تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډيموکراسى کفر ده که اسلام؟ (۲ برخه)
  تعلیم الاسلام
  April 5, 2012
  0
رالېږونکی: داد الله هدايت شکري
 
اول- ډيموکراسي څه شى ده؟
 
دوهم- ډيموکراسي ولي کفر ده؟
 
په هره نظريه او عقيدې باندي تر حکم کولو د مخه دا خبره ډيره ضروري وي چي هغه نظر په دې هراړخيز ډول وپيژندل شي او ټول تاريخي فلسفې، واقعې او عملي خواوي دي را وسپړال سي تر څو د پوره وضاحت په نتيجه کي او ددلايلو په رڼاکي حکم ورباندي وکړاى سي. په اصولي لحاظ دا خبره هم ضروري ده چي د څېړلو او حکم کولو له پاره بايد هره نظريه په خپل اصلي شکل کي وڅېړل سي. د مثال په ډول که څوک پر اسلام بحث کول غواړي نو بايد په هغه اسلام يې وکړي چي د الله جل جلاله له لوري پر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه او مدينه کي نازل سوي دی او د قران کريم او احاديثو او د هغې زماني د مسلمانانو د فهم په شکل کي محفوظ دی نه هغه اسلام چي د غرب کوم تحقيقاتي يا تبليغاتي ادارې تدوين کړی وي.
 
همدا ډول که د ډيموکراسۍ په اړه بحث کيږي نو بايد هغه ډيموکراسي تر بحث لاندي ونيول سي چي غرب په خپله رامنځته کړې، هلته يې تطبق کړې او د هغې له پاره يې اصول وضع کړي دي نه هغه ډيموکراسي چي غرب خپلو اسلامي علماؤاو مفکرينو له اسلام سره (د پيوند کارۍ) په نتيجه کي رامنځته کړې ده. که داسي نه سي نو بيا هر شى په خپل اصلي حقيقت کي نه ښکارکيږي او د حکم او محکوم تر منځ به اختلاف موجود وي. د دې له پاره چي دغه بحث مو په يوه واضح او مرتب ډول لوستونکو ته وړاندي کړی وي په دوو برخو يې وېشو چي لومړۍ برخه يې په مختصر ډول د ډيموکراسۍ معرفي ده او دوهمه برخه يې په يو څه تفصيل د اسلام له نظره د ډيموکراسۍ مناقشه او د هغې د تکفير دلايل دي:
 
لومړۍ برخه د ډيموکراسۍ معرفي کول دي
 
د ډيموکراۍ تعريف:
دلغت په لحاظ د ډيموکراسۍ اشتقاق له دوو پخوانيو يوناني کلمو څخه شوې يوه يې (ډيموس) د ولس په معنى او بله يې (کراتوس) د واک او حکم په معنى ده چي ترکيبي معنى د دواړو (ولسواکي) يا د (ولس حاکميت) دی.
په اصطلاح کي ډيموکراسي غربيانو دا سي تعريف کړي:
 
Government of the people by the people for the people 
 
(د خلکو حکومت د خلکو په لاس د خلکو له پاره)
 
حکومت يا حاکميت دوه شکلونه لري چي يو يې د قوانينو او نظام شکل دی او بل يې تنفیذي شکل دی يعني په ډيموکراسۍ کي به د ژوند د هر اړخ او د هرې مسالې د حل له پاره قوانين هم د خلکو لخوا وضع کيږي او حاکم به هم د خلکو لوخوا ټاکل کيږي او فيصله به هم د خلکو لخوا کيږي. (دين) (وحي) يا (اسماني) رسالت ته په ډيموکراسي کي ځاى نشته! د پورتنيو لغوى او اصلاحي تعريفونو له حاصل څخه د ډيموکراسۍ تعريف په لاندي شکل راځي او هغه دا چي:
 
ډيموکراسي د ژوند له پاره داسي يوه سياسي، اجتماعي او فکري په دين نه ولاړ نظام څخه عبارت ده چي حاکميت، تشريح او فيصله ورکښي د خلکو لخوا او د خلکو په لاس او د خلکو له پاره د اکثريت په شکل کي له هر ديني قيد او بند څخه پرته تر سره کيږي.
 
د ډيموکراسۍ فکري بنسټ
معاصره ډيموکراسي په غرب کي زېږېدلې ده. د غرب په هکله دا خبره يو حقيقت دی چي غربيانو تر اوسه پوري هيڅ الهي دين په سالمه بڼه کي نه دی ليدلی. يهوديت يوازي د بني اسرائلو دين وو او هغوی نه غوښتل چي نور خلک خپل دين ته دعوت کړي، مسيحت هم هغه وخت غرب ته ورسېد چي د (پاول) په لاس تحريف سوى مسیحت له رب سره د انسانانو د رابطې له پاره يو څه لارښوني درلودې خو د انسانانو په منځ کي يې د تعامل له پاره (شريعت) او قوانين نه درلودل. په غرب کي خلکو د ژوند سياسي، اجتماعي او اقتصادي چاري د پخوانيو روماني او يوناني قوانينو او عرفونو مطابق عياري کړي وې چي دې کار له ډېره پخوا راهيسي د غربي ټولني په ذهن کي دا قناعت ايجاد کړي وو چي دين د ژوند په چارو کي دخل او غرض نه لري.
 
د ژوند او ټولني په چارو کي د مسيحي دين د قوانينو د نشتوالي دغه تشه بادشاهانو به، ملکانو او سرمايه دارانو له خپل لوري د قوانينو په وضع کولو ډکه کړې وه. هغوی داسي قوانين وضع کړي وو چي د غربي ټولني اکثريت يې د يو څو بادشاهانو او فيوډالانو په خدمت کي په بېلابيلو نومونو او شکلونو مسخر کړي وه.
 
بادشاهانو به په خلکو باندي حاکميت د الله جل جلاله له طرفه خپل حق ګاڼه نه دا چي د ملت له طرفه د کوم تړون يا بيعت په نتيجه کي امانت ورسپارل شوى وي. کليسا هم که له يوې خوا د ژوند د چارو له پاره قانون او شريعت نه درلود، له بل لوري يې علم، دين، تفکر او عقل هم په خپل احتکار کي راوستلی وو، د فکري استبدار داسي مرحلې ته رسيدلى وه چي هر چا به کومه داسي نظريه وړاندي کړه چي د کليسابه خوښه نه وه نو فوراً به هغه شخص کافر او او د الله جل جلاله  له رحمته محروم ګڼل کېده او له دين څخه به د بغاوت په جرم محکوم کې ده. 
 
 
د کليسا له لوري د دين تحريف شوى او نامعقول تصور او د بادشاهانو جابرانه نظام په اروپا کي خلګ له دين، رسالت او ملوکيت څخه متنفر کړل او د اروپا د نوي عصر (د تنوير د عصر) د مفکرينو پر مخ يې د الحاد له دين څخه د انکار دروازه خلاصه کړه. هغوی هم د دين پرځاى په مطلق ډول د خلکو اراده د قوانينو مصدر وګرځوله او د حق او ناحق د پېژندلو معيار يې د (وحى) پر ځاى (عمل) وګاڼه. د دين په اړه اروپايان پر دوو ډلو وويشل شول. يوې ډلي له دين رسالت او روحانيت څخه سراسر انکار وکړ چي دا نظريه بيا وروسته په کمونيزم کي را څر ګنده شوه او بلي ډلي په دين باندي يوازي د افرادو په شخصي ضمير کي اعتراف وکړ او بس پدې معني چي دين د فرد او الله جل جلاله  ترمنځ رابطه ده خو د ژوند د چارو سره يې کار نشته.
 
انسان د خپل ژوند له پاره د قوانينو په جوړولو کي مطلقه ازادي لري چي دغه نظر په سيکولريزم يا له دين څخه  د ژوند او دولت د بېلتون په نامه وپيژندل سوه او همدغه نظريه د ډيموکراسۍ له پاره فري بنسټ تشکيلوي. د معصري ډيموکراسۍ مشهورو فیلسوفانو هر يوه اتوماس هونز (جان لاک) او جان جاک روسو د ډيموکراسۍ له پاره دغه بنسټ د (ټولنيز تړون) د فلسفې په شکل کي وړاندي کړ چي خلاصه يې په لاندي ډول ده، دغه فیلسوفان وايي:
 
ان شاءالله نور بيا...
 
لومړی برخه يې دلته لوستلای سی: ډیموکراسي کفر ده که اسلام؟ (۱ برخه)
  
 

سرته