسي توگه بيل سي چي د الله جل جلاله لپاره (اخلاص کوي په عبادت کي)، بل چا ته په هيڅ قسم عبادت کي برخه او حصه نه ورکوي) لمونځ يې کړی وي او زکات يې ورکړی وي، په داسي حال کي به مړ سي چي الله جل جلاله به ورڅخه راضي وي. (رواه ابن ماجة واسناده حسن)

شپږم: د الله تعالی رضا په دي هم معلومېږي چي، يو انسان په هغو کارو کي بوخت وي کوم چي د الله تعالی د رضا اسباب دي، چي هغه تقريباً شل عملونه دي (انشاء الله تعالی په نژدي راتلونکي کي به هغه هم، د الله پاک په توفيق سره ستاسو درنو لوستونکو سره شريک کړو).

اووم: له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ان الله قسم اخلاقکم کما قسم ارزاقکم، و ان الله يعطي الدنيا من يحب و من لا يحب و لا يعطي الدين الامن احب، فمن اعطاه الله الدين فقد احبه، و الذي نفسي بيده لايسلم عبد حتی يسلم قلبه و لسانه، و لا يؤمن حتی يأمن جاره بوائقه (رواه احمدوالبيهقي وکذا في المشکات).

ژباړه: الله پاک ستاسو اخلاق هم داسي در تقسيم کړي دي لکه څنګه چي يي ستاسو روزي تقسيم کړې ده، الله پاک دُنيا (مال) خوښ او ناخوښ دواړو ته ورکوي خو دين يوازي هغه چا ته ورکوي چي خوښ يې وي، نو چا ته چي الله پاک دين ورکړي نو دا سړى يې خوښ دئ، په هغه ذات مي دي قسم وي د چا په لاس کي چي زما ساه ده، يو بنده تر هغه مسلمان نسي کېدای تر څو چي يې زړه او ژبه اسلام رانه وړي، او ايمان والا نسي کېدای تر هغو پوري چي څنګلور ګاونډی د ده له تکليفه څخه خوندي نه وي. له دي حديث څخه معلومه سوه چي الله پاک له دينداره خلکو راضي وي ځکه يې ورته د ديندارى توفيق ورکړی دئ نو دينداري هم د الله پاک د رضا يو څرګندونکې ده.

اتم: بله علامه د الله پاک د رضا دا ده چي الله پاک چا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو سنتو د تابعدارۍ توفيق ورکړي. دا د دې څرګندوني دې چي له دي سړي څخه الله جل جلاله راضي دی، الله تعالی فرمايي: قُل ان کُنتُم تُحبُونَ اللهَ فَاتبعوني يُحببکُمُ اللهُ ويَغفرلَکُم ذُنُوبَکُم وَاللهُ غَفُورٌرَحيمٌ (آلعمران الاية٣١) ژباړه: ورته ووايه اې پيغمبره صلی الله علیه وسلم که تاسو د الله تعالی سره مينه لرئ، زما تابعداري وکړئ، الله پاک به تاسو سره مينه او محبت وکړي، ګناهونه به مو در وبخښي او الله پاک بخښونکئ او مهربان دئ. په دي آيت کي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په  تابعدارۍ کي د الله جل جلاله د محبت حاصلولوو لوري ته ترغيب (هڅونه) ده. له دې آيت څخه په څرګند ډول معلوميږي، چي د الله جل جلاله محبت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو طريقو د عملي کولو سره تړلی دئ، معلومه خبره ده چي د چا سره الله پاک محبت او مينه لري نو خامخا ورڅخه راضي هم دی، الله پاک دي موږ ته خپله رضا را په برخه کړي.

 د تعلیم الاسلام مجلې د ۵ ګڼې څخه

سرته