تازه سرليکونه
د (زرينې کرښې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لس په زړه پوري خبري
  تعلیم الاسلام
  April 3, 2012
  0

۱ : زه غواړم چي امير( غني ) سم _ قناعت اختيار  كړه امير اوغني به سې          

۲: زه غواړم چي ترټولولوئ عالم سم _ تقوا اختياركړه چي لوئ عالم سې.

۳: زه غواړم چي د عزت څښتن سم  _ مخلوق ته دسوال لاس مه نيسه عزتمند  به سې
 
۴: زه غواړم ښه سړى سم  _ خلګوته نفع اوفائده رسوه
 
۵: زه غواړم چي ا نصاف كوونكى اوعادل سم  _ څه چي دځان لپاره خوښوې بل ته يې هم   خوښوه  
 
۶: زه غواړم چي مضبوط او طاقتور سم  _ پر لوئ الله تعا لي توكل كوه. 
 
۷: زه دالله جل جلاله په درباركي خاص مقام جوړول غواړم  _ دالله جل جلاله د ذكريادونه په كثرت سره كوه 
 
۸: زه غواړم چي رزق مي پراخه سي  _ همېشه په اوداسه اوسه. 
 
۹: زه غواړم چي دوعاګاني مي قبلولي سي _ له حراموڅخه ځان وساته 
 
۱۰: زه غواړم چي ايمان مي كامل سي  _ خپل اخلاق ښه كړه 
 
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۹ ګڼه
 

سرته