تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د دوو ماندينو سره بيدېدل څنګه دي؟
 
  July 15, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره: ۲۹

نوم :   احمد 

سوال :  د دوو ماندينو سره يو ځاى بيديدل صحي دي که نه په داسي حال کي چي يوه يوه طرف ته او بله بل طرف ته پرته وي او کوروالي نه ورسره کوي . 

جواب : دا کار خو حرام نه دئ او نه هم د عدل مخالف دئ. په عالمګيري کي راځي: ولو اجتمعت الضرائر فى مسکن واحد بالرضاء يکره ان يطا احداهما بحضرة الاخرى : ج،١:ص، ٣٤١. 
 
یعني که خاوند يو څو بني په يوه خونه کي د دوئ په خوښه سره حمع کړي ، نو د يوې سره جماع کول د هغه بلي په حضور کي مکروه او ناجائزه کار دئ او ناجایز دئ. او دا یو ډول بې حیايي هم ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د حیاء په اړه فرمايي : الْحَيَاءَ مِنَ الإِيمَانِ او په بل حديث کي دي : الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ. ابو داؤد باب الحياء  

تعلیم الاسلام دارالافتاء
مولوي عبدالهادي آغا
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته