تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکنې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کافران او منافقین
 
  May 9, 2012
  0

 کافران او منافقین 

رالېږونکی: فضل الله رښتین


الله پاک د کافرانو د زړونو کړکۍ او دروازې داسې تړلي چې د حق نور ورته ننوتې نه شي . همدا شان یې په سترګو یې ورته پرده غوړولې ده چې هیڅ څه لیدلای نه شي ، خو که دوی توبه وکړي او خدای پاک ته رجوع وکړي نو دا نور به یې تیاره زړونه رڼا او له سترګو به یې پرده لر شي .

منافقین هم د اسلام او مسلمانانو لوی دښمنان دي ، دا ځکه چې دوی په ظاهره ځانونو ته مسلمانان وایي خو په باطن کې د اسلام ضد چارې سرته رسوي ، دوي دورغ وايي او منفافقت کوي . منافقین د هدایت په لار روان نه دي بلکې دوی بې لارې دي او په غلطه لار روان دي ، دوی غواړي چې په دې ډول خدای پاک او مسلمانان تېر باسي ، خو دوی نه پوهیږي چې دوی په حقبقت کې خپل ځان تېر باسي ، نو ځکه وایو چې منفافقین په تاوان کې دي ، خدای پاک دوی ته په هیڅ صورت مغفرت نه کوي او د اخرت په ورځ به له ډېر عذاب سره مخاخ وي.

سرته