تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عاقد اهليت او اهليت نه لرونکي
 
  February 10, 2012
  0

هر تړون که څه هم په ايجاب او قبول مُنْعَقِد کيږي خو د هر چا ايجاب او قبول ته اعتبار نه ورکول کيږي ، بلکي د هغه عاقد ايجاب او قبول ته اعتبار ورکول کيږي کوم چي د تړون اهليت او وړتيا ولري :
تړون کوونکي پر درو ډلو وېشل کيږي :

پوره اهليت والا.
نيمګړى اهليت والا.
اهليت نه لرونکي .

هغه کسان چي پوره او کامل اهليت لري هغوى هر ډول تړون کولاى سي .
هغه کسان چي د نيمګړي او ناقص اهليت څښتنان دي د هغوي ځيني تړونونه ځاى پر ځاى  صحيح کيږي ، ځيني يې د ولي پر اجازه موقوفه کيږي او ځيني نور يې بيا بيخي لغوه او باطليږي 
هغه کسان چي بيخي اهليت نه لري د هغوى هر نوع تړون نه صحيح کيږي .

اهليت نه لرونکي
هغه څوک چي عقل او تمييز نه لري هغه د هيڅ نوع تړون وړتيا او اهليت نه لري لکه ليونى او
غير مُمَيِّز  کوچنى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته