تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هدايت وړانګې
 
  May 16, 2012
  0

رالېږونکی: شېرزاد

 

 

 په وړانګو باندي د نور دي  هره  سيمه په ځلا سول

په مشعل د سپين  جمال دي د وختو تياره سبا  سول


د وحدت په ورېښمين  تار دي وپېیل ډېر ليري زړونه
اخوت  او  همدردي  په هر منفر زړه  كي  پيدا سول

د  حكمت  زرين تخمونه  دي  پاشل  پر هره  مځكه
د تعليم  غوټي  دي موږ ته  په  كرار  كراره  وا سول

په   شبنم  د هدايت دي هره  پاڼه لمسو له
د ګرځونو  سه ډك زړونه آينه غوندي صفا سول

د  تدريس پراخه  كښتۍ  دي  چلول  د زړه  په مينه 
د ا  ړانده  كاڼه وګړي  ستا ا لفت  سره  بنا سول

تا د عدل  ډك  جامونه  و تشنه  ملت  ته را وړل
جهالت  ولاړي  له  منځه  د ظلمو  لړي  پنا سول

هر قد م  مو پرقد م  د پاک نبي كږ يږ ده  ای ربه!
سم  شېرزاد  به سربلنده  كه  منظور مو  دا  دعا سول
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته