تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- که څوک غاښ ډک کړي نو غسل...؟
 
  February 27, 2012
  0

 سوال: که چا یو غاښ ډک کړی وي نو غسل یې صحيح کیږی او که نه؟   


د سوال کونکي نوم :  اباسين 

جواب : د غاښ ډکول جايز دي، نو ځکه که چا غاښ ډک کړى وي د هغه غسل صحيح دئ . د غاښ د ډک کولو له پاره علماء د عرفجة رضي الله عنه په روايت استدلال کوي : عَنْ عَرْفَجَةَ بْنِ أَسْعَدَ قَالَ أُصِيبَ أَنْفِي يَوْمَ الْكُلَابِ فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَاتَّخَذْتُ أَنْفًا مِنْ وَرِقٍ فَأَنْتَنَ عَلَيَّ فَأَمَرَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أَتَّخِذَ أَنْفًا مِنْ ذَهَبٍ ( رواه الترمذي )

ژباړه : عرفجة رضي الله عنه وايي : زما پزه د جاهليت په زمانه کي د كلاب د جنګ په ورځ پرې سوله نو ما د سپينو زرو پزه جوړه کړه هغه بد بوى کاوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته امر وکړ چي د سرو زرو پزه جوړه کړم . 
دا ډول هم جايز ده چي د چا غاښ وخيږي او د هغه پر ځاى په زامه کي د پاکو موادو څخه جوړ سوى غاښ نصب کړي په بدايع الصنايع کي وايي : وَلَوْ سَقَطَ سِنُّهُ يُكْرَهُ أَنْ يَأْخُذَ سِنَّ مَيِّتٍ فَيَشُدُّهَا مَكَانَ الْأُولَى بِالْإِجْمَاعِ وَكَذَا يُكْرَهُ أَنْ يُعِيدَ تِلْكَ السِّنَّ السَّاقِطَةَ مَكَانَهَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ وَلَكِنْ يَأْخُذُ سِنَّ شَاةٍ ذَكِيَّةٍ فَيَشُدُّهَا مَكَانَهَا وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ لَا بَأْسَ بِسِنِّهِ وَيُكْرَهُ سِنُّ غَيْرِهِ قَالَ وَلَا يُشْبِهُ سِنُّهُ سِنَّ مَيِّتٍ اُسْتُحْسِنَ ذَلِكَ.  

ژباړه : او که د چا غاښ وخيږي د هغه پر ځاى د مړي غاښ په زامه کي نصبول زموږ د ټولو امامانو په آند کراهيت لري همدا ډول هغه خپل ختلى غاښ بيرته په زامه کي نصبول هم د ابو حنيفة اومحمد رحمهما اللّه په آند کراهيت لري بلکي د ختلي غاښ پر ځاى د حلال سوي پسه غاښ ځاى پر ځاى کولاى سي او ابو يوسف رحمة الله علیه وايي : خپل ختلى غاښ که بيرته په زامه کي ږدي کراهيت نه لري او د بل غاښ په زامه کي نصبول بياکراهيت لري . ( و الله اعلم )
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته