تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوږې خبري
 
  March 11, 2012
  0

١: عقل د دنيا بنياد دى ، اوعقل دعلم بنياد دى، اوعلم د صبر بنياد دى. 

٢: خادم جوړ شه ، مخدوم مه جوړيږه ، ځکه چي خادم جوړېدل د سعادت وجه ده. 

٣: په زهد او رضا کي فضليت په دي حاصل دي ، چي څوک په رضا راضي شي ، هغه له خپل حق نه زيات نه غواړي. 

٤ : څنگه چي په جنت کي ژړا عجيبه خبره ده، په دنيا کي خندا عجيبه خبره ده ، ځکه ، چي جنت د ژړا ځاى نه دى، او دنيا بيا د خندا ځاى نه دى. 

٥ : درې خاصيتونه پرناپوهي بالادي .

اول : بي له کومي وجي خندل .
 دوهم : د ورځي او شپې له بيدارۍ نه تېښته کول . 
دريم : پخپله عمل نه کول نورو ته نصيحت کول .  

٦ : الله جله جلا له فرمايي ، څوک چي ما ياده وي ، زه هم هغه ياده وم . او څوک چي ماهېره وي ، زه هم هغه هېره وم  . 
 
 

سرته