تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خبري رسنيو څخه باید څه ډول ګټه واخلو؟
 
  March 21, 2012
  0

ليکنه: مولوي اختر محمد جهيد

 په انسان کي د خبري رسنيو لکه اخبار ، راډيو ، تلويزيون او داسي نورو  د اغيزو څخه  هيڅوک انکارنسي کولاى . هغه که مثبته اغېزه  وي او که منفي اغېزه وي ، ډېر لږ  شمېر داسي کورونه پيداکيږي چي ددغو پورتنيو وسايلوڅخه به خالي وي  او  دا وسايل د کوچني او لوي نارينه  او  ښځينه  سره  ږغېږي. کله چي موږ د خبري ر سنيو  نننۍ خپروني او  پروګرامونه د اسلام  د معيارونو  سره  پرتله  کړو  نو ډېر شمېريې ورسره په ټکر کي دي .


ددې سبب  دادئ  ، چي د اسلامي امت  د ادراک  او  د فهم قوت کمزورۍ سوئ دئ  او  د سالمو مفکورو ترمنځ توپير نسي کولاى او کله چي اسلامي امت د خبر او معلوماتو و نقل کولو ته لېوالتيا وښودل نو وچ  او لانده ، ډنګر او  چاغ يې ټوله ورسره نقل کړه .
 
پرته له دې څخه چي دا کاريې د يوې داسي نقشې له مخي کړئ واى چي د اسلامي تعليماتو سره يې سمون درلوداى  او پرته له  دې څخه چي يو شمېر  يې داسي  وياندويان يې په کارګمارلي وا‌ى چي د سم پلان او نقشې مطابق يې کا ر پرمخ  وړلاى، نوددې پايله دا سوه  چي غربي او شرقي فکرونه رانقل کړل سوه کوم چي داسلامي لارښوونو سره په ټکرکي دي او ددې په خپرولوکي هغو کسانو برخه واخيسته چي په اسلامي هيوادونو کي ځانونه په ښکاره ډول اسلام ته منسوبوي او دا نظريه او مفکوره يې خلکو ته وړاندي کړه او  دا يي هم  ورسره بدرګه کول چي دا حق دئ او  هيڅ شک پکښي نسته . 

نو له همدې امله  مي اسلامي امت ته دا  لارښوونه  او  پيغام دئ ، چي د او سنيو پروګرامونو څخه چي د ټلويزيون او داسي نورو  وسايلو څخه خپرېږي پرهېز وکړي ترڅو پوري چي داسي پروګرامونه رامنځ ته کېږي چي د اسلامي روح سره سمون خوري ، دا چي اوس زموږ په واک کي دداسي پروګرامونو منځ ته راوړل نسته نو په ډېرغور او فکرسره به  هغه  خپروني  او  پروګرامونه  اورو او وينو به يي ، چي د اسلامي عقيدې سره په ټکر کي نه وي او د ايمان قوت نه په کمزورۍ کيږي تر څو د ضررونو څخه يې اغيزمن نسو .   
 
 
هغه پروګرامونه چي ليدل او اورېدل يې غوره دي لکه  د قرانکريم احاديثوخپروني او داسي نورپروګرامونه کوم چي هره ورځ د خبري رسنيو د څپو څخه خپريږي ،همدا راز ځني جريدې او اسلامي مجلې هم پيدا کيږي چي دځينو مضامينو څخه يې ډېره استفاده کيږي چي دمسلمان نارينه او مسلماني ښځي په ورځني ژوند کي ډېرمهم وي لکه  عقيدوي مسايل ، اخلاقي مسايل، اجتماعي مسايل ، شرعي احکام او داسي نور ...

په پاى کي دا لاندنۍ لارښوني بايد هره مسلمانه کورنۍ عملي کړي تر څو ددنيا او آخرت نيکمرغي يې په برخه سي .

١ هره مسلمانه کورنۍ بايد د نبي کريم  صلی الله عليه وسلم   په سنتو باندي لاسونه ونيسي او دهغه لارښوني پرځان عملي کړي ترڅو دى د خپلي کورنۍ د غړو لپاره  يو ښه مقتدا  او مخکښي جوړسي .
 
٢-  هر مور او  پلار بايد يو تربله د کور په  دننه کي امربالمعروف او نهي عن المنکر او د دعوت په چاروکي مرسته وکړي او و خپلو ماشومانو ته هم ددې تمرين ورکړي .
 
٣-  پر هر مور او پلار باندي لازمه ده ، چي د شپي او ورځي په اوږدو کي دا سي  پروګرامونه  وضع کړي چي د قرانکريم تلاوت د تجويد سره پکښي اجرا کيږي .
 
٤- د داسي پروګرامونو جوړول چي د اولادونو سره دمدرسې د مضامينو په زده کړه کي مرسته وکړي او دماشوم استعداد لوړ کړي.
 
٥- مسلماني کورنۍ ته ښايي چي اسلامي راډيويي خپرونو څخه په مختلفو وختونو کي استفاده وکړي په خاص ډول بيا مسلماني ښځي کولاى سي چي د کور د کارونو سره سره دا اسلامي خپروني  واوري او ګټه ځني پورته کړي .
 
٦- مسلماني کورنۍ ته ښايي چي دکور څخه د وتلو او دا خلېدلو د خوراک ، چيښاک ، خوب ، بيدارۍ او داسي نورو. کارونو اسلامي آداب زده کړي او هغه اذکار او دعا وي هم زده کړي ، چي دپورتنيو  کارونو داجراء په وخت کي ويل کيږي او دا اذکار او دعا وي بايد وخپلو ماشومانو ته هم  وروښيي .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته