تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې لماځه ته خدای پاري نصيحت
 
  June 11, 2012
  0
رالېږونکی: احمد ګل ریان
 
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله صلى الله عليه وسلم.

بې شکه چې لمونځ  د اسلام په بناګانو کي له شهادت وروسته دوهمه بناده، په دين کي د لمانځه محل داسي دی لکه په بدن کي د سرمحل، نو لکه څنګه چې هغه څوک ژوند نه لري چې سر يې نه وي، دغه راز هغه څوک دين نه لري چې لمونځ نه کوي.

اميرالمؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه به له ځينو فرصتونونه په استفادې ليکل چې : زما په آند ستاسو له مهمو کارونونه يوهم لمونځ دی، چاچې لمونځ وکړ خپل دين يې وساته او چا چې لمونځ ضايع کړ، پرېښود نور کارونه هم ضايع کوي.

عن انس رضى الله عنه قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (ان اول ما يحاسب عليه العبد يوم القيامة الصلاة فان صلحت صلح سائر عمله وان فسدت فسد سائر عمله ). صححه الالبانی.

انس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې: اولنی عمل چي د قیامت په ورځ به یې له بنده سره په اړه حساب کیږي، لمونځ دی، كه لمونځ یې په صحیح توګه ادا کړی وي نور اعمال به یې صحیح وي او که لمونځ یې ناقص شو نور اعمال به یې هم ناقص وي.

اولمونځ انسان الله جل جلاله ته نژدې کوي، الله تعالی فرمايي : وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ 
ژباړه : خپل خدای ته سجده کوه او ورنژدې شه.

نبي عليه السلام فرمايي چې : په پنځو لمنځونو باندي الله جل جلاله د بنده ګناهونه له منځه وړي.
له نبي عليه السلام نه وپوښتل شول چې کوم عمل الله تعالی ته ډېرمحبوب دی؟ ويې فرمايل : لمونځ په خپل وخت.

نوپوه شه اې بې لماځه چې دلاندي ايت مقصودهمدا ته يې!!!

 فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (سورت المریم، ایت، ۵۹)

ژباړه : نو (د پیغمبرانو او صالحینو څخه وروسته) داسې خلک راغلل چې لمونځ یې پریښود او د شهواتو (ګناهونو) پسې لاړل، نو ژر ده چې د جهنم کندې ته به ورشي. مګر هغه څوک چې توبه وايسته، ایمان يې راووړ او نیک عمل وکړ.

غی په جهنم کي يوه کنده ده چې ټول جهنم ترې هره ورځ فناغواړي.

اې بې لماځه ! اسلام ولي پرېږدې؟ ته پورته اياتونو، احاديثو او د صاحبه کرامو اقوالو ته په کتو کامل مسلمان نه شمېرل کېږې، يو څو نور يې هم درته بيانوم.
 
قال صلى الله عليه وسلم (بين العبد وبين الكفر والشرك ترك الصلاة ). رواه مسلم.

ژباړه : دبنده او کفر او شرک ترمنځ  د لمانځه پرېښودل دي.

وقال صلى الله عليه وسلم (من لم يحافظ عليها لم تكن له نورا ولا نجاة ولا برهان وكان يوم القيامة مع فرعون وهامان وابى بن خلف). رواه احمد و ابن حبان.

رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې په لمانځه پابندي نه کوي نه به ورسره نوروي، نه د دوزخ له اورنه د خلاصون سبب او نه هم په نيک عملي باندي دليل اود قيامت په ورځ به له فرعون، هامان او اُبی ابن خلف سره وي.
 

دلته درته د يوځوان له خولې دهغه خپله کيسه کوم، دی وايي هر وخت به له نورو ملګرو سره وم اوګناهونه به موکول، ما او زما ملګري به هيڅ وخت لمونځ نه کاوه حتی په ټول ژوند مو خدای ته يوه سجده هم نه وه لګولې، خلکو به راته نصيحت کاوه مګرموږ به انکارکاوه او لمونځ به مو پرېښود.

دی وايي يوه ورځ مي تليفون ته زنګ راغی چې پورته مي کړ يو سپين ږيري راته په ژړغوني غږوويل:

احمد يې؟

هو، احمد يم، خدمت وايه.

الله دي تسل درکړي، ستا ملګری خالد مړ شو.

ومي ژړل، سپين ږيري راته وويل چې ژر هديرې ته راځه چې جنازه يې تياره ده.

تليفون مي بندکړ او په ژړا مي پيل وکړ، نه !!! نو خالد څنګه مړ شو؟ هغه خو ځوان وو، د ژړا په حالت کي د لومړي ځل له پاره مسجد ته ننوتلم، د جنازې لمونځ مي اداکړ، د خالد مخ مي وکوت، په سپين کفن کي پوښل شوی د صفونو په مخکي پروت وو، هيڅ حرکت يې نه کاوه، يوځل بيا مي په دې وژړل چې پرون مي ژوندی ليدلی وو.

خپل مخ مي پټ کړ، سرمي ټيټ کړاو د ځان پټولوهڅه مي وکړه، پلار مي د ځان خوا ته کش کړم او ورو يې په غوږ کي راته وويل : لمونځ وکړه مخکي له دې چې په تا لمونځ وشي.

ولاړشوم او د خالد مخ ته مي کتل او له ځان سره مي ويل چې : که له مرګه راپورته شي نو پوهېږې چې څه غوښتنه به وکړي؟ لږ وروسته هديرې ته لاړو خالد مو قبر ته کوز کړ، په فکرونو کي ډوب شوم، کله به ترې د عمل پوښتنه کېږي؟ څه به ورته وايي؟ څه ځواب به ورکوي؟
 
ښه ډېر مي وژړل او له ځان سره مي وويل چې: لمونځ يې نه دی کړی چې شفاعت يې وکړي داسي عمل يې نه دی کړی چې ګټه دي يې ور ورسيږي، نو آخر څه به ورسره کېږي؟

اواې بې لماځه ! زه تاته وايم چې (صل قبل ان يصلى عليك) لمونځ وکړه، مخکي له دې چې په تا د جنازې لمونځ وشي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته