تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صحيح مسلم شریف
 
  May 9, 2012
  0
صحيح مسلم د أبو الحسين مسلم بن الحجاج القشيري الشافعي  رحمة الله علیه تصنيف دئ او د هغو دوو صحيحينو څخه دئ چي تر قرآن کريم وروسته تر ټولو اصح کتابونه دي . صحيح مسلم په  صحاح الستة ووکي دوهم مقام لري . 
 
امام مسلم  رحمة الله علیه وايي : ما صحيح مسلم د درو لکو اورېدل سوو حديثو څخه ليکلى دئ او په دې کتاب کي چي مي کوم حديثونه ليکلي دي هغه مي د حجت او دليل له مخي پکښي ليکلى دي او کوم شى  چي مي نه دئ پکښي ليکلى هغه مي هم د حجت او دليل په اساس پرېيښى دئ .

امام مسلم  رحمة الله علیه  وايي ما خپل کتاب صحيح مسلم و امام أبو الزرعة الرازي ته وړاندي کړئ هغه چي به په يو حديث کي علت ته اشاره وکړه نو هغه حديث به مي د کتاب څخه حذف او ليري کاوه او کوم حديث چي به يې صحيح او بې علته وباله هغه مي په کتاب کي ليکئ .

                امام مسلم د صحيح مسلم په مقدمه کي څرګندونه کړې ده چي ده په لنډ ډول بېله ډېر تکراره څخه د احکامو ، ثوابونو ، عذابونو ، ترغيبولو ، بېرولو  او د نورو بابونو اړوند هغه احاديث راجمع کړي دي چي په صحيح سندونو را نقل سوي دي او هم علماوو ته منل سوي او په خپل منځ کي يې لاس پر لاس قبول کړي دي ، ځکه چي وايي بيخي زياد شمېر احاديث په تکراري ډول را نقلول څوک د حديثو د معنا د فهمولو څخه اخته کوي او هم يې د حديثو څخه د مسئلو د استنباط او را ايستلو څخه بوختوي او بل دا چي څوک زياد شمېر د سند له مخي سقيم يعني ناسم حديثونه يادوي نو تر هغه دا غوره ده چي لږ صحيح حديثونه ياد کړي .

           د مسلم لوړ سند رباعيات يعني څلور کسيز سندونه دي چي په هغو کي يې يو دا دئ : حدثنا سويد بن سعيد قال حدثنا مروان الفزاري عن أبي مالك سعد بن طارق عن أبيه رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من قال لا إله إلا الله وكفر بما يعبد من دون الله حرم ماله ودمه وحسابه على الله (مسلم)
 
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي څوک چي لا اله الا الله ووايي او بېله الله  جل جلاله  څخه چي د کومو شيانو عبادت کيږي د هغو خدايي و نه مني نو د ده مال او وينه حرمت والا ګرځي او حساب يې پر الله جل جلاله   دى .
 
          پورتنى حديث مسلم د سويد ، مروان ، سعد او طارق په سند د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه را نقل کړئ دئ .

          امام النواوي  رحمة الله علیه  وايي : امام مسلم د حديثو په فن کي ډېر کتابونه ليکلي دي چي يو يې همدا صحيح مسلم دئ چي نهايي ډېر شهرت لري او په تواتر ثابت دئ چي دا د امام مسلم تصنيف کړئ کتاب دئ .
 
            د صحيح مسلم يوه ځانګړتيا دا ده چي د حديثو متن ته يې په ډېره اسانتيا څوک ځان رسولاى سي او هم د حديث بېلابېل سندونه او په متن کي د اختلاف ټکي ور ته معلومېدلاى سي ، ځکه امام مسلم هر متن په يو وړ او مناسب ځاى کي ليکلى دئ او بيا يې د همدې حديث ټول هغه سندونه چي ده ته د منلو او خوښۍ وړ دي ور سره يو ځاى کړي دي او هم يې د متن مختلف الفاظ ښودلي دي چي د متعددو سندونو لکبله پر حديث باندي د طالب العلم اعتماد او باور زياتيږي او د متن په مختلفو الفاظو د حديث مراد او مفهوم ښه ترا واضح او څرګنديږي چي دا د صحيح مسلم يوه ه داسي ستره او ګټوره ځانګړتيا ده چي صحيح  البخاري يې لا هم نه لري .

             ابن الصلاح  رحمة الله علیه  وايي امام مسلم ابوالزرعة ته راغى او د څه ګړي مجلس کولو څخه وروسته ځني ولاړ سو يو چا ابوالزرعة ته وويل : ده څلور زره احاديث په خپل کتاب کي را جمع کړي دي ابوالزرعة ور ته وويل : نور صحيح احاديث يې چا ته پرېښول ؟ 

  شيخ ابن الصلاح وايي د څلورو زرو حديثونو څخه يې مراد غير تکراري حديثونه دي ، ځکه چي د صحيح مسلم حديثونه د تکراري حديثونو سره ٧٢٧٥ حديثونه کيږي .
 
              امام مسلم  رحمة الله علیه  صحيح مسلم د بابونو پر ډول ترتيب او وډلى دئ البته بابونو ته يې ترجمې او عنوانونه نه دي ورکړي . د صحيح مسلم په ځينو نسخو کي چي بابونو ته ترجمې او عنوانونه ورکول سوي دي دا نورو کسانو ورکړي دي لکه څه ډول چي امام النواوي وايي د چا عنوانونه ښه او د چا ده بيا ناسم دي يا يې عبارت ناقص وي او يا يې الفاظ بې خونده او يا بله نيمګړتيا لري .
 
             امام النواوي  رحمة الله علیه  وايي زه به ان شاء الله کوښښ وکړم چي هر باب ته په ډېر ښه تعبير د باب وړ ترجمه او عنوان ورکړم .

             امام مسلم  رحمة الله علیه  د صحيح مسلم په مقدمه کي ليکلي دي چي زه احاديث پر درو برخو وېشم لومړى برخه هغه احاديث دي چي د حديثو د حافظانو څخه تر ټولو غښتلي او قوې حافظې لرونکو کسانو را نقل کړي دي. دوهمه برخه هغه احاديث دي چي راويان يې په حفظ او پياوړتيا کي ميانه او مستور دي او دريمه برخه بيا د ضعيفو او پرېښودل سوو راويانو حديثونه دي .
 
 
           امام مسلم  رحمة الله علیه  وايي : چي د اول قسم څخه چي فارغ سم بيا د دوهم قسم حديث پسي بيانوم البته دريم قسم چي د کمزورو راويانو حديثونه دي هغه ته بيا هيڅ پام نه اړوم . 
 
            دا چي د امام مسلم د دې تقسيم څخه څه مراد دي علماء پدې کي مختلف نظرونه لري حاکم او بيهقي وايي مسلم د اولي ډلي احاديث را نقل کړي دي خو د دوهمي ډلي د احاديثو تر  نقلولو  وړاندي  وفات سوئ دئ .

پر صحيح مسلم ډيري شرحي ليکلي سوي دى چي يو شمېر يې په لاندي ډول دي :

١- المنهاج في شرح صحيح مسلم بن الحجاج : دا د  امام حافظ أبو زكريا محيي الدين يحيى بن شرف الخرامي النووي  رحمة الله علیه  شرح ده . امام النووي شافعي مذهبه دئ چي په ٦٧٦ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ  .

٢- إكمال المعلم في شرح صحيح مسلم :  دا د قاضي عياض بن موسى اليحصبي  رحمة الله علیه  شرح ده قاضي عياض مالكي مذهبه دى چي په ٥٤٤ هجري قمري سنه کي وفات سوى دى پدى شرح  المعلم بفوائد كتاب مسلم  بشپړ سوئ دئ المعلم د ابو عبدالله محمد بن علي المارزي  رحمة الله علیه  چي په ٥٣٦ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ  شرح ده .

٣- المفهم لما أشكل من تلخيص كتاب مسلم : دا د أبو العباس أحمد بن عمر بن إبراهيم القرطبي رحمة الله علیه   چي په ٦٥٦ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ شرح ده .

٤-  إكمال المعلم : دا د أبو عبدالله محمد بن خليفة رحمة الله علیه  شرح ده محمد بن خليفه مالكي دى او په ٨٢٧ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ پدې شرح کي يې د مارزي ، عياض ، قرطبي او نواوي څلور واړي مخکنى شرحي رانغښتي دي او نور څه يې هم پر زياد کړي دي .

٥- المفهم في شرح غريب مسلم : دا دعبد الغافر بن اسماعيل الفارسي  رحمة الله علیه شرح ده. عبدالغافر ٥٢٩ هجري قمري سنه کي وفات سوئ دئ  .

٦- الديباج على صحيح مسلم بن الحجاج : دا د جلال الدين عبد الرحمن بن أبي بكر السيوطي  رحمة الله علیه  شرح ده سيوطي په ٩١١ هجري قمري سنه کي وفات سوي دئ .

٧- منهاج الديباج بشرح صحيح مسلم بن الحجاج : دا د شهاب الدين أحمد بن محمد الخطيب القسطلاني  رحمة الله علیه  شرح ده . قسطلاني شافعي مذهبه دى او په ٩٢٣ هجري قمري سنه کي وفات سوى دى .
 
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي
 

سرته