څانګه: حکايات نيټه: January 6, 2017
       
مُلا او ملک
رالېږونکی: محمد شریف حلیم

د کلي ملک به چي هر څه کول چا څه نه ورته ويل څوک يې مخته نه سوای ورتلای زر او زور دواړه له ده سره وه ،هر څه دد په لاس کي وه او هر څوک دده تر لاس لاندي وه، هيڅ چا د خپلي خور او لور واک نه درلود. د کلي غوړي او چرګان دده وه، هر څه دده وه، ښايستو ځوانانو به دده خدمت کا وه. يوه ورځ په کور او کلي کي اوازه سوه چي هغه بې موره او بې پلاره چي په علم پسي تللی و د علم او کمال خا وند سو، هغه اوس د ډيري پوهي سره بـــير ته وطن ته راځي ، هر چا ته سمه لارښيي، هر څوک په حق پوه کوي او هر چا ته حق وايي ځکه چي هغه د حق ملګری دئ او د ظلم سره دښمني لري.

 دا اوازه پر ملک باندي ښه ونه لګېده. ملک له ده څخه وبېرېدی او پرېشانه خوبونه يې وليدل. ملک پوهېده چي هغه خيرات خور ملا نه دی او په زړه کي يې ډار نسته، چا ته سر نه ټيټوي، له هغه سره د حق جذبه او حقاني قوت سته، په وينا کي يې بل شان تاثر دئ.

څو ورځي پس ملا له يوې امسا سره راغلی، ظلم او نارواته يې بد وويل، د زور او قوت مخه يې ونيول ، خلک يې په خپل حق پوه کړل او د مظلومانو ملګری سو. دده ملګري ورځ په ورځ زياتېدل او په اولس کي پوهه او بيداري پيدا سول.

 هغه ملک ليري سو، پرځای يې بل ودرېدى. دغه بل ملک داسي ملکي نه کوله، ډېره ښه رويه به يې کوله ځکه چي علم او پوهه پيداسي ملکان سميـږي او خلک سم ملک دروي.، د ملک او ملا افسانه هم دغه معنى لري هلکان بايد په علم پسي ولاړسي او د علم رڼا بايد له ځان سره راوړي.