تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اهم ترينه مسئله د توحيد ده (۳ برخه)
 
  April 10, 2012
  0

خطیب وايي:

 پيغمبر چې شفاعت كوي ، شفاعت يو درخواست دى ، يو عريضه ده ، چې حضور صلی الله علیه وسلم به د الله سبحانه وتعالى دربار ته وړاندې كوي . له دېنه دا معلومه شوه چې درخواست او عريضې وركولو ولا مقام بېل دى .

او عريضې قبلولو والا مقام بېل دى . 
د عبديت مقام بېل دى ــ د عبوديت مقام بېل دى .
دغوښتلو والامقام بېل ده وركولووالامقام بېل ده
د غوښتلو والا نبي دى ــ وركولو والا الله سبحانه وتعالى دى .
 
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ . 

الله تعالىٰ د خلكو مخكې او وروسته تمام حالاتو باندې عالم او خبردار دى ، د مخكې او وروسته مفهوم دا هم كيداى شي ، چې ستاسو د پيدايش نه مخكې ، او وروسته په تمام حالاتو الله سبحانه وتعالى عالم دى او دا مفهوم هم كيداى شي ، چې ستاسو په مخكې حالاتو ، يعنې ستاسو ظاهري حالاتو باندې ، او ستاسو وروسته حالاتو باندې يعنې ستاسو باطني حالاتو باندې الله سبحانه وتعالى عالم ، او خبردار دى

وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء . 
انسان او تمام مخلوقات د الله سبحانه وتعالى د علم په يو حصې احاطه نشي كولي ، مګر الله سبحانه وتعالى چې څومره علم وركړى وي ، بس هغه علم به ورسره وي . نو انسان سره يا جنياتو سره يا نورو مخلوقاتو سره ټول علم نشته ، ټول علم او علم غيب صرف او صرف الله سبحانه وتعالى سره دى .

علم الغيب او اخبار عن الغيب
عزتمندو ! علم غيب بېل شى دى ــ او اخبار عن الغيب بېل شى دى .
علم الهى بېل علم دى ــ او علم نبوي بېل علم دى .
علم خالق بېل علم دى ــ او علم مخلوق بېل علم دى .
علم غيب
علم نبوي
اطلاع على الغيب
اظهار على الغيب
دا ټول جدا ــ جدا شيان دي ، اوس پرې بحث نشم كولى وخت كم دى .
 
 وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ . يعنې دومره لويه كرسي ده چې تمام آسمانو او ځمكې باندې محيط ده او نګراني په ده باندې زره كدر هم مشكل ندى .
محترمينو د كرسى نه مراد علم الهى دى ، حضرت ابن عباس ضي الله عنه- نه دا معنى منقوله ده ، او زياتو نورو مفسرينو هم دا معنى اخيستى ده
كُرْسِيُّهُ ــ اى علمه ( ابن جرير ابن عباس )
قبل مجاز عن علمه ( روح )
الكرسى هو العلم  ( كبير )
د كرسى معنى قدرت او حكومت هم ده ، زياتو اهل لغت او اهل تفسيرو دا معنى اخيستى ، الكرسى السرير ) قاموس ( المراد من الكرسى السلطان والقدرة والملك (الكبير )

نو ثابت شوه چې څوك حاكم وي هغه به اله وي .
هغه به خداى وي ، هغه به الله وي .
او څوك چې محكوم وي ــ هغه اله نشي كيداى ، هغه خداى نشى كيداى .

وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا . 
او دا حفاظت چې آسمان او ځمكه ده په الله سبحانه وتعالى باندې زره كدر هم مشكل نده ځكه په قادر مطلق باندې دا كوم مشكل نه وي ، دا حفاظت نهايت آسان كار دى .

وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ .
او هغه عالي شان دى ــ او عظيم شان هم ده .

خطيب وايي 
ټولې دنيا ته چلنج دى چې داسې براهين ، داسې دلائل وړاندې كي، دا صرف د يو الله سبحانه وتعالى ذات دى .

هغه الْحَيُّ  دى .
هغه الْقَيُّومُ  دى .
هغه لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ دى .
هغه لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ دى .
هغه مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ دى .
هغه يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ دى .
هغه وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء دى .
هغه وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ دى .
هغه وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا دى .
هغه وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ دى .
هغه د رب ذوالجلال ذات دى .
هغه د خالق ذات دى .
هغه د غفار او قهار ذات دى .
بل ذات كې داسې كمالات ــ داسې صفات نشي جمع كيداى ، او نه به جمع شي .
 

د توحيد نور دلائل 
عزتمندو ! بل ځاى كې الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت اعلان بيا كوي . إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا . (پاره ۱۶) بېشكه زه الله يم ، زما نه ما سوا بل معبود نشته. داد الله بل د وحدانيت اعلان وه .

بيا الله سبحانه وتعالى په قرآن كريم كې بل ځاى فرمايي : فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ . (پاره ۲۶)
پوه شئ ، يقين وكئ ، چې د الله سبحانه وتعالى نه سوا بل څوك د عبادت نشته ، صرف الله سبحانه وتعالى معبود دى .

بيا الله سبحانه وتعالى بل ځاى كې په قران مجيد كې فرمايي : . وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ  .(پاره ۱۲)

ستاسو اله ستاسو معبود يو معبود دى ــ او بل معبود ده نه سوا نشته ، هغه رحمن او رحيم دى ــ داسې ذات خدای وي چې رحمن او رحيم وي ، بيا الله سبحانه وتعالى فرمايي : إِنَّمَا هُوَ إِلَـهٌ وَاحِدٌ . ( پاره ۶ پ ـ۷ پ ـ۱۳ ) .
يقيناً معبود يو دى ، اله يو دى ــ الله سبحانه وتعالى يو دى .

بيا الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت اعلان كوي : وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ. (پاره ۲۳ سورة ص ) نشته ده معبود مګر يو الله سبحانه وتعالى دى او قهار هم دى .

د الله شهادت د ټولو نه لوى شهادت دى 
زما وروڼو ! د الله د شهادت نه بل لوى شهادت نشته ، دا زه نه وايم ، دا خپله الله  فرمايي : قُلْ اَيُّ شْئٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً قُلِ اللّٰهُ  .( پاره ۷ سورة الانعام )
او وايي څه شى د الله د شهادت نه لوى دى ؟ او وايي د الله شهادت ، او خبرې:

د ټولو نه لوى ذات ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لويه خبره ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لوى شهادت ــ د الله سبحانه وتعالى دى .
د ټولو نه لويه مسئله ــ د توحيد دى .

ولى په څه شى باندې چې الله سبحانه وتعالى شهادتونه وركوي ، نو دا اهمه او عظيمه مسئله وي چې په چا كې توحيد نه وي د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت قائل نه وي . د هغه عبادت هيڅ فائده نه وركوي .

د فرشتو شهادت 
محترمينو ! فرشتو هم پدې شهادت وركړى چې الله سبحانه وتعالى يو ده : يُنَزِّلُ الْمَلآئِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنذِرُواْ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ أَنَاْ فَاتَّقُونِ . (پاره ۱۴ ركوع ۶ سورت النحل ) الله سبحانه و تعالى نازلوي ملايكې سره د روح ، په امر خپل چې هر چاته آراده وشى ، له بندګانو نه ، او انبياء ته او فرمايه چې زما بندګان ؤ وېره وه ، چې زما نه ماسواء بل څوك اله نشته او صرف زما نه ووېريږئ .

فرشتو هم خلك خبردار كړي دي ، چې د الله سبحانه وتعالى نه سوا بل څوك د عبادت لايق نشته ، صرف خوف او خطر دې ذات نه كوي ، نفع او نقصان ده نه ماسواء بل څوك چاته نشى وركولى ، عزت او زلت صرف هغه يو د الله سبحانه وتعالى لاس كې دى . وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء . عزت او زلت وركولو والا صرف هغه يو الله سبحانه وتعالى ذات دى .

انبياء عليه السلام شهادت 
همداسې انبياؤ هم د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت شهادت وركړي ده . وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ . ( پاره ۱۷ ركوع ۲ ) .

او مونږ نه وه ليږلي ستا نه مخكې رسولان مګر مونږ به هغو ته وحى كوله ، چې زما نه ماسواء څوك معبود نشته ، مګر زه يم ، زما عبادت كوئ !

عزتمندو ! ټولو انبياؤ دا جدوجهد كړى ، دا كوشش كړى چې د عبادت لايق صرف او صرف يو الله سبحانه وتعالى دى ، ماسواء د الله سبحانه وتعالى نه څوك د عبادت لايق نشته . زما وروڼو د توحيد په مسئله باندې څو شهادتونه وشو .

)( د الله تعالىٰ شهادت .
)( د فرشتو شهادت .
)( د انبياء شهادت .
)( د علماء شهادت .

دې څلورو شهادتونو نه معلومه شوه چي:
حقيقي معبود 
حقيقي رازق
حقيقي مالك
حقيقي حاجت روا
حقيقي مشكل كشاء
صرف او صرف الله سبحانه وتعالى دى ، ده نه ماسواء بل څوك نشته .
وفي كل شى له اية-تدل على انه واحد، په هر شى كې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت نشانى موجودي دي او په دې شاهدي وركوي چې الله سبحانه وتعالى يو دى .
 
ان شاءالله نور بيا...
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته