څانګه: نکاح نيټه: February 15, 2012
       
ولي او فضولي

 ولي


نابالغه کوچنی او لېونی د فقهي په اصطلاح کي قاصر بلل کیږي ، دوى د عقل نه درلودلو لکبله خپله نکاح نه پخپله تړلاى سي او نه يې د وکیل په ذریعه تړلای سي . ځکه لېونى او نابالغه کوچنی د شریعت د قانون له مخي د دې وړ او اهل نه دي چي هغوى خپله نکاح پخپله یا د وکیل په ذریعه د بل چا سره وتړي .
 
د قاصر یعني د نابالغه کوچني او لېوني د نکاح اختیار چي په شریعت کي کوم کس ته ورکول سوى وي هغه ته د دې قاصر ولي وايي . د نابالغه هلک او نابالغي نجلۍ د نکاح ولي په لومړي ځل کي پلار او بیا يې د پلار پلار دى ، که پلار او نیکه يې نه درلودل بیا یې د پلار اولادونه یعني وړونه او بیا وراره ګان دي .
که پلار يې نارینه اولادونه نه درلودل بیا یې د نیکه اولادونه یعني اکاګان او بیا د هغو زامن یې ولیان بلل کیږي .  د اولیاوو صلاحیت او واک ځان ته ټاکلی حد لري د اولیاوو د پېژندني او صلاحیتونو تفصیلي بحث د فقه المبتدي په دریم ټوک کي ان شاء الله راځي . 

فضولي
 فضولي هغه تړونکي ته وايي چي پر خپل سر د  بل چا د پاره نکاح یا بل عَقْد تړي ، دا په داسي  حالت کي چي دی د هغه لخوا نه وکیل ټاکل سوى وي او نه یې شرعا ولي وي . د اصیل ، وکیل او ولي د نکاح تړون د ایجاب او قبول وروسته نافذ او لازم کیږي . د فضولي د نکاح تړون د اصیل پر اجازه موقوف کیږي ، که اصیل د فضولي تړون قبول کړي اجازه ورکړي هلته بیا دا تړون لازم او د اعتبار وړ بلل کیږي ، خو که اصیل د فضولي تړون رد کړي بیا د فضولي تړون ته هیڅ اعتبار نه ورکول کیږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح