تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مجوسيانو (اور لمانځونکو) اختر- نوروز
  تعلیم الاسلام
  March 18, 2012
  0

 تحقيق او ژباړه: احمدشاه امين 


په دې ځاى کي تر ډېره کوښښ سوئ دئ، چي د نوروز د ورځي د لمانځني د حرمت په اړه ځيني هغه حقايق را وسپړل سي، چي د اسلامي امت د سلفو له لوري په څوندي بدرنګۍ د دې ورځي بدي بيان سوې ده او موږ په ډېره بې غوري او ډېرو ښو احساساتو د هغې و لمانځني ته څونده زيات معتقد يو.
 
د نوروز تاريخي بهير:
 
د نوروز د لمانځني تاريخ د رواياتو له مخي په لومړي پلا د جمشيد پاچا په وختو کي را پيل سوئ دئ او بيا يې په نړۍ کي خپل مخ د بشر په سترګو کي و اخښئ. په دې اړه لاندي تاريخي روايت را نقلوو:
 
﴿ قال الشيخ محمد السفاريني: قال أصحاب الأوائل: أول من أكد النيروز (حشميد الملك) وفي زمانه بعث هود على نبينا وعليه السلام, وكان الدين قد تغير, ولما ملك (حشميد) جدد الدين, زأظهر العدل, فسمي اليوم الذي جلس فيه على سرير الملك (نيروزًا). كما في "المباح"، "أي اليوم الجديد" ﴾. [تشبه الخسيس باهل الخميس، اول جز، ٢٣ مخ]
 
ژباړه: شيخ محمد السفاريني ويلي دي، چي اول جشميد پاچا دغه ورځ لمانځلې او تائيد کړې ده او د ده په زمانه کي هود عليه السلام د پېغمبر په صفت لېږل سوئ وو او دغه دين تغيير کړئ وو؛ نو کله چي جمشيد پاچا سو دغه دين يې نوئ کړئ، پر خلګو يې عدل قائم کړ او هغه ورځ، چي دى د پاچاهۍ پر تخت کښېنستئ هغه ورځ يې د (نوروز) په نامه و نومول.
 
د هغې زمانې خلګو، چي خپل پاچا يې د خدايي په مقام کي منلئ وو، د نوروز په ورځو کي به و ده ته را تلل او ښې تحفې به يې ورته را وړلې او شپږ ورځي به دا کار روان وو، چي په ترڅ کي به يې جمشيد د هغوئ غوښتني ور پوره کولې او دا خلګو به د هغه له پاره د ډېر اوږده عمر دوعاء ګاني هم کولې.
 
د نوروز له لمانځني څخه د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  له لوري منع:
 
﴿ عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ».﴾ [سنن ابي داؤد، باب صلاة العدين، اول جلد]
 
ژباړه: د حضرت انس  رضي الله عنه  څخه روايت دئ، دى وايي، کله چي رسول الله  صلی الله عليه وسلم  و مدينې منورې ته هجرت را و کړ او د مدينې د خلګو دوې د خوشالۍ ورځي (نوروز او مهرګان) وې، چي خوشالۍ به يې پکښي کولې، نو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: دا کومي دوې ورځي دي؟ دوئ و ويل، چي په دغو دوو ورځو کي به د جهالت په وختونو کي موږ خوشالۍ کولې. نو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  و فرمايل: بېشکه الله تعالى د دغو دوو ورځو په بدل کي تاسي ته تر دغو ورځو خير در کړې، چي دغه ورځي د لوئ او کوچيني اختر ورځي دي.
 
د نوروز په مورد کي د امير المؤمنين حضرت عمر  رضي الله عنه  پرېکړه:
حضرت عمر  رضي الله عنه  د مجوسو د ژبي له زده کړي څخه منع کړې وه او د دوئ په اخترونو کي يې له شرکت څخه ډېر سخت بد وړل، ځکه له دوئ سره د هغوئ په محافلو کي ګډون کول عيني د هغوئ د کلتور، عقيدې او کړووړو د تائيد په معنا سره دئ.
 
﴿ أن عمر رضي الله عنه: (( اجتنبوا أعداء الله في عيدهم )). أليس نهياً عن لقائهم والاجتماع بهم فيه؟ فكيف بمن عمل عيدهم؟ وأما عبد الله بن عمر - رضي الله عنهما - فصرح أنه : من بنى ببلادهم ، وصنع نيروزهم ومهرجانهم ، وتشبه بهم حتى يموت حُشر معهم ﴾. [ابديع الحوليه رسالة ماجشتير لعبد الله، باب من آثار، ٤٣٤مخ]
 
ژباړه: حضرت عمر  رضي الله عنه  ويلي دي: د الله تعالى د دښمنانو په اخترونو کي ګډون مه کوئ. آيا دا د دوئ سره د يو ځاى کېدو او د هغوئ په اجتماع کي له ګډون څخه منع نه ده؟ نو څنګه د دوئ په اخترونو کي ګډون وکړو؟ او عبد الله بن عمر رضي الله عنهما دې ته داسي صراحت ور کړئ دئ، چا چي د دوئ وطن ور آباد کړ او د دوئ نوروز او مهرګان يې و لمانځل (د هغوئ د دين مربوط کارونه يې و کړل) او له دوئ سره يې مشابهت و کړ، تر څو پر همدې مفکوره مړ سو؛ نو د دوئ په ډله کي به د محشر په ورځ را پورته کړل سي. [لکه دا چي د «وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» حديث موضوع هم ده. ژباړن]
 
د نوروز په مورد کي د امير المؤمنين حضرت علي  رضي الله عنه  کرکه:
 
د حضرت علي  رضي الله عنه  واقعې په مختلفو رواياتو را نقل سوي دي، خو موږ يې يو را نقلوو:
 
﴿ عن محمد بن سيرين قال: أُتي على -رضي الله عنه- بهدية النيروز. فقال : ما هذا ؟ قالوا : يا أمير المؤمنين هذا يوم النيروز . قال : فاصنعوا كل يوم فيروزاً . قال أسامة : كره أن يقول: نيروز ﴾. [رواه البيهقي في سننه (9/235) كتاب الجزية ، باب كراهية الدخول على أهل الذمة في كنائسهم.]
 
ژباړه: له محمد بن سيرين څخه روايت دئ، دى وايي: د حضرت علي (د خلافت په وختونو کي) و ده ته چا د نوروز د ورځي هديه راوړل؛ نو ده پوښتنه و کړه، چي دا څه شي دي؟ ورته و ويل سوه: اې امير المؤمنينه! دا د نوروز د ورځي سوغات دئ. نو حضرت علي و ويل: تاسي داسي کار و کړئ، چي هره ورځ مو له نېکمرغيو ډکه سي. اسامه وايي، چي حضرت علي کرم الله وجهه دا بده و ګڼله، چي (نوروز) يې و بولي.
 
د ايمان غوښتنه:
موږ مسلمانان هر هغه عمل د ايمان په روڼا ردوو، چي له اسلامي شعائرو سره په ټکر کي وي. الله تعالى په قرآن حکيم کي فرمايلي دي، چي ما مسلمانانو ته پر کفارو برتري ور کړې ده؛ نو مسلمان ته ښايي، چي خپله برتري او عزت پخپله پايماله نه کړي او ښه يې وروزي؛ لکه چي فرمايي:
 
﴿ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا [سورت النساء: ١٣٩ آيت]
 
ژباړه: هغو کسانو ته چي له مؤمنانو پرته کافران په دوستۍ نيسي، آيا د دوئ وخوا ته عزت لټوي؟؛ نو عزت خو ټول الله تعالى لره دئ.
 
د يوه بشر له پاره په خوله د اسلام دعوه کول او په زړه کي د هغې تصديق کول، د هغه د مؤمن کېدو شروط دي. خو يوازي څوک په دې نه سي مؤمن کېداى، تر څو خپلي دغي دعوې ته د عمل په ډګر کي ښکارندويي ور نه کړي، خو که په خوله د اسلام دعوه کوي، اما اعمال، خواص او شکل يې د کافر په څېر وي په اړه يې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايي: 
 
«وَمَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» [مسند احمد بن حنبل]
ژباړه: چا چي له چا سره ځان يو شى کړ؛ نو هغه د هغوئ له ډلي څخه دئ.
د هغو مسلمانانو په مورد کي چي ايمان يې را وړئ وي، خو بيا هم په ښکاره او پټه د کفري اعمالو مرتکب کېږي، الله تعالى يې په اړه فرمايي:
 
﴿ وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا سورت النساء: ١١٥]
 
ژباړه: او څوک، چي له رسول الله سره له هغه وروسته مخالفت و کړي، چي سمه لار ورته څرګنده سوې او له مؤمنانو پرته د بلي لاري متابعت و کړي، هغه لوري ته به يې مخه کړو، چي ده ورته مخ اړولئ دئ او په دوږخ کي به يې ننباسو او د ورګرځېدو څونده بد ځاى دئ.
 
چا ته چي سمه لار او حقيقت څرګند سي، خو د دې سره سره د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  او د هغه د پرېکړو (سنت) څخه سرغوړونه کوي، د مؤمنانو لار، کلتور، دود او عنعنات پرېږدي او د کفارو فېشن، دودونه، عنعنات او کړه وړه پخپل ځان کي را ولي او د جاهلانو د ړانده تعصب لاره نيسي او په ړندو سترګو د هغوئ تقليد کوي؛ نو الله تعالى به د ده د دې سر ټنبګۍ په صورت کي د دوږخ سزا ور کړي او ده ته به ډېر  سپک عذاب وي.
 
د ايمان پرېکړه:
زموږ ټوله پخواني اجداد يا مجوسيان وه او يا هم بودايان، د هغوئ د وخت هر څه شعائر او دودونه د اسلام په مبين کېدو سره له مېنځه ولاړه او پر ځاى يې موږ ته اسلامي شريعت داسي اساسات او اصلونه را معرفي کړه، چي هم يې ښه عوض سو او هم يې تر هغو بهتري او برتري لاري ته قيادت کړو. هو! اسلام يوازي يو څو شعائر نه دي، خو اسلامي شعائر داسي پت او عزت دئ، چي مسلمان يې په برپايه کولو سره مسلمان ښکاري. له اسلامي شعائرو څخه دفاع، عملي کوونه او و همدې لاري ته دعوت زموږ د مسلمانو انسانانو يوه انساني او الهي فريضه ده. لوئ او کوچينى اختر يو د اسلام له ډېرو سترو شعائرو څخه شمېرل کېږي او موږ يې په الهي فرمان هر کال په ډېرو مقدسو احساساتو لمانځو، خو که موږ د کفارو اخترونه و لمانځو؛ نو دا مو په اصل کي د اسلام سپکاوى کړئ دئ او دا پخپله له اسلام سره ستره دښمني او بې غوري ده.
 
 
ځيني پرګنې په دې آند دي، چي د نوروز په لومړۍ ورځ خوشالي کول نارواء دي او له دې ورځي څخه څه تر مخه يا ورپسې ورځي مېله او خوشالي کول د نوروز لمانځني په حکم کي نه داخلېږي. خو دا په اصل کي د ځان غولوني يوه بهانه ده، ځکه د حمل له لومړۍ ورځي څخه آن تر ديارسلمي ورځي پوري ټوله نوروز دئ، چي د نوروز د لمانځني آخره ورځ د (سېزده بدر) په نامه شهرت لري او په اېران او شاوخوا سيمه کي په ډېره بدرګه تر دغي ورځي د دې مجوسي اختر لمانځنه کېږي. په دغو ورځو کي د هيڅ نيت شرط په ټوله قرآن او سنت کي نه ميندل کېږي، بلکه په دغو ورځو کي په هر نيت چي څوک مېله کوي، هغوئ د مجوسو سره مشابهت کوي او دا په دې معنا، چي له هغوئ سره عملا د هغوئ په اخترونو کي برخه اخلي او د اسلام په وړاندي خپله دښمني ښکاره کوي او خپلو پخوانيو جاهلي عنعناتو ته د بيا رواجولو هڅي او هاندونه کوي.
 
اوس به تېرو څېړنو ته په کتو سره د خپل ايمان په روڼا کي د دې پرېکړه و کړو، چي موږ ته څه کول په کار دي؟ آيا د اسلام سره دې ستري دښمنۍ ته ادامه ور کړو او که د ځان ژغورني په لټه کي سو؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته