څانګه: حدیث شریف پښتو ژباړه نيټه: February 15, 2017
       
د نبي عليه السلام مبارکه څېره (الحديث)

 ابو رافع وايي چي قريشو زه رسول الله (ص)  ته ولېږلم خو څه مهال چي ما رسول الله وليدی (نو دده مبارک په ليدو سره) الله تعالی زما په زړه کي د اسلام مينه واچول. ما نبي کریم ته وویل چي ای د الله رسوله! والله زه بيا قريشو ته نه ورځم. نبي اکرم وفرمايل چي زه خپل عهد او وعده نه ماتوم او نه زه د یوه قوم قاصد راګرځوم مګر ته ولاړ سه! که چيري دغه د اسلام شوق او رغبت چي اوس ستا په زړه کي دی که وروسته هم ستا په زړه کي وو نو بيا بيرته راسه. ابو رافع وايي: زه قريشو ته ولاړم او بيرته رسول اکرم ته راغلم او اسلام مي قبول کړی. رواه ابوداؤد

 
د همدې برخي نور توکي

دیوبند ته د کندهار د علماوو سفر!