تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې استقبال
  تعلیم الاسلام
  May 4, 2019
  0
 
 
لیکنه: شيخ الحديث الحاج مولوي محمد عمر خطابي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-06-04
 
محترمو! تاسو پوهېږئ، چي څومره مبارکه او لويه مياشت راتلونکې ده  دا يوه ډېره لويه او عظيمه مياشت ده. نوځکه په کار ده چي د همدې مياشتي د استقبال لپاره دمحبت غېږ ه خلاصه کړو او په ډېر هوس او تلوسه يې د راتلو په انتظار و اوسو. ولي به مسلمانان په خوښۍ او ورين تندي د محبت په مسکا او  تبسم او په زړه کي د مرحبا، مرحبا د اخلاص په زمزمو د دې مبارکي مياشتي استقبال او ښه راغلاست نه کوي؟
 
دا خو هغه مبارکه مياشت ده چي ټول کال يې د استقبال لپاره په جنت کي خصوصي او ځانګړي انتظامات نيول کيږي دا خو هغه مياشت ده چي الله جل جلاله  د خپل رحمت او جنتونو دروازې د خپلو بنده ګانو پر مخ  پرانيستي او خلاصي کوي دا خو هغه مياشت ده چي د جهنم در وازې پکښي تړل کيږي دا خو هغه  مياشت ده چي د انسانانو لوى او سر سخته دښمنان شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي راځئ  چي د همدې مياشتي د ښېګڼو د پېژندني لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلمد بيان ژباړه او شرح  ولولو چي د روژې څخه يوه ورځ وړاندي يعني د شعبان په وروستۍ نېټه يې د روژې د استقبال په درشل کي کړي دى دا حديث که څه هم د سند له مخي څه خبري پکښي سوي دي خو د حديث هره جمله د مفهوم او معنى له مخي په صحيح آحاديثو د تائيد وړ او صحيح ده .
 
 سلمان رضي الله تعالی عنه وايي: د شعبان برات په آخره ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په خطبه کي موږ ته وفرمايل: اې خلګو! پر تاسو لويه او مبارکه  مياشت  راغله،  دومره  مبارکه   مياشت  ده، چي   په  دې  مياشت  کي  يوه  شپه  ( ليلة القدر _د قدر شپه ) ده  چي  تر  زرو  مياشتو ( درو اتيا کلونو او څلورو مياشتو) د دې شپې عبادت غوره او ښه دئ، الله جل جلاله  د دې مياشتي د ورځو روژه فرض کړې ده او د شپې قيام (تراويح ) يې نفل کړي دي. 
 
په دې مياشت کي که څوک د خير په يوکار الله جل جلاله  ته تقرب او ځان نژدې کوي نو الله جل جلاله  پر همدا نفلي عبادت دومره ثواب ورکوي لکه څوک چي په نورو مياشتو کي فرضي عبادت اداء کړي. که څوک په دا مياشت کي فرضي عبادات وکړي پر دغه فرض  عبادت دنورو مياشتو د اوياوو فرضونو ثواب ورکول کېږي. دا د صبر مياشت ده او د صبر ثواب جنت دئ، دا يو د بل سره د خوا خوږي او همکارۍ کولو مياشت ده، په دې مياشت کي د مؤمن په رزق کي پراخي راځي، که څوک په دې مياشت کي روژاتي ته د روژې ماتولو لپاره لږ شى ورکړي دا  به  د ده د ګناهونو د بخښني سبب وګرځي او هم به د جهنم د اور څخه په  و ژغورل سي او هم به د روژاتي د ثواب په اندازه ده لره ثواب ورکول سي. خوپه دې سره د روژاتي په ثواب کي هيڅ کمى نه راځي. سلمان رضي الله تعالی عنه وايي موږ  و رسول اللهصلی الله علیه وسلم  ته وويل:  
 
په موږ کي خو هر يو د دې توان نه لري چي روژاتي ته د روژه مات لپاره خواړه ورکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وويل: دا مخکنى د روژه مات ورکولو ثواب چي ذکر سو دا و هغه چاته   ورکول کيږي چي هغه و روژاتي ته د روژې ماتولو لپاره  يو غوړپ  شيدې يا يوه دانه خرما يا يو غوړپ ساده اوبه ورکړي، خوکه څوک بيا روژاتي په روژه مات کي په نس موړ کړي  د هغه ثواب ډېر زيات دئ هغه به الله جل جلاله  زما د حوض کوثر د اوبو څخه داسي اوبه کړي چي جنت ته د ننوتلو تر وخته به بيا نه تږۍکېږي.
 
دا داسي مياشت ده چي لومړنى لس ورځي  يې د رحمت دي او منځنۍ لس ورځي يې د بخښني او مغفرت دي او وروستۍ لس ورځي يې د جهنم د اور څخه د آزادۍ دي. که څوک په دې مياشت کي پر خپل مريي او نوکر کار سپک کړي الله جل جلاله  به هغه لره بخښنه وکړي  او د جهنم د اور څخه به يې آزاد کړي.(روى متنه البيهقى في شعب الايمان) (مشکوة) مسلمانانو وروڼو او خويندو!  راځئ  د دې مبارکي مياشتي استقبال او ښه راغلاست په ډېر اخلاص، پوره محبت  او  ولولو سره وکړو د همت ليڅي را ونغاړو، دا د ګټي طلائى موقع د لاس څخه ور نه کړو  د ورځي روژه په ډېر صبر او حوصله ونيسو پر لوږو او تندو يې خوند او لذت واخلو او د لوږي او تندي پر تکليفونو يې صبر وکړو. 
 
ددې صبر عوض او ثواب جنت دئ، او د شپې قيام او تراويح يې په ډېر وقار او صحيح ډول  ادا کړو او په ځانګړي ډول  آخري لس شپې په عبادت کي تيري کړو ترڅو د ليلة القدر د شپې فضيلت  مو هم الله جل جلاله  په برخه کړي. د ليلة القدر د شپې عبادت د درو اتياکلونو او  څلورو مياشتو تر عبادت لا هم الله جل جلاله  غوره او خير بللى دئ.
 
ايا دا د يو مسلمان لپاره لويه بد بختي او محرومي نه ده؟ چي د روژې د خير په مياشت کي د معمولي لوږي او تندي څخه په شکايت وي او پر معمولي شي باندي  زغم او حوصله له لاسه ورکوي، لوى او  کوچني ته، په کور او بازار کي ښکنځل کوي او بد ورته وايي او د خلګو ګرېوان ته لاس ور اچوي، آيا دا د يو مسلمان لپاره چي هغه پر الله جل جلاله  او د آخرت پر ورځ ايمان او باور لري ډېر د خجالت او بد بختۍ کار نه دئ؟ چي الله جل جلاله  په دې مياشت کي شيطانان په ځنځيرونو تړي، دجهنم دروازې بندوي، د جنت دروازې خلاصوي او پر دې سر بېره بيا هم يو مسلمان د روژې مبارکي شپې د فسق او د ګناه په بانډارونو کي روڼوي.    
  
 مسلمانه وروره!  دومره  بې همتي او ناپوهي نو نه ده په کار،  چي د لاس تړلي شيطان و حکم ته څوک غاړه ټيټه کړي او د جنت د خلاصو دروا زو څخه مخ   اړوي او د جهنم پر بندو دروازو   ور ځغلي څه معلومه ده، چي بيا به پر دې بازار  راځى؟ ډېر کسان تېر کال په روژه کي ژوندي وه خو نن  ورځ هغوئ په سپېرو خاورو کي پراته دي. ته هغوئ و پوښته هغوئ که په خوله څه درته ويلاى نه  سي  خو ته د هغوئ د حالت څخه د خپلو ټولو پوښتونو ځواب تر لاسه کولاى سي.                                     
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۴ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته