څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: June 17, 2015
       
د روژې ماتونکي
ترتيب کونکى: مولوي عبدالهادي حماد

الف : دروژې هغه ماتونکي، چي قضا او كفاره دواړه لازموي .

١: دروژې دمياشتي په نيت کړې روژه کي داسي شى خوړل چي غذا په حاصليږي لکه اوبه ، ډوډۍ او داسي نور ...
 
٢ : دروژې په مياشت کي په نيت کړې روژه کي دورځي پر مهال جماع کول که څه هم انزال نسي .

پاته دي نه وي چي په روژه کي قانون داسي دئ چي که يو چا روژه نيولې وي نو که داسي شى وخوري چي غذا نه په حاصلېدل لکه ډبره ، خاشه او يا بل داسي بې غذا شى نو يوازي قضا پر لازميږي کفاره نسته . همدا ډول که يوه روژاتي داسي کړنه ترسره کړه چي لذت ( خوند ) پکښي و خو کامل نه و لکه دخپلي مېرمني دټاکلي اندام پرته په يوه بل اندام کي ځان انزالول ، يا داغسي په فکر وهلو ، چاته په کتلو ، مټ وهلو ځان انزالول قضا لري خو کفار نسته ، بالعکس که يې داسي شى وخوړئ چي غذا په حاصلېدل لکه ډوډۍ ، اوبه ، مېوه او داسي نور په دې صورت کي پر ماتونکي باندي قضا او کفاره دواړه سته. همدا ډول که يوه روژاتي داسي کړنه ترسره کړه چي لذت (خوند) پکښي کامل و لکه دخپلي ښځي سره په ټاکلي اندام کي جماع کول که څه هم انزال نه سي او په نامشروع لاره دشا په شرمګاه کي دخپلي اله تناسلي الې داخلول که څه هم انزال نسي په دې حالت کي قضا او کفاره دواړه لازميږي خو ديادولو وړ ده چي کفاره پوره دوې مياشتي روژې دي. يوه هم قضا يي ده چي ټوله يو شپېته روژې کيږي، دغه روژې به هم پرلپسې نيسي ځکه که يې په منځ کي يوه روژه وخوړل بېرته به يې دسره شروع کوي بيا به شپېته پوره کوي بل خبره داده چي کفاره په هغه صورت کي لازميږي چي يو چا دروژې دمياشتي فرضي روژه نيولي وي ، نيت کړي يې هم وي او په خپله خوښه يو غذا لرونکى شى وخوري او يا يوه داسي کړنه ترسره کړي چي کامل لذت پکښي وي .
 
 که چا نفلي روژه په قصده وخوړل يعني په غذا لرونکي شي يې ماته کړه کفاره باندي نسته يوازي به قضا راوړي .
که چا دروژې په مياشت کي فرضي روژه نه نيول يعني بيخي يې نيت نه  وکړئ روژه يې بېله عذره وخوړل کفاره نه پر لازميږي .
 
که يو چا په بل چا په زوره نيت کړې او فرضي روژه وخوړل کفاره نه پر لازميږي .

 

دلا اسانۍ په موخه ځيني لاندي شيان په نظر کي ونيسئ چي کفاره او قضا دواړه پر لازميږي :

 


١ : چا که په خوله كي د باران څاڅكى واچوى او تېر يې يا يې واوره يا يخى وخوړى.
 
٢ : وچي غوښي يې وخوړلې.
 
٣ : دغنم دانه او يا داسي نور ي دانې يې په خوله کي واچولې او وې ژولې
 
٤ : مېټ وخوري په داسي صورت کي چي مېټ خوړل يې عادت وي .
 
٥ : په غوړو باندي اخښل سوي وړه وخوري .
 
٦ : په روژه کي  وچه ډوډۍ، غوړي، شيدې، مستې، چكيده، زعفران، كافور، اريړه، سركه كه خوږه وي كه تروه، د زعفرانو اوبه، د لوبيا يا نخود و  يا د زردكو اوبه خوړل يا چيښل.
 
٧ : د درختي پاڼي خوړل په دې شرط چي په دغه خوراک معتاد وي .
 
٨ : دانګورو دانه تېرول .
 
٩ : دسپين کړي جوز يا بادام دانه تېرول . (مرافي الفلاح صـ ۵۴۹ ج ۱.) ( البناية شرح الهداية صـ  ۳۰۸ ج ۴.)
 
١٠ : دمالګي خوړل البته چي مالګه خوړل يې عادت وي. ( هنديه صــ  ۲۰۶ ج ۱.)
 
١١ : كه يوه روژه نيونکي  مسواك وواهه بيايې دا ګومان وكړ، چي په مسواك وهلو سره روژه ماتيږي په قصده يې خوراك اوچيښاك وكړ، نو پرده باندي قضا او كفاره دواړه و اجب دي . (  هنديه صــ۲۰۶ ج ۱.)
 
١٢ :  كه يوه روژه نيونکي  غيبت وكړ، يايې درواغ وويل  او په دې باور سو چي روژه ماته ده بيا يې په قصده خوراك اوچيښاك وكړ، روژه يې ماته ده خو قضا او کفار دواړه پرلازم دي.( هنديه صــ ۲۰۶ ج ۱.)

 

باء: د روژې هغه ماتونکي، چي کفاره نه لازموي يوازي قضا لازموي .

 


لومړى : داچي په روژاتي باندي روژه په زور باندي ماته کړل سي .  (    هنديه صــ ۳۰۲ ج ۱)
دوهم : روژاتي داوبو غړ غړه کولو په مهال کي اوبه نا پامه تيري کړي روژه ماته ده خو کفاره نه ده لازمه . (هنديه صـ  ۲۰۲ ج ۱.)
 
دريم : دهغه شي خوراک کول چي غذا نه په حاصليږي لکه اوسپنه ډبره او داسي نور په خوراک سره يې روژه ماتيږي خو کفار نه پر لازميږي . ( رد المحتار صـ ۴۳۳ ج ۳.)
 
څلورم : د روژې په حالت كي غاښ ويني سي دناو ړو سره يې ويني تيري کړي او ويني تر ناړو ډېري وي روژه ماته  ده قضا پر لازمه خو کفاره نسته . (  در المختار صــ  ۴۲۲ ج ۳.)
 
پنځم : دخولې تېرول (هنديه صــ  ۲۰۳ ج ۱)
 
شپږم : په شرمګاه کي دوا اچول . ( هندية  صـ ۲۰۴ ج۱)
 
اووم : داچي ښځه په خپل فرج کي دوا واچوي .(رد المختار صــ ۴۲۸ ج۲.)
 
اتم : دنس يا دماغ پر زخم دوا اچول خو چي نس يا دماغ ته دغه دوا ورسيږي . (. بدائع الصنائع صــ۱۴۰ ج ۲.)
 
نهم : نارينه چي دښځي سره په زوره نزديکت وکړي دښځي روژه ماته ده خوکفاره پر نسته . ( هنديه صــ۲۰۵ ج ۱.)
 
لسم : دروژې پر مهال په مسه يا مچه سره انزال کېدل . (هنديه  صـــ ۲۰۴ ج ۱.) 
 
يوولسم : ديو حيوان سره جماع کول او يا دانسان سره دعورت پرته يو ځاى کېدل او بيا انزالېدل . ( هنديه صـ ۲۰۵ ج ۱.)
 
دوولسم : په روژه کي مټ وهل. ( رد المحتار صـ ۴۲۶ ج ۳)
 
ديارلسم : يو څوک خپله مياشت وويني خو حکومت روژه نه کړي اعلان پر دغه کس روژه نيول لازمه ده خو که يې روژه وخوړل قضا پر لازمه اوکفار باندي نسته . (  در المختار صـ ۴۰۵ ج ۳.)
 
څوارلسم : په روژه کي نسوار کول .( رد المحتار صَــ ۴۴۳ ج ۳.  فتاوى دار العلوم ديوبند صــ ۲۵۹ ج ۶.المبسوط السرخسي  صــ ۹۸ ج ۲.)
 
پنځلسم : د روژې په حال كي د پزي نسوار کول. ( الدر المختار صـ ۴۲۰ ج ۳.)
 
شپاړسم: دروژې پر مهال په خوله باندي په قصده دود دننه کول خو که بېله قصده وو روژه نه ماتوي. ( الدر المختار صـ ۴۲۰ ج ۳.)
 
اولسم: د روژې په حال كي سګرېټ يا چلم څكول ( بدائع الصنائع صـ ۳۶ ج ۲.)
 
اتلسم :د روژې په حال كي كه د پزي ويني حلق ته تلل او بيا نس ته داخلېدل . (   تاتارخانية صــ ۲۸۰ ج ۲.)
 
نوولسم : كه څوك په روژه كي تر سهار كېدو وړاندي په خوله كي نسوار واچوي او بيده سي وروسته چي راكښيني سهار سوي وي مګر نسوار يې په خوله كي وي روژه يې ماتيږي صرف قضا راوړل پر واجب دي. (هداية صـــ۲۰۰ ج۱.)
 
شلم : په سفر کي داسي فرضي روژه ماته کړي چي نيت يې کړى وي. ( نور الايضاح مع الطحطاوي.)
 
يوويشتم: د روژې په حال كي په قصده سره قى وهل. ( تاتارخانية صــ  ۲۷۵ ج ۲.)
 
دوويشتم : دخوب دهوله اوبه چيښل . (   تاتارخانية صــ  ۱۷۹ ج ۲.)
 
درويشتم : په فرضي روژه كي اومې وريجي خوړل.
 
څلرويشتم : روژه نيونكى اغښل سوي اوړه وخوري.
 
پنځويشتم : روژه نيونكى  په يو وار ډېره مالګه وخوري.
 
شپږويشتم : روژه نيونكى د يو شى مندكه تېره كړي.
 
اوويشتم : روژه نيونكى پمبه وخوري.
 
اتويشتم : روژه نيونكى كاغذ وخوري.
 
نهه ويشتم: روژه نيونكى هره هغه مېوه وخوري چي ترپخېدو وړاندي نه خوړل كيږي.
 
دېرشم ‎ : روژه نيونكى وچ بادام يا جوز د پوستكو سره تېر كړي البته چي سپين يې نه کړي.
 
يودېرشم :  روژه نيونكى وسپنه تېره كړي.
 
دودېرشم : روژه نيونكى د سپينو يا د سرو زرو ټوټه تېره كړي .
 
درودېرشم : روژه نيونكى خاوره يا ډبره وخوري.
 
څلوردېرشم : د روژه نيونكي حلق ته د باران اوبه دننه سي.
 
پنځه دېرشم : د روژه نيونكي خولې ته د واوري يا د يخي ټوټه دننه سي .(مراقي الفلاح صــ  ۵۵۳ج ۱.)
 
پورته ټول هغه شيان دي چي په کړنه سره يې روژه ماتيږي قضا به يې راوړي خو کفاره پر نسته .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۴ ګڼه
 
 
 
 
 
د همدې برخي نور توکي