تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ولور استحقاق
 
  May 2, 2012
  0
که ښځي ته ولور ټاكل سوى وي او د خلوت يا واده ترمخه يې مېړه وفات سي ، نو ټاكل سوى ولور په پوره ډول د ښځي حق کيږي او بايد د ميراث څخه يې ورته وركول سي . همدا راز كه ښځه را واده سي هغه ټاكلى مقدار ولور پوره ورته وركول كيږي .

که ښځي ته ولور ټاكل سوى وي او د خلوت يا د واده ترمخه طلاق وركول سي هلته بيا د ټاكل سوي ولور نيمه برخه د ښځي استحقاق کيږي . 
 
د ښځي سره چي بېله ولور څخه نكاح وتړل سي او بيا يې مېړه د خلوت يا واده ترمخه وفات سي دا ښځه د پوره مهر مثل حق لري .

خو که و دغي ښځي ته تر خلوت يا واده ترمخه طلاق وركول سي بيا د ولور حق نه لري ، فقط يوه جوړه كالي وركول كيږي ، چي ودغو كالو ته د فقهي په اصطلاح كي متعه وايي .
 
که د ښځي په ولور کي پسونه یا نور حیوانان وټاکل  سي خو د حيوانانو صفات يې بيان نه کړل سي ، چي آيا چاغ به وي او که میانه يا ډنګر به وي دلته يې بیا مېړه اختیار لري ، که د همدغو حیوانانو میانه د ټاکل سوي شمېر په اندازه ورکوي او که یې قیمت ورکوي .
 
که د ښځي د پاره یو ټاکلی مبلغ ولور پدې شرط وټاکل سي چي بل وطن ته به یې په کډه نه بیايي ، یا به بله ښځه نه پر کوي ، که مېړه يې پر همدې شرط وفا وکړي نو مهر مسمی یعني هماغه ټاکل سوى ولور ورته ورکول کیږي او که مېړه يې په شرط وفا و نه کړله بیا مهر مثل ورته لازميږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته