تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2022
  0

 احسان الربي  انفال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تيارې هري خواته خپله ارته لمن غوړولې وه او د انسانانو بينا سترګي يې ړندې کړي وې .هيڅ څوک نه پوهېدى چي اصلي منزل يې چيري او دکوم مقصد لپاره د ژوند پر نيلي سفر کوي شراب خوړل، بدلمني او قماريې د ژوند دود ګر ځېدلى وو .


د مستحق حق او پر مظلوم ظلم کول يې د ځان وياړ باله باطل ته يې د حق جامه وراغوستې وه او حق يې له منځه وړى وو، ټول د بت پرستى په دام کي ګير او دالله عز و جل د وحدانيت څخه غافل وه، د ځمکي مخ د تورتم په ټغر فرش وو او ټول انسانان په دې   تورتم کي لالهانده وه.


په دې تيارو کي الله عز و جل د  خپل لار ورکو بندګانو د خواخوږۍ لپاره خپل استازى د روښانه څراغ سره راولېږئ ترڅو دا نا بينا انسانانو ته حقه لاره وښيي او خپل اصلي منزل ورته په ګوته کړي.


دا روښانه څراغ چي قران يې بللاى سو ډېرو  وګړو ورڅخه ګټه پورته کړه او خپل مقصد ته يې  ځان ورساوه او دهغه الهي استازي چي هر باطل يې له منځه يوړ او ټول الهي احکام يې د نړي هر کونج ته ورسول او دانسانانو زړونه يې  د ايمان په نور روښانه کړه محمد صلی الله عليه وسلم يې بللاى سو.

 

 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته