تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې د مبارکي مياشتي حکمتونه
  تعلیم الاسلام
  May 26, 2017
  0
ليکوال: مولوي محبوب شاه ساجد
 
د رمضان د مبارکي مياشتي روژه په اسلامي شريعت کي له یوې خوا د الله جل جلاله  له خوا فرض کړل سوې او داسلام د ريم رکن دئ . خو د انساني پلوه هم زیات حکمتونه او اضافي ګټي لري چي په  لنډ ډول اشاره ورته کېږي .  
 
۱ـ د روژې روحي ګټي:  روژه د انسان روح تصفيه کوي او هغه ته صبر ،قوت او استقامت وربخښي د روژې د روا والي خورا ارزښتناک حکمت د نفس او روح تزکيه ده د روژې په واسطه کولای سو چي پرنفس امارة بالسوء (په بدو سره امرکونکي نفس ) باندي غلبه حاصله کړو ، او پرنفس باندي غلبه حاصلول او هغه په قابوکي راوستل او الهي قانون ته د هغه چمتو او مجبورول په اسلام کي د انسان څخه یوه حتمي اوضروري غوښتنه ده اوچا چي پرخپل نفس باندي غلبه وموندل هغه په دنيا او اخرت کي کامياب سو لکه الله  جل جلاله  چي فرمايي:
 
   قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى. یعنی په تحقيق سره هغه څوک کاميا ب  سو چي ځان يې پاک کړ . حضرت شاولي الله  رحمة الله علیه  په خپل کتاب حجة الله البالغه کي ليکي  روژه پرنفس باندي دغلبې د پاره روا سوېده لکه الله  جل جلاله  فرمايي لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (سورة البقرة  الاية ١٨٣)  ښايي چي تاسي پرهېز ګاره سئ . 
 
او لکه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم   فرمايلي دي .فان الصوم له وجاء . يقينا روژه د هغه چاله پاره چي جنسي غريزه اوشهوت لري اود نکاح قدرت نه لري د ناوړه شهوت له منځه وړونکې ده او زیاتوي چي یوه پوره او سمه روژه هغه ده چي ته  د څيرونکو حېواناتو د خویونو او شيطاني ناوړه شهواني اقوالو اوافعالو څخه پکښي ځان وژ غورې ،ځکه چي دغسي افعال او اقوال نفس ته بد او ناوړه اخلاق اوخویونه وریادوي .  ( حجة الله البالغه ،۲،  ۱۲۵  مخ) علامه ابن الهام  رحمة الله علیه  په فتح القدير کي په دې اړه ليکلي دي :الله جل جلاله  روژه د ګڼ شمېر ګټولپاره رواکړې ده چي دهغې د ډېرو ګټو څخه یوه داده چي پربدو باندي امرکونکئ نفس ارام او کنټرولوي .
 
 روژه په انسان کي تقوا پيداکوي . تقوا د زړه  د هغه کيفيت نوم دی چي ددې کيفيت دحاصلېدو څخه وروسته په زړه کي د ګناه او بدو کارو څخه د کرکي احساس ، د ښو او نيکوکارونو خواته يې ډېره مينه  او شوق پیدا کېږي  او دروژې مقصد دادئ چي په انسان کي هم دا کيفیت پیداسي په ټولو عبادتونوکي روژه د تقوا اصل او بنیاد ګڼل سوې ده چي دا یوداسي خاموش او خفي عبادت دئ چي د ریا او نمایش څخه پاک دی او تر څو چي انسان پخپله د روژې اظهارونه کړي نو نورو خلکوته دغه راز نه سي ښکاره کېدلای او همداسي دټولو عباداتو اساس او داخلاقو بنسټ دی د همدې اخلاص اوبې ریاييی اثر دی چي الله  جل جلاله  د خپل محبوب پېغمبر  صلي الله عليه وسلم  په ژبه فرمايلي دي: ( الصوم لي وانا اجزي به  بخاري )   یعني روژه یوازي زمادپاره نيول کېږي او  زه د هغې ثواب ورکوم . امام غزالي  رحمة الله علیه  په خپل کتاب کېميايي سعادت کي د روژې په هکله فرمايي :
 
 پوسه چي روژه د خلکو په نسبت درې  درجې لري  اوله  د عوامو روژه. دوهمه: د خواصو روژه، دریمه د خاص الخاص روژه هغه زیاتوي  د عوامو روژه داده چي دوی یوازي خپل نفس اوفرج په کنټرول کي ساتي اود نورو اندا مونوخيال نه ساتي چي دا درجه ډېره ټيټه درجه ده  او د خواصو او خاص الخاص روژه داده چي هغوئ د نس او فرج سر بېره خپل نور ټول اندامونه لکه :
 
سترګي ،ژبه ،غوږونه ،لاسونه او پښي په مکمله توګه د ناروا کارونو څخه ساتي چي دا د روژې ډېره لوړه او اعلی درجه ده او دا ډول روژه د حقيقي مؤمنانو او اولياوو روژه ده دا ډول روژياتيان هيڅکله پېشلمى او روژه مات په دا سي خواړو سره نه کوي چي هغه حرام وي او يا د حرامو شبهه پکښي وي امام غزالي رحمة الله علیه زياتوي چي روژاتي بايد د هر ي روژي د نيولو وروسته د الله جل جلاله  شکر وباسي چي هغه ته يې د روژې نيولو توان او توفيق ورکړئ او بل دا چي هغه بايد د بېري او اميد په منځ کي د الله جل جلاله  څخه د خپلي روژې د قبول خواست وکړي (د کيميايي سعادت څخه په لنډيز او اضافه وني سره) دا خبره بيخي سمه ده چي روژه يواځي د لوږي او تندي نوم نه دئ بلکي د روژې کوم مقصد چي الله جل جلاله  ټاکلئ دئ هغه تقوا او پرهېزګاري ده نو که چيري د روژې څخه انسان ته تقوا حاصله نه سي کوم چي د روژې اصلي مقصد دئ نو ګواکي هغه انسان بيخي روژه نه ده نيولي ،يا په بل عبارت د جسم روژه يې وسوه او فرض يې اداء سوه ليکن د روح روژه يې ونه سوه لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چي دا مطلب په خپلو مبارکو الفاظو کي داسي تشريح کړی دئ :که څوک د روژې د نيولو څخه وروسته هم د درواغو او فريب څخه لاس وانه خلي نو الله جل جلاله  دې کارته ضرورت نه لري چي انسان دي خپل اوبه او خواړه پرېږدي .( بخاري)   
 
۲ ـ اجتماعي ګټي : همدا راز روژه هر مسلمان ته د شتمنۍ قدر ور پيژني ،د الله جل جلاله  بې شماره نعمتونه دي چي د انسان ډېر لږ ورته پام کيږي خو روژه يې ورته متوجه کوي چي د همدغو نعمتونو شکر اداء کړي ،روژه امير او فقير ، پاد شاه او ګدا او د ټولني ټول طبقات په مساوي شکل د يوه او بل په څنګ کي دروي او د يو او بل په حالاتو يې خبروي روژه وموړ انسان ته د لوږي او بي وزلۍ تکليف ورپېژني اوتږي مسلمان ته د ابو او تندي اهميت ور پېژني ،روژه سرمايه داران او بډايان پوهوي چي د ټولني لوېدلي او بې وزله  طبقات چي د وسايلو او خوړو د کمښت سره ټول ژوند لاس او ګرېوان دي څرنګه د لوږي د هغه مشکل سره ټول ژوند تېر وي  کوم چي سرمايه داريې د يوې ورځي لپاره هم تحمل اوتاب نه لري روژه يې هغوي ته ورپاموي ترڅو د بې وزلو او غريبانو حال ته کلکه پاملرنه وسي اود هغوی سره کومک وسي ځکه تقوا او پرهېزګاري هم همدا ده.
 
۳ـ اقتصادي ګټي:  روژه ددې تر څنګ چي د الله جل جلاله  يو ځانګړی عبادت دی او نيول يې پر هر مسلمان فرض دي. د روژه لرونکي لپاره اقتصادي ګټه هم لري روژه هغه ته دد ې ښوونه کوي چي هغه بايد سپما وکړي او تل په مړه خېټه ونه ګرځي ،هغه ددې پر ځاى چي په څلورويشتو ساعتونو کي درې او يا څلور ځلي خپلي خيټي ته خواړه ورکښته کړي کولای سي چي يو ځل يې په متوسطه توګه مړه کړي ،په دې شکل روژه لرونکي کولای سي د خپل څلر ويشت ساعته خوړو لګښت ٪۳۵ فيصده ته راکم کړي . 
 
هغه سپمېدلي خواړه چي روژه يې د روژه لرنکي څخه سپموي که روژه لرونکئ د بېوزلي طبقي څخه وي کېدلاى سي د هغه د معيشت معيار په دي وجه بهتر سي چي د هغه د يوي ورځي د خوړو مصارف د روژې په برکت د درو ورځو لپاره کفايت کولای سي.او که روژه لرونکي د شتمني طبقي څخه وي هم د روژې د برکته يې د سپما پروګرام  د مساکينو او د هغه په څنګ کي د اوسېدونکو ګاونډيانو او بې وزلانو پر اقتصادي حالت مثبت اثرات پرېباسي، هغه په دي شکل  کوم خواړه چي سپمېد لي دي هغه کولای سي ددې پر ځاى چي خراب سي پر ګاونډيانو او مساکينو  ووېشي ،بل دا هغه مصارف چي د يوه سرمايه داره په ورځني خوراک باندي دوه يا درې ځلي لګول کېدل اوس د روژې په برکت يو ځل لګول کيږي او هغه سرمايه دار کولای سي دغه سپمېدلي مصارف د ټولني د لوېدلو افرادو  د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ولګوي ،چي يا خو هغوی ته خوراکي مواد په واخلي او يا ورته د کار او روزګار  موقع برابره کړي او يا يو بل اجتماعي مشکل ورباندي حل کړي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۴ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته