تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زنا لومړنی زينه
 
  March 14, 2012
  0
رالېږونکی: حافظ عزت الله- کندهار
 
مولانا شبير احمد عثماني رحمة الله عليه په خپل تفسير عثماني (کابلي تفسير) کي ليکي: نامحرمه ښځو ته کتل د فحشاوو لومړنی زينه ده په داسي ډول چي ګويا په دغه کيلۍ باندي د فحشاوو قلف خلاصيږي. همدا لامل دئ چي قرآن کريم په دې موخه چي فحشاوي په ټولنه کي له منځه ولاړ سي لومړي يې ناروا ديد منعه کړی دی او نارينوو او ښځو ته يي امر کړی دئ چي د خپل ځان مراقبت وکړي. که په ناببره توګه  ديو چا سترګي پر نامحرمه ښځي باندي ولګيږي دستي به خپلي سترګي بلي خواته اړوي او د دوهم ځل لپاره به نه ورته ګوري. که څوک دا کار د ځان لپاره عادت وګرځوي يعني خپلي سترګي ټول عمر د نامحرمه ښځي د ليدلو څخه منع کړي نو ډير ژر به د خپل نفس تزکيه وکړي دا که لومړی سترګي لګېدل دانسان په اختيار کي نه وي نوځکه معاف سوي دي:
 
د ایت ژباړه: (اي رسوله! مؤمنانو ښځو ته ووايه چي خپلي سترګي د نامحرمه نارينوو د ليدو څخه کښته کړئ).
 
د نارينوو او ښځو لپاره د عفت ساتني بهترينه لاره د سترګو ساتنه ده په کومه ټولنه کي چي موږ ژوند کوو بي حجابئ او بي حيايي بيخي زياته سوې ده په داسي حالاتو کي بايد انسان لومړي په خپل زړه کي الهي بيري ته ځای ورکړئ او پر دې خبره پوره   باور وکړئ چي الله جل جلاله زما پر ټولو کړنو باندي پوره علم لري که څوک لومړی دا کار وکړي خلاصون به يې تر لاسه کړي وي ځکه پرهيز دالهي بيري په اندازه وي.
  
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته