تازه سرليکونه
د (ورځنى حديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قهر او درد علاج
 
  January 12, 2012
  0

سليمان ابن سرب رضي الله عنه وايي چي موږ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، دوو نفرو ښکنځل سره کول، هغه يوه و هغه بل ته ښکنځل کول چي د ډېر قهر او درد څخه يې مخ تک سور وو. نو نبي اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ما ته يوه داسي کلمه معلومه ده که چيري ( دغه نفر چي په غضب کي دی) دغه وينا ووايي نو دغه قهر او غضب به دده څخه ولاړ سي. (هغه کلمه داده): اعوذو باالله من الشیطن الرجيم (زه د ترټل سوي شیطان د شر څخه په الله باندي پناه غواړم). نو صحابوو رضي الله عنهم هغه نفر ته وويل چي ايا د نبي صلی الله علیه وسلم خبره نه اورې؟ هغه نفر چي ډېر درد ورغلی وو وويل: زه خو لېونی نه يم. متفق علیه

سرته