تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوحنيفه رح محدث او حافظ الحديث و
 
  June 13, 2012
  0
رالېږونکی: بشير احمد ریان

ددې عارضي بحثونو وروسته اصلي مسئلې ته راځو. يعني داچي هغه په فن حديث کي څه رتبه درلوده. ددې بحث دفيصلې لپاره يې دعلمي ژوند په پېښو رڼا اچوو ، هغه چي په صحيح او مستندو روايتونو ثابتي دي ،ددې کتاب په لومړۍ برخه کي موږ دابوحنيفه صاحب دتحصيل حديث په حالاتو کي دهغو کتابونو سند ليکلى دى چي دفن رجال دار او مدار پرې روان دى. اوس فکر وکړئ چاچي په ٢٠ کلنۍ کي چي دفهم دپخوالي موده ده ، په علم حديث باندي توجه کړې وي او تر يوې مودې پکي بوخت شوى يې ،په دې برسيره يې دکوفي له مشهورو شيوخو څخه حديث اوريدلي وي ، دمحترم حرم له درسځايونو څخه يې دحديثو علم ترلاسه کړى وي او هم ورته مدينه منورې دفضيلت سند ورکړى وي، چي استادان يې عطاء بن ابي رباح ، نافع بن عمر ، عمر بن دينار ،محارب بن دثارا،اعمش کوفي ،امام اباقر، علقمه بن مرثد، محکول شامي، امام اوزاعي ،محمد بن مسلم الزهري، ابو اسحق السبيعي ،سليمان بن يسار ،عبدالرحمن بن هرمزالاعرج، منصور المنتمر، هشام بن عروه او نور و. هغه چي دفن روايت ارکان دي او له روايتونو څخه يې بخاري او مسلم مالامال دي،هغه به دحديثو دکومي رتبي وي؟

ددې ترڅنګ ، دامام صاحب په شاګردانو قياس وکړه.  يحيى بن سعيد القطان چي دجرح او تعديل امام دى ،عبدالرزاق بن همام چي له جامع کبير څخه يې امام بخاري ګټه اخستې ده. يزيد بن هارون چي دامام احمد بن حنبل استاد و، وکيع بن الجراح چي په اړه به يې امام احمد بن حنبل ويل چي په حفظ اسناد او روايت کي هيڅوک دهغه سيال نشته. عبدالله بن المبارک چي دحديثو دفن اميرالمومنين منل کېږي. يحيى بن زکريا بن ابى زائده چي علي بن المديني (دبخاري استاد) ورته منتهاى علم ويل. دا کسان يوازي په نامه دامام صاحب زده کوونکي نه و ،بلکي کلونه يې دهغه په لمن کي فيض موندلى و او په همدې انتساب يې وياړ او فخر کاوو. 

عبدالله بن المبارک به ويل ،که الله عزوجل په ابوحنيفه او سفيان ثوري سره زما مرسته کړې نه واى، نو زه به يو معمولي کس واى. 
 
وکيع او يحيى بن ابى زائده ،دومره موده دامام صاحب په مجلس کي پاته شوي و چي ورته "صاحب ابوحنيفه" ويل کيدل. نو څرنګه ددې رتبي کسان چي خپله دحديث او روايت لارښود او مقتدا وي، دکومي معمولي کس په وړاندي سرټيټولاى شواى.
 

ددې خبرو ،را دې خواته دامام صاحب مجتهد مطلق کيدل داسي يوه مسلمه مسئله ده ،چي ورڅخه په دوولس سوو کلونو کي ښايي کمو کسانو انکار کړى وي. 

داجتهاد تعريف دحديث علماوو لکه بغوي، رافعي، علامه نووي او نورو په دې الفاظو کړى دى چي :"مجتهد هغه کس دى ، چي په قرآن ، حديث ،مذاهب سلف ،لغت ،قياس او دې پنځو څيزونو کي پوره لاس ولري. ياهم چي دشرعي مسائلو په اړه په قرآن عظيم الشان کي څومره اياتونه وي او کوم حديثونه چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ثابت وي ،څومره علم او لغت ته چي اړتيا وي، دسلفو چي کوم اقوال دي، دقياس چي کومه لاره ده ،په ټولو باندي پوه شي ،که په هغوى کي دکومي يوه کمي وي ،نو هغه مجتهد کيدلاى نشي او هغه بايد تقليد وکړي". 

ماخذ: سیرت النعمان
لیکوال: علامه شبلي نعماني رحمه الله 
ژباړن: بشیر احمد ریان
----------------
 1- ددې کسانو حالات دکتاب په پاى کي څه په تفصيل سره راغلي دي.

 1- تهذيب التهذيب ،ترجمه امام ابوحنيفه.
 2- عقدالجيد شاه ولى الله صاحب بحث حقيقت اجتهاد.

 

سرته