تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په شعر او ادب کي دملي او اسلامي ارزښتونو پالنه
  تعلیم الاسلام
  May 19, 2017
  0
ليکوال : غلام مصطفى هيله من 
 
 شعر او ادب په يوه ټولنه کي د اصلاح او سمون لويه وسيله ده، دشعر او ادب نړۍ ډېره پراخه ده او دژوندانه دبېلابيلو اړخونو ټولي موضوعګاني پکښي راتلاى سي، کوم فن او هنريت، چي په شعر او ادب کي خوند او ښکلا پيدا کوي او کوم فن، چي په شعري کلام کي  احساس او جذبه راپاروي نو د ولسونو په ويښتيا او بيدارۍ کي لويه ونډه اخلي . هو ! دغسي شاعر، ليکوال او اديب په ټوله ماناهمدغسي ادب کولاى سي ، چي ټولني ته په ځغرده چوپړ وکړي .
 
         همدغسي شاعر او ليکوال هغه څوک کېداى سي، چي خپل چاپيريال، ټولنه او ولس يې پېژندلى، دخپل ولس او ټولني ذهنيت او تفکر يې پېژندلى او د دوئ دعيني واقعيتونو څخه په بشپړه توګه خبروي، ځکه نو دوئ ټولني ته هغه څه ورکوي، چي دهمدې ټولني غوښتنه او اړتيا ده .
 
شاعر، ليکوال، اديب او په ټوله مانا ادب د ټولني خدمتګار او ترجمان دئ او دده ليکني ، شعر او ادب دهمدې ټولني څخه ديو حقيقي او واقعي انځور اخيستونکئ دئ .
 
شاعر، اديب، ليکوال او په ټولنيزه توګه ادب ټولني ته بايد ژمن او متعهد وي او دغه ژمنتيا او تعهد دئ، چي ټولني دده ورپه غاړه کړئ دئ او همدا شاعران دي، چي دټولني دژمنتيا او تعهد دروند پېټى په غاړه اخلي، هره ټولنه د خپل وخت او زمان په ځانګړو شرائطوکي دژوند شپې سبا کوي او دژوندانه په دغه بهير کي، چي دوئ ته هر څه ورپېښيږي او دوئ په دغه لاره کي، چي له کومو خنډونو، ستونزو او کړاوونو سره مخ کيږي نو ژمن او متعهد شاعر له دغو عيني واقعيتونو څخه سترګي نه سي پټولاى او په دغه لاره کي که هرڅومره لوئ خنډونه دشاعر، ليکوال او د اديب په مخ کي شتون هم ولري نو په ځغر ده يې ښيي او بيانوي يې، ځکه دهمده دنده او مسئوليت هم دا تقاضا نه کوي، چي ټولني ته دهمدغو ورپيښو ستونزو څخه مخ واړوي . 
 
 رښتيا خبره هم داده ، چي شاعران او ليکوالان دخپل ولس او ټولني په وړاندي همداشان دخپل هيواد، ټاټوبي او داسلام د سپېڅلي دين داساساتو په وړاندي ستر رسالت لري . ستره دنده ، ايماني او وجداني مسؤوليت  او په ټوله مانا لوئ مکلفيتونه لري .
 
        که چيري زموږ دهيواد درانه شاعران او ليکوالان همدغه اصل ته په پاملرنه همدغه مسؤوليتونه وپېژني، دخپلي ټولني او ولس له کړاوونوڅخه خبر وي او خپلو اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي او دخپل هيواد دساتني او پالني په لاره کي دشعر او ادب په ژبه ټولنه دهمدغو ټولو لاملونو څخه خبره کړي دخپل اصيل فرهنګ ،اسلامي مقدساتو او اسلامي ارزښتونه په خپلو شعرونو او ليکنوکي په پام کي ونسي نو په واقعي توګه به دوئ خپله اسلامي، ايماني او وجداني ستره دنده ، چي په هغه کي دلوئ خدای جل جلاله) رضا نغښتې وي او دخپلي ټولني نېکمرغي په کښي راغونډه وي تر سره کړې وي . او خپل دهيواد پالني لوړ احساس او دهيواد سره ريښتنې مينه يې په خپلو شعرونو کي انځور کړې وي په حقه سره به يې خپل مسؤوليتونه او ملکيفيتونه پېژندلي وي او خپل رسالت او ژمنه به يي ترسره کړې وي .
 
          ريښتنى شعر او ريښتنى شاعر دژوندانه ټول حقيقتونه او واقعيتونه دشعر او ادب په ښکلو الفاظو، ښه فصاحت او بلاغت کي په ډېره خوږه او سليسه ژبه دځانګرو ادبي ارزښتونو په قالب کي وړاندي کوي په داسي يو بيان کي يې ټولني ته څرګندوي، چي دلوستونکو ذهنيت، تفکر او عقيدې په سمون کي د دوئ پر احساساتو باندي ژوره اغېزه وکړي او د دوئ نيک جذبات دخپلي ټولني دسمون او دخپلو ملي او اسلامي ارزښتونو په پاللو کي راويښ کړي او دټولني پام دغو ارزښتونوته واړوي او دټولني دسمون ، نېکمرغۍ ، خداى پېژندني، اسلام دوستۍ، هيواد پالني لوري ته وهڅوي همدغه شعر همدغه شاعر او همدغه اصيل ادب دئ، چي ټولني ته په واقعي توګه چوپړ کولاى سي .
 
        د زلفو ، خال وخط، شونډو، رخسار، شمع وپتنګ، ګل وبلبل ستايل، چي غواړي د ژواندانه له عيني واقيعتونو څخه سترګي پټي کړي او ټولني ته دسمون او ښو لارښونو پر ځاى به هغه څه وړاندي کوي، چي د همدغه ولس او ټولني دبې لاريو لامل جوړيږي، ددوئ دغه راز بې مفهومه ا نځورونه د ټولني  پر ټپونو باندي دمالګي د دوړولو څخه پرته بل شى نه سي کېدلاى .
 
             زموږ ټولنه دخپلو اسلامي ارزښتونو پالونکې ټولنه ده زموږ دودونه، ملي ارزښتونه هم دانه سي منلاى، چي په دغسي شان بې مفهومه انځورونو کي خپل ځانونه ولېدلاى سي ځکه کوم رسالت ، تعهد او ژمنه، چي دشاعر پر اوږو پرته ده له هغې څخه سترګي پټول د ريښتني شعر او ادب څخه مخ اړول دي .
 
 
            ژوندى شاعر او ژوندى ادب ولسونه راويښوي همدغه ادب دئ، چي دټولني په ژواندانه کي په هراړخيزه توګه ستر بدلونونه رامنځته کولاى سي خلګو ته دژوندانه دسمون لارو په ټاکنه کي مرسته کوي د دوئ دافکارو، عقايدو او ذهنيتونو ترجماني کوي څه، چي د دوئ غوښتني او هيلي دي دمتعهد ادب او متعهدو شاعرانو له لوري د دوئ په ژبه بيانيږي او په ډېرو ښکلو ادبي انځورونو کي دخپلي ټولني همدغو غوښتنو ته ځواب وايي .
 
           دردمن شاعر او ليکوال پر خپل ولس مين وي، دخپل ولس په خوښيو او ويرونو کي ځان ورګډوي او دوئ د دغو ټولو په وړاندي ځان ژمن بولي .
 
        د شاعر او ليکوال په خپلو ادبي اثارو کي يوازنۍ موخه د خپلي ټولني د واقعي ژواندانه انځور وړاندي کول دي په دغه لاره کي دهيڅ چا پروانه کوي او هيڅکله به دغه واقيعتونه پټ نه کړي . په دغه لاره کي وېره نه لري حق ته حق وايي او باطل، باطل ګڼي، زورزياتى غندي دعدل اوانصاف غوښتنه په ډاګه کوي دناخوالو، ستونزو، خنډونو  او کړاوونو په وړاندي چپه خوله نه پاتيږي هر څه لکه څنګه، چي دى دشعر او ادب په خوږه ژبه او د فن او هنر په ښکلي قالب کي  ټولني ته وړاندي کوي، ځکه څومره قوت، چي دشاعر په ژبه کي دئ په توره او ټوپک کي نسته لکه خو شحال خان خټک، چي وايي :
 
زما ژبه نه ده اور ده              ګذارونه د ټوپک کا 
 
دخپل هيواد د نواميسو ، ننګ(غيرت) ،مېړاني ساتنه د هر مسلمان افغان دنده ده او په دغه لاره کي دسر قربانۍ ته هم دوئ تيار دي اوهيڅ کله نه غواړي، چي دهمدغه ارزښتونو څخه تېر سي او سترګي پري پټي کړي، ځکه نو شاعران او ليکوالان دغه ارزښت دخپلو حماسو په ښو انځورونو کي غواړي وړاندي کړي لکه دلوى احمد شاه بابا په وينا : 
 
پر ننگ مړ خو څه مړنه دئ           
دبې ننگه ژوند جــــــفاده 
لاس به وانــــخلم له ننــــگه
کــــه پر ننـــگ پــاتي  دنيا ده
 
دغسي او دې ته ورته شاعران او ليکوالان، چي دخپلي ټولني په وړاندي يې خپله دنده پېژندلې ده نه يوازي دا چي دټولني په وړاندي پرتې ستونزي په خپل کلام کي انځور وي بلکي دهمدغو ستونزو او نا خوالو لاملونه هم ښيي  ټولني او  ولس ته يې ور په ګوته کوي او له دې سره سره دهمدغو نا خوالو او کړاوونو څخه د راوتلو لاري چاري هم لټوي او دسمولارو چارو په پيدا کولو او تشخيصولو کي هم ګامونه پورته کوي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه

سرته