تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور څوک ده؟
 
  December 10, 2016
  0
رالېږونکی: سبحان احمد شفیق

سوال وکړل سو چي مور څه شئ ده؟


(١) الله جل جلاله اويا ځله له مور څخه زيات مهربان دئ.

(٢) سمندر وايي: مور هغه هستي ده چي د اولاد په سلګونو زره رازونه په سينه کي پټ ساتي.

(٣) وريځو وويل: مورهغه هينداره ده چي هر رنگ پکښي له ورايه ښکاري.

(٤) غرونو  وويل: د مور درناوئ  زما له څوکو څخه هم ډېرلوړدئ.

(٥) باران وويل: مور يوه داسي هستي ده چي تل يې د ميني وړانگي پر اولاد خپرې وي.

(٦) زمانې وويل: د مور مينه زما له ځغل څخه هم تېزه ده.

(٧) شاعر وايي: مور يوه داسي هستي ده چي د اورېدونکي سينې ته کښته کيږي.

(٨) ليکوال وايي: مور هغه هستي ده چي د ستايني لپاره يې په نړۍ کي الفاظ  نه موندل کيږي.

(٩) دعا وايي: مور هغه شخصيت دئ چي د اولاد د خوښۍ  لپاره هر وخت ماغواړي.

(١٠) جنت وايي: مور هغه هستي ده چي زه يې هم تر قدمونو لاندي يم.

(١١) لمر وايي: مور يوه داسي هستي ده چي له هرډول گرمۍ او يخنۍ څخه اولاد ساتي.

(١٢) ځمکه وايي: زما قيمت خو به څوک پوره کړي خو د مور قيمت هيڅوک نه سي پوره کولاى.

(١٣) هوا وايي: په ماکي نرمي او تازگي د مور څرگندونه ده.

(١٤) رڼا وايي: مور د رڼا او ښودني څلۍ دئ.

(١٥) زه وايم: ما ته د مور او ګل ترمنځ توپير نه ترسترگو کيږي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته